دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۴۰۰ کال د زمري يولسمه
د ملي شورا د دواړو مجلسونو فوق العاده غونډه نن دوشنبه د زمري په يولسمه ترسره شوه.

يادې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ناامنيو د زياتوالي دعواملو او د هغې د مهارولو د څرنګوالي، د سولې ټينګښت ته د دښمن د نه تمايل، د جمهوري نظام ترڅنګ د ملي شورا د غړو او ټولو هېوادوالو د بسيج او ودرېدو او د هېواد امنيتي او دفاعي اتلو ځواکونو څخه د ملاتړ مواردو اړوند وينا وکړه.


دغې ناسته کې چې د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئيسانو او غړو،د ولسمشر مرستیالانو،د سترې محکمې رئيس، وزيرانو، د ملي روغې جوړې د عالي شورا رئيس، يو شمېر جهادي او سياسي رهبرانو ګډون درلود، ولسمشر د بيانيې په وړاندې کولو سره وویل چې د افغانستان خلک ښکاره تيري سره مخ دي او د طالبانو ډلې او د دوی ملاتړو جګړو ته زور ورکړی خو د افغان دولت لخوا لازم تياری نيول شوې ترڅو د يادې ناروا او فتنې ډلې ټول شوم پلانونه لمنځه یوسي.

ولسمشر د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د اتلو منسوبينو او د يادو ځواکونو ترڅنګ د وګړنيز بسيج د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو او اتلوليو څخه په قدردانۍ سره وويل چې اوس د ملامت او سلامت وخت نه دی او ټول په آزموينه کې يو چې بايد متحد شو او له يادې ازموينې بريالي ووځو. نوموړي د ملي شورا د دواړو مجلسونو غړو ته په وینا کې څرګنده کړه:


له تاسو غوښتنه کوم چې جمهوريت ته اوږه ورکړئ ترڅو په يوه غږ د يوه سوله ايز او مرفه افغانستان لپاره کار وکړو، تاسو کولای شئ خلک بسيج کړۍ او د دښمن د دسيسو مخه ونيسۍاو دغه کار تاسو سناتوران او وکيلان کولاي شۍ.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئيس محمد اشرف غني د وينا متن لاندی لینک څخه لاسته راوری.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئيس محمد اشرف غني د وينا متن
د يادولو ده چې د يادې غونډې د پای وروسته سمدستي د ملي شورا دواړو مجلسونو د ولسي جرګې د غونډو تالار کې په فوق العاده غونډه کې د هېواد د روان وضعیت په اړه يې پنځه فقره ئي اعلاميه د رایو په اتفاق تصويب کړه.