اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د تلې ۳ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۳ مه

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې نننۍ غونډه کې د هېواد د وسله وال پوځ خپلواکې دفاع او مقاومتونو څخه ملاتړ څرګند شو.

غونډه کې سناتورانو د طالبانو د پراخو بریدونو پر وړاندې د هېواد د وسله والو پوځونو د اتلولیو څخه ملاتړ څرګند او ویې ویل چې د اوسني وضعیت څخه د وتو او د طالبانو ډلې شتون څخه د ولسوالیو او بندرونو د پاکولو او د لویو لارو د امنیت ټینګښت له پاره دی ګټور پوځي میکانیزم جوړ شي او د وګړنیزو پاڅونوالو څخه په سمې ګټې اخیستنې سره دوي د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت چوکاټ کې تنظیم شي.


22-4-1400-JAL1.JPG


دغه راز یو شمېر سناتورانو ولسي جرګه که د بادغیس د خلکو استازی امیر شاه نایب زاده د کور محاصره، د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح لخوا رسنیو یې د غږیز ګواښ او د یاد غږ خپرول د قانون پورته او ناماناس عمل یاد کړ، ویې ویل چې باید هر راز تورونه د عدالي او قضایي ارګانونو له لارې وڅېړل شي او اوس دی د نوموړی د کور محاصره چې په کې د کورنۍ ټول غړي شتون لري ژره تر ژره پاي ته ورسوي او ترڅنګ یې د امیر شاه نایب زاده ورور او د مشرانو جرګې غړی ولي شاه نایب زاده د خبرو په ترڅ کې وویل: کومی ادعاوی چې د جمهور رئيس لخوا طالبانو سره زما د ورور د نږدی اړیکو اړوند شوي بی اساسه دي او وروستي بدلونونه چې بادغیس کې رامنځته شوي د حکومتي مسئولانو مدیریتي کمزورتیا ده او زیاته یې کړه په داسې حال کې چې کورنۍ یې تیرو دوو لسیزو کې د نظام څخه د ملاتړ په موخه بی شمېره قربانۍ ورکړي د هېواد د دفاع ياو امنیتي ځواکونو څخه د ځان او مال په بیه ملاتړ کړی او کوي یې چې د دی خاوری دښمن سره هیڅ راز سازش نه لري او باید یادې ادعاوې د قانوني لارو چارو تر څېړنو لاندې ونیول شي ترڅو قضیه روښانه شي.

غونډه کې یو شمېر غړو وویل، طالبانو د سیمو په نیولو سره بشری ضد جنایتونه ترسره کړي، د خلکو د زورونې سربېره یې په چور او تالان لاس پوری کړی عامه تاسیسات او د هېوادوالو کورونه ته یې اور اچولی یا تری د پوځي اډې په توګه ګټه اخلي چې باید د بشری حقونو بنسټونه د یادې ډلې د جنایتونو پر وړاندې پټه خوله پاتې نه شي او زیاته یې کړه، د هېواد بېلا بېلو سیمو کې د جګړو شدت کې د پاکستان استخبارات لوړ رول لوبوی چې باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پآکستان د یادو لاسوهنو اړوند پرېکړه وکړي او په یاد هطواد فشار راوړي ترڅو د افغانستان کورنیو چارو کې د لاسوهنې او طالبانو ډلې د ملاتړ لاس واخلي او یاده ډله اړه کړي چې ترڅو د خبرو اترو میز ته کیني او ټینګار وشو چې زیاترو جګړو کې پاکستاني پوځیان او ملیسشې مخامخ د هېواد وسله والو ځواکونو سره جنګیږي او زیاتره یې وژول کیږي چې باید مسئول ارګانونه یادې قضیې په مستند ډول جوړی او رسنیو، خلکو او نړیوالې ټولنې سره یې شریکي کړي.

همدا راز غونډه کې د پښتو ژبې د لیکوال نصیر احممد احمدي مړینه یوه فرهنګي ضایعه وګڼل شوه او د مرحوم هڅو څخه په قدردانۍ سره د نوموړي د آثارو په چاپ ټینګار وشو.

