اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۶ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 

د ۱۳۹۰ كال د  چنګاښ  پينځمه

 

 

 

د افغانستان د دولت او اسلامي هيوادونو له خوا د غزني د بيا روغونې په برخه كې هيڅ كار نه دې تر سره شوي .

 

د غزني ولايت والي نن دغه مطلب د يوې ناستې په لړ كې چې د مشرانو جرګې د لمړي نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ او د دغه ولايت د سناتورانو ، د اطلاعاتو د وزارت د معين او د سوداګرۍ د خونو د رييس په ګډون د مشرانو جرګې د كنفرانسونو په تالار كې جوړ شوي وو ، بيان كړ .

 

دغه غوڼډه چې د اسلامي فرهنګ د پايتخت په توګه د غزني ښار د بيا جوړونې د څيړنې په موخه په لاره اچول شوي وه ، د دغه ولايت والي موسي خان اكبر زاده د ماليي وزارت له خوا د مطروحه پروژو د اړتيا وړ پيسو د نه حواله كولو په موخه په كلكه نيوكه وكړه او څرګنده يي كړه چې د حكومت د بيلا بيلو ارګانونو مسئولينو سره د پرله پسي غوڼدو په لړ كې د افغانستان د دولت او د اسلامي هيوادونو له خوا د غزني ښار د بيا جوړيدو او پرمختيا په برخه كې هيڅ ډول كار نه دې تر سره شوي ، حتي خښته  په خښته نه ده خودل  شوي . همدا راز نوموړي د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې د وزارت د نه اجرااتو څخه يادونه وكړه ، وي ويل چې دغې وزارت د لازمو پيسو او بودجې په موجوديت سره خپلې ژمنې نه دې عملي كړي او كومې پروژې چې دغې وزارت پورې اړوندې دي په پلي كولو كې يي كوم اقدام نه دې كړي . دغه راز د غزني والي په دغې ښار كې  ترسره شوي كارونونه په ګوته كړل او ويي ويل چې د ښار په دننه كې د سړكونو د اسفالت سربيره د ځينو بهرنيو هيوادونو او خصوصي سكتور په مرسته شپږ هوايي پلونه ، د واسطو پاركينګ او د سيند دواړو خواو ته به سرسبزي ګټې اخستنې ته وسپارل شي او همدا راز ځينې پروژې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د بيا جوريدو او ترميم په حال كې دي . په دې ناسته كې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت معين په وخت سره د پيسو د نه انتقال په باب يادونه وكړه او ويي ويل چې د لسو تاريخي ابدو بيا جوړونه تر سره شوي او ټاكل شوي ده تر دوه زره ديارلسم كال پوري دوه ديرش نورې تاريخي آبدي او د اسلامي موزيم او د غزني د بالاحصار په ګډون يو تعداد پروژې بيا جوړې شي . په غوڼده كې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت معين روښانه كړه چې ځينې نورې پروژې په ګوته شوي ، خو د لازمې بودجې په نسبت د دغو پروژو كار نه دې پيل شوي .

 

همدا راز په غوڼده كې د سوداګرۍ د خونو رييس د غزني ښار د نه جوړيدو په اړه خواشيني وښوده او ويي ويل چې دوه كاله نور هم دوه زره ديارلسم كال ته پاتې دي ، خو تر اوسه د تحداب كار هم نه دې تر سره شوي .

 

نوموړي د ملي پانګوالو او سوداګرو رول د هيواد په جوړيدو او بيا جوړيدو په برخه كې برجسته وبلل ، ژمنه يي وكړه چې په نږدې راتلونكي كې به د غزني ښار د بيا جوړونې په برخه كې د د ملي سوداګرو سره خبرې وكړي تر څو هغوي د دغې امر په تطبيق كې خپل سهم ادا كړي .

 

په پاي كې د مشرانو جرګې لمړي نايب د غزني ښار د بيا جوړونې په برخه كې د دغه ولايت د والي د كوښښونو څخه د يادونې تر څنګ ټينګار وكړ چې د حكومت اړوند ارګانونه بايد د دغې ښار د بيا جوړنې په برخو كې خپلې ژمنې تر سره كړي ، تر څو په دوه زره ديارلسم كال كې د غزني ښار څخه د اسلامي ثقافت او  تمدن مركز تر عنوان لاندې نمانځنه وشي او همدا راز د غزني ښار د بيا جوړنې د كار د چټكتيا په خاطر فيصله وشوه چې د دغې ناستې غړي او د ملي سوداګرو استازي دې د جمهوري رياست د لمړي مرستيال او د غزني ښار د بيا جوړونې د كميسيون له رييس سره كتنه وكړي .