اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د تلې ۳ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۶ مه 

د مشرانو جرګې ځینو کمېسیونونو د بېلا بېلو مواردو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئيس عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون غونډه کې د راغلیو عریضو د څېړنو سربېره د کمېسیون د لومړي اجلاس رپوټ اړوند چې عمومي غونډې ته به وړاندې شي خبری وشوی.

په رپوټ کې د پنځلسو قوانینو، کنوانسیونونو او نړیوالو میثاقونو د طی مراحلو او کمېسیون ته د شپږ څلویښتو عریضو او شکایتونو اړوند، د کمېسیون د څارنیزو لیدنو، کمېسیون ته د مسئولانو د استجواب، هېواد کې د تعلیمي او تحصیلي وضعیت د څېړنې او ځینو نورو مواردو څخه یادونه شوی ده.

د کمېسیون د مرستیال سید صفي الله هاشمي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه د وردګ ولایت د عامې روغتیا د رئيس او د بنایي تصدۍ او د ملي پراختیا شرکت د مسئولانو په ګډون سره جوړه او د وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ کې د ملک محمد خان روغتون د نوی ودانۍ د رغاونې په تړاو پوښتنې چې دری کاله یې کیږي بودجه یې منظور شوی او عملي کار یې نه دی پيل شوی مطرح شوی.

ورپسې د بنایي تصدۍ او ملي پراختیا شرکت مسئولانو وویل چې څو ځلې یاده پروژه داوطلبۍ ته سپارل شوی خو د ناامنیو د شتون، سیمه کې د مخالفینو د شتون او د مخالفینو لخوا په غیر قانوني توګه د پيسو اخیستل هغه لاملونه دی چې ګټونکې شرکتونه انصراف وکړي او زیاته یې کړه چې دم ګړۍ د یادې پروژې د لومړۍ مرحلې قرارداد د ولید الیاس ساختماني او سړک رغاونې شرکت سره د چنګاښ په یوویشتمه ترسره شوی چې په نږدی راتلونکې کې به یې چاري پيل شي د یاد شرکت د انصراف په صورت کې به د وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ هغو شرکتونو سره چې یادې سیمه کې کاري تجربه او بلدتیا ولري د میدان وردګ د عامې روغتیا مسئولانو لخوا پنځه شرکتونه معرفي چې یو سره به یې د دواوطلبۍ پرته قرارداد وتړل شي. د غونډې پاي کې د کمېسیون غړو ټینګار وکړ چې د پروژې پلي کیدو کې عملي اقدام وشي چې په دی برخه کې مسئولانو د همکارۍ ډاډ ورکړ.


26-4-1400-Farhangi.JPG

 

د کمېسیون د رئيس محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون ناسته کې د هېواد د امنیتي وضعیت اړوند د بحث سربېره د ملي دفاع وزارت تخنیکي معین، د لوژستیک او تدارکاتو ریاستونو سرپرستانو او د ملي امنیت ریاست پوځي مرستیال سره د ملي اردو د جزوتامونو د اکمالاتو د څرنګوالي او فساد سره د مبارزې اړوند بحثونه وشول.

یادو مسئولانو خپلو ادارو کې د ځینو نمیګړتیاو د منلو ترڅنګ د وګړنیزو پاڅونوالو په تړاو زیاته کړه چې یاد پاڅونونه د کنټرول لاندې دی.

د غونډې پاي کې د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو د نه حضور څخه د نیوکې ترڅنګ د کمېسیون رئيس د نننۍ ناستې اصلي محور فساد سره مبارزه یاده کړه چې د امنیتي ځواکونو جزوتامونو کې شتون لري، ټینګار وشو چې مسئولان دی د فساد د لمنځه وړو برخه کې جدي اقدام وکړي او هم ټینګار وشو چې د هېواد د ملي امنیت شورا دی د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان او د ملي امنیت عمومي رئيس په خپلو بی پایلو ناستو که نه بوختوي ترڅو دوي وکولاي شي خپلو اصلي مسئولیتونو ته رسیدګي وکړي.


