اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۶ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو  جرګې  مطبوعاتي  دفتر

 

د ۱۳۹۰ كال د چنګاښ اوومه نيټه

 

دملي شورا د مشرانو جر ګه له حکومت څخه غواړي چې په لسو ورځو کې دې د پا کستان دراکټې بريدونو په وړا ندې خپل دريځ خلکو ته رو ښا نه کړي .

 

دغه ټکى دمشرانو جرګي لو مړۍ نايب محمدعلم ايزديار نن د مشرانو جرګي د کنفرا نسونو په تالار کې ديو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې بيان کړ او ويې ويل د مشرانو جرګه ددغه شان مسئالو په وړاندې بي تو پيره نه ده اود پاکستان دغه عمل يې پخوا ديوې اعلاميې په صادرولو سره غندلى دى . ټا کل شوې ده د مشرانو جرګې هيئت هم د کونړ او ننګرهار ولايتونو ته سفر وکړي چې په دغو ولايتونوکې له ميشتو امنيتي ځواکونو او خلکو سره د مشرانو جرګي ملاتړ څرګند او ددغو بريدونو له امله درسيدلو زيانونو او ويجاړتياوو په باب حقايق روښانه کړي دغه راز په مطبوعاتي کنفرانس کې ډاکتر زلمي زابلي د حکومت په تضرع ډک دريځ باندې انتقاد وکړ چې د افغا نستان خلکو د تاريخ په اوږدو کې تيري کوونکو ته د عبرت درس ورکړي دي او د پا کستان دغه عمل دپا ملرني او منلو وړ نه دى او زيا ته يې کړه چې په تيرو دريو اوونيوکې دپاکستان له خا وري څخه څه دپاسه پنځه سوه توغندي توغول شوي دي اود هيواد د استو ګنې په سيمو لګيدلي دي چې له امله يې د ماشومانو اوښځو په ګډون لسګونو تنو ته مرګ ژوبله او ښتې اود سيمې يو شمير اوسيدونکي له خپلو کورونو څخه بيځايه شوي دي دغه راز ده څرګنده کړه چې بايد د هغوى بريدونو ته متقا بل ځواب ورکړي شي درارسيدلو خبرونو له مخې له پرون مازيګر څخه د تيري شپې ترنيمايي پورې پنځه ديرش توغندي د افغانستان په خاوري لګيدلي دي او له امله يي شپږ تنه وژل شوې اوپنځلس تنه نورټپيان شوي دي او هم په خبرونو کې ويل شوي دي چې ددغو سيمو او سيدونکي دځان ددفاع او ددغه شان بريدونو دشنډولو په خا طر دليکو د جوړولو اويو موټى کيدو په حال کې دي .