اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د تلې ۳ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۳ مه

د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو او د شکایتونو د اورېدو کمېسیونونو نننیو غونډو کې بېلا بېلو موارد بحثونو کې مطرح شول.

د کمېسیون د رئيس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د کام ایر هوایي شر کت د فعالیتونو او روان کال د پلان د څرنګوالي، د آریانا هوایی شرکت الوتنو کې د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ، د هېواد هوایي ډګرونو کې د څو ساعتونو له پاره د مسافرینو د ځنډ او ځینو نورو مواردو اړوند پوښتنې د کمېسیون د غړو له خوا د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین او د آریانا هوایي شرکت سوداګریز شرکت مرستیال سره مطرح شوی.

ورپسې د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین هېواد کې د هوایي خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په تړاو د معلومات د وړاندې کولو ترڅنګ د اوږدمهاله پلانونو او یادې اداره کې د کړنلارې د ترتیب اړوند کارونو څخه هم یادونه وکړه.


23-4-1400-Mukhabirat.jpg


همدا راز د آریانا هوایي شرکت سوداګریز مرستیال الوتنو برخه کې ستونزو ته د رسیدګۍ او د یاد شرکت د مسافرینو د انتطار اړوند ډاډ ورکړ، په پاي کې ټینګار وشو چې د آریانا هوایي شرکت یو دولتي او ملي شرکت دی چې د پياوړتیا په برخه کې یې باید هر اړخیزه هڅې وشي.

د کمېسیون د رئيس محمد حنیف حنیفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون ناسته کې یوځل بیا د عامې روغتیا وزارت د لشمانیا او ملاریا برخې پرسونل شکایت او د نورستان ولایت د روغتیایي پرسونل د معاشونو د نه ورکړې او بی برخلیکۍ اړوند شکایت د عامې روغتیا وزارت معین او د یاد وزارت د بشري سرچینو رئيس، د پلان او پالیسۍ ریسانو او د نورستان ولایت د عامې روغتیا رئيس سره بحثونو کې مطرح شول.

غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د لشمانیا او ملاریا برخې پرسونل د مسئولانو د څرګندونو د اورېدو وروسته پرېکړه وشوه ترڅو د یاد پرسونل د رسمي استخدام بهیر د آزادې سیالۍ له لارې د یو میاشتې په موده بشپړ شي او همدا راز د دوي معاشونه حواله او د پخوا په شان دندو کې له دوي ظرفیت حخه ګټه واخیستل شي.

دغه راز کمېسیون د نورستان ولایت د موضوع په تړاو د عامې روغتیا وزارت او نورستان ولایت کې د عامې روغتیا وزارت د همکاره پخوانۍ موسسې د مسئولانو څرګندونې واوریدی، د اهیدا موسسه یې یاد ولایت کې د روغتیایي پرسونل د معاشونو ورکړه کې د ځنډ مقصره یاده کړه او ترڅنګ یې د موسسې د رئیس په نه حضور نیوکه او پرېکړه وشوه چې نوموړی د شنبې ورځې غونډه کې حضور راوړي کنه موضوع به د عدلي څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته ولیږي.

همدا راز د کابل برېښنا ادارې لخوا د برېښنا ستنو د نصب بدل کې د ملکیت د اجارزې د نه ورکړې اړوند د کابل ښار د بتخاک سیمې د اوسېدونکې محمد یعقوب شکایت د کابل برېښنا او د یادې ا دارې د مالي ریسانو په حضور سره بحثونو کې مطرح شول.

کمېسیون د دواړو لورو د څرګندونو د اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې د یادو اسنادو د ستونزې د حل پوری دی د برېښنا اداره د اجرااتو په صورت کې د عارض د کرایې د ورکړې برخه کې د ټولو پیرودونکو په نسبت عرفي اسنادو برخه کې اقدام وکړي.


23-4-1400-Shikayat.jpg


دغه راز د پوځي معلوم د معاشونو د نه ورکړې او بی برخلیکۍ د ادعا اړوند د هېواد د یوه بوځي معلول او د فاریاب ولایت د شهیدانو او معولینو د پخواني رئيس وحیدالله ساپي راغلی شکایت د یادې ادارې د بشری سرچینو د رئيس او د شهیدانو وزارت معین سره بحث کې مطرح شول.

مسئولانو د فاریاب د پخواني رئيس د شکایت اړوند زیاته کړه چې نوموړی مخکې په حکمي ډول د رئيس په توګه ټاکل شوی وو خو د بستونو اعلان سره د اداری اصلاحاتو کمېسیون له آدرسنه نوموړي بریالی نه شو چې معیاري نمرې ترلاسه کړي او همدا راز څو ځلې یې د حکمي تقرر و ړاندیز د جمهوري ریاست په نامه ولیږل شو چې په خوشینۍ سره رد شو او همدا راز نوموړي د یوه پوځي معلول د معاش د اجرا په برخه کې ژمنه وکړه چې د نوموړي معاشونه به اجرا کړي.

د غونډې پاي کې د میړه د اکرامیې د مستردیدو اړوند د مسئولانو د ناسم چلند څخه د ترافیکو پولیسو د یوه افسر د میرمنې شکایت د تقاعد خزینې ریاست سرپرست سره مطرح او پرېکړه وشوه چې راتلونکې ناسته کې به موضوع د کورنیو چارو وزارت معین او د یاد وزارت د پيژنتون رئيس سره بحث کې مطرح کړي.