26-4-1400-Dfai.JPG

 

د کمېسیون د رئيس محمد حنیف حنیفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون ناسته کې د اقتصادي ستونزو او امتیازي معاشونو د کمښت په غبرګون په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د حکمي کارکوونکو شکایت په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري معین، د ملکي خدمتونو عمومي رئيس، د مالیې وزارت مرستیال او سلاکار سره مطرح شو.

مسئولانو په دی برخه کې د څرګندونو د وړاندې کولو ترڅنګ زیاته کړه چې یاد کارکوونکي د وزارت د پخواني وزیر د تصدۍ په وخت داسی مقرر شوي او د دوي امتیازونه او د تقرر وړاندیز د بستونو اعلان پوري محدود شوی چې د نوموړو چارواکو لخوا د کارکوونکو د تقرر حکم د استمرار یا نه استمرار څخه په څو ګوني تفسیر سره، د کمېسیون غړو اوسنیو شرایطو کې د کارکوونکو د امتیازي معاشونو د کمښت علل اړوند د مسئولانو څرګندونې د نه منلو وړ وګڼلې، پرېکړه وشوه چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د دوي د امتیازونو په ورکړې اقدام وکړي او هم دی د اداری اصلاحاتو کمېۍیون د یاد وزارت سره په همغږۍ په وخت سره د کارکوونکو د بستونو د اعلان برخه کې اقدام وکړي.

د غونډې بله برخه کې د دریمې ناحیې مربوطاتو د نوموړي ترڅنګ ګاونډي د خپلسري لوړ پوړیزوه ودانۍ د رغاونې د ادعا اړوند د حاجی علي محمد نومی شکایت د کابل ښاروالۍ مسئولانو سره مطرح شو، پرېکړه وشوه چې د کابل ښاروالۍ د مقرراتو د تطبیق او د عارض د قناعت ترلاسه کولو برخو کې دی اقدام وشي.

د غونډې بله برخه کې د کمېسیون د لومړي اجلاس د لاسته راوړنو او اجرااتو اړوند بحث او څرګنده شوه چې یادې موده کې د وزیرانو، معینانو او والیانو په حضور سره څلور څلویښت غونډې جوړي شوي او لسګونه عریضو ته رسیدګي شوی، د کمېسیون د غړو څارنیز سفرونه او ځینو نورو مواردو څخه یادونه شوی ده.


26-4-1400-Shikayat.JPG


د کمېسیون د رئيس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه د پلټنې د عالي ادارې د مسئولانو، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جوماتونو د رئيس او د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې د عارضینو په حضور سره جوړه شوه.

غونډه کې د کمېسیون ناسته کې د حج او اوقافو وزارت د اداري معین په نه حضور د نیوکې ترڅنګ ننګرهار ولایت کې د سی اچ سي شرکت ستونزو ته د رسیدګۍ د څرنګوالي اړوند پوښتنې چې د ۱۳۸۹ کلونو په لړ کې د څېړنو وروسته شاوخوا اووه زره ډالر جریمه شوی وو چې د عامې روغتیا وزارت یاد شرکت ته د خبر ورکولو پرته موضوع د مکتوب په ترڅ کې اړوندو ادارو ته لیږلی وه او د یاد شرکت فعالیت وځنډول شو، د شرکت مسئولان عارض شول چې د جریمې د اطلاع پرته موضوع د پلټنې عالي ادارې ته لیږل شوی او دم ګړۍ د شرکت فعالیت د یادې ادارې لخوا ځنډول شوی دی.

26-4-1400-Mukhabirat.JPG

 

د پلټنې ادارې مسئولانو وویل چې موضوع به وڅيړي او په لیکلي توګه به کمېسیون په جریان کې وساتي.

همدا راز د غونډې بله برخه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جوماتونو عمومي رئيس د عارضینو په حضور سره وویل چې د دوي غوښتنو ته رسیدګي شوی او د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې د روښان جومات د ملا اما پر ځاي به بل شخص معرفي او کار به پیل کړي.