غونډه کې د مشرانو جرګې دویم نایب محمد اکبر ستانکزی هېواد څخه د دفاع په موخه د وطنوالو د انسجام د اړتیا اړوند وویل، د نن څخه پنځه کاله وړاندې دوست ترکیې هېواد کې د فتح الله ګولن تروریستې ډلې پوری تړلیو کسانو په کودتا لاس پوری کړ خو یاد نیمګړی کودتا د خلکو، ساسی حزبونو او غیری دولتی سازمانونو د مقاومت له امله ناکامۍ سره مخ شوه ځکه ترکانو نه غوښتل چې منتخب دولت یې په غیر قانوني توګه او د زور له لارې ړنګ شي اوس اړتیا شته چې ټول افغانان د ترکیې په شان بسیج او پرینږدي چې ترهګرې ډلې د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ خپلو شومو موخو ته ورسیږي.


22-4-1400-JAL2.JPG


همدا راز د مشرانو جرګې دویم نایب د خپلو خبرو په اوږدو کې د فتح الل ګولن په پوری د تړلو کسانو د کودتا د ماتې د پنځمې کلیزی له امله مبارکي وویله او د افغانستان او ترکیې دولتونو ترمنځ د نیکو اړیکو څخه یې په نيکۍ یادونه وکړه.

د بحثونو پاي کې د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د مرحوم نصیر احمد احمدي او د وروستیو پېښو شهیدانو روح ته دعا وکړه او خپل  د غم شریکۍ مراتب یې د دوي پاتې کسانو وسره شریک کړل.

د مشرانو جرګې رئيس یو ځل بیا د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو اتلولیو څخه ستاینه وکړه او له دوي څخه یې د دی خاوري د رښتینو ساتونکو په توګه یادونه وړه او ویې ویل: تاسو اتلان د ملي حاکمیت، ځمکني بشپړتیا او د خپلو هېوادوالو د ځان او مال د خوندیتوب له پاره د پردیو پر وړاندې په مقدس جهاد بوخت یاست چې خلک او تاریخ به یې هیر نه کړي.

نوموړي همدا راز د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د وګړنیزو پاڅون کوونکو څخه قدرداني وکړه او له حکومته یې وغوښتل ترڅو د دوي مدیریت له پاره مشخص میکانیزم رامنځته کړي. د مجلس رئيس وویل: وسله وال پوځ ته سپکاوی هیڅ راز د منلو نه دی او کوم اشخاص چې داسی اقدام کوي خاینین او غداران دی او باید تر قانوني څېړنو لاندې ونیول شي او ټینګکار یې وکړ چې د ملي دفا وزارت او د ملي امنیت لوي ریاست باید د جګړو ډګرونو کې د پاکستاني وګړو جسدونه کابل ته انتقال د رسنیو په حضور کې یې د یاد هېواد سفارت ته وسپاري ترڅو بیاځل ثابت شي چې د افغانستان جګړه کورني اړخونه نه لري او د پولې څخه دباندې د استخباراتي سازمانونو او ترهګرو ملاتړی یاده نیابتي جګړه پرمخ وړي.

د مشرانو جرګې رئيس زیاته کړه، نن برخلیک ټاکوونکې ورځ ده چې نباید منفي تبلیغاتو لاندې راشو بلکې ټول باید په یوه غږ د خپلې خاورې او نظام څخه ملاتړ او د فاع وکړو.

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه چې د خاورې، خلکو او ټولګټو تاسیساتو څخه دفاع دیني او قانوني مسئولیت دی، دم ګړۍ چې بهرني ځواکوونه د وتو په حال کې دی د طالبانو مشرتابه باید د پردیو څخه لاس واخلي او د خلکو وژنو ته دی د پاي ټکې کیږدي ځکه جګړه د حل لار نه ده او باید د خبرو اترو له لارې هوکړی ته ورسیږي له دی پرته د دوي بیا ځلي کامیت خوب او خیال دی.

د مشرانو جرګې رئيس د ولسي جرګې د غړی امیر شاه نایب زاده د موضوع په تړاو هیله مندي وښوده چې د هېواد عدلي او قضایي ارګانونه به په دی برخه کې په بی پری توګه څېړنی وکړي که چیری لګول شوی تور پری ثابت شي مجازات به شي ځکه صحرایي محکمه او په مرګ ګواښل د قانون خلاف کار دی او سمدستي دي د امیر شاه نایب زاده د کور محاصره ماته شي.

