اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د تلې ۳ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۶ مه 

د مشرانوجرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غړو نن د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا)، افغان تیلیکام، روشن، افغان بیسیم، ام ټی ان،اتصالات او سلام مخابراتي شرکتونو څخه خپلې څارنیزي څېړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د یاد مطبوعاتي کنفرانس اصلي موخه د مخابراتي لس سلنه محصول د راټولیدو او په دې کې د روڼوالي د څرنګوالي، د ریال ټایم سیستم د کړنو د شتون او غیر واقعي والي د څرنګوالي، د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه د مخابراتي شرکتونو له خالصو عوایدو څخه د دوه اعشاریه پنځه سلنه محصول د راټولونې، یادو بنسټونو کې د ګمارنو او د مسئولانو معاشونه وو.

د کمېسیون غړو وویل، د ریال ټایم سیستم دوه مهمې برخې لري چې یو یې د لس سلنه مخابراتي محصول او بل یې څلرویشت اعشاریه پنځه سلنه مالیات دي چې د دولت او اترا ادارې حساب ته انتقالیږي خو د ۱۳۹۴ کال د تلې میاشتې څخه تراوسه د خلکو او ملي شورا کې د دوی د استازو د اندېښنو سره سره د مخابراتي شبکو څخه د مخابراتي خدمتونو لس سلنه محصول راټولول د بیلینګ سیستم سره وصل نه دی او روڼوالی په کې شتون نه لري.


26-4-1400-Kanfrance.JPG


دوی زیاته کړه چې د کمېسیون څېړنې جوتوي چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت لخوا مخابراتي شرکتونو ته تعرفه ورکول کیږي او پیسې یې د پخواني سیستم له مخې ټولیږي او تراوسه د اترا اداره نه ده توانیدلي چې ریال ټایم سیستم کې معلومات راټول کړي چې د اوس له پاره یاد سیستم یواځې د مخابراتي شرکتونو میدیشن برخې سره تړلی دی چې یواځې د پریپید برخې معلومات ورته انتقالیږي.

همدا راز یې څرګنده کړه چې دوه اعشاریه پنځه سلنه محصول چې د شرکتونو د خالصو عوایدو څخه راټولیږي او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم قانون له مخې باید د مخابراتي پروګرامونو د پراختیا له پاره ولګول شي چې له همدې برخې څخه مخابراتي شبکو په ۱۳۹۷،۱۳۹۸ او۱۳۹۹ کلونو کې دوه اعشاریه اته میلیارده افغانۍ تحویل کړي دي خو معلومه نه ده چې یادې پیسې چیرته او څه ډول لګول شوي دي، له بلې خوا وروستیو دوو کلونو کې دغه پيسې غیر مخابراتي پروژو کې لګول شوي چې یاده موضوع د پوښتنې وړ ده.

دوی د اترا ادارې مسئولانو د معاشونو او تشکیل اړوند وویل مدارک او شواهد ښکاره کوي چې سل تنه په لوړو معاشونو سره د یادې ادارې تشکیل کې زیات شوي او د یادې ادارې رئيس هم لوړ معاش او امتیاز ترلاسه کوي.

په پای کې یې د سلام مخابراتي شبکې د پرمختګ او حفظ او مراقبت ته د مسئولانو د نه پاملرنې، یادې شبکه کې د خدمتونو د ټیټ کیفیت او ځینو نورو مواردو اړوند معلومات وړاندې کړل.