د غونډې بله برخه کې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د تقنیني روان کال د لومړي اجلاس رپوټ د سناتور لطف الله بابا لخوا وړاندې اووویل شول چې په دی موده کې یاد کمېسیون پنځه دیرش غونډې جوړی کړي او په څوارلس تقنینی سندونو کار شوی همدا راز څلرویشت ځلي حکومتي مسئولان د بیلا بېلا مواردو اړوند استجواب شوي او یو پنځوس عریضو ته رسیدګي شوی خو د کابل ښاروال او امنیه قوماندان د کمېسیون پرله پسې ناستو کې نه دی حاضر شوی همدا راز د مخابراتو وزارت، اترا ادارې او مخابراتي شبکو څخه د مخابراتي خدمتونو محصول د راټولول او ځینو نورو مواردو اړوند څارنه شوی ده.


22-4-1400-JAL3.JPG


ورپسې ډاکټر ګل محمد رسولي د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون رپوټ وړاندې او ویې ویل، کمېسیون روان اجلاس کې څلور دیرش غونډې جوړي کړي او په کې پنخلس تقنینی سندونو باندې کار شوی او څو ځلې یې حکومتي مسئولان استجواب کړي او همدا راز د کمېسیون څارنیز پلاوی د ابو نصر فراهي بندر او د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ کې د اور لګیدنې سیمې څخه لیدنه کړی او ترلاسه شوی ستونزی یې مسئولانو سره شریکي کړي دي.

ورپسې د نړیولو چارو د کمېسیون رپوټ سناتور سید صفی الله هاشمي ولوست او ویې ویل، په دی موده کې شپږد دېرش غونډې جوړي شوی په څوارلس تقنینی او نړیوالو سندونو کار شوی او همدا راز د ځینو مسایلو اړوند یو شمېر حکومتي مسئولان او هم د بهرنیو موسسسو مسئولان استجواب شوي د ي.

همدا راز د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون رپوټ د سناتور پيغمبر قول لخوا وړاندې او ویې ویل، کمسیون د روان اجلا په اوږدو کې اوه څلویښت غونډې جوړي او په څوارلسو تقنیني او نړیوالو سندونو یې کار او یو شمېر حکومتي او غیر حکومتي چارواکي یې د بېلا بېلو مواردو اړوند استجواب کړي او هم شپاړس حقوقي شکایتونو ته رسیدګي شوي ده.

ورپسې سناتور قاري میر حاتم تره خېل د ولایتي شوراګانو، مصئونیت او امتیازونو دکمېسیون رپوټ وړاندې او ویې ویل، یادې موده کې د ګڼو موضوعګانو ترڅنګ د ولایتی شورا د یو شمېر وکیلانو غوښتنې یې څېړلي او په یو شمېر قوانینو یې کار کړی او د دی سربیره اته شپیته مکتوبونو باندي کار شوی .

د غونډې پاي کې د هغې ابتکار په موخه چې په دې وروستیو کې د د نیا پوهنتون په لار اچولی او په کې شاوخوا دوه زره ناچاره ځوانانو ته د زدکړو زمینه برابره شوی د یاد خصوصي تحصیلي بنسټ رئیس او اجراایوی مسئول د مشرانو جرګې د رئيس او غړو له خوا تقدیر شول.

د دنیا خصوصي پوهنتون رئيس ا حمد شاه سنګدل د خبرو په ترڅ کې د مشرانو جرګې د معنوي ملاتړ څخه د قدردانۍ ترڅنګ وویل: یاد تحصیلي بنسټ د قلم او سولې ترنامه لاندې پروګرام په لار اچولی چې په کې د ټولو ولایتونو څخه شاوخوا دوه ناچاره محصلانو ته تحصیلی بورسونه په پام کې نیول شوي چې له دی جملې څخه سل تنه یې د امنیتي ځواکونو اولادونه دی.

22-4-1400-JAL4.JPG