د مشرانوجرګه مطبوعاتي دفتر
د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۲مه نېټه .
د ملي شورا د مشرانوجرګې د تسلیت او ډاډګېرنې پیغام
د ملي شورا مشرانوجرګې په خورا خواشینۍ سره خبرترلاسه کړ چې د هلمند ولایت یوتن قومي مشر او جهادي شخصیت حاجي زقوم خان الکوزي د ورپېښې ناورغي له امله له دې فاني دنیا سترګې پټې او خپل روح حق تعالی ته سپارلی.
انالله و انا الیه راجعون
مشرانوجرګه د دې ترڅنګ د مرحوم حاجي زقوم خان الکوزي د وفات له امله خپل د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب د نوموړي له کورنۍ، دوستانو او د هلمند ولایت پتمنو او میړنیو ولسونوسره شریکوي د پاک الله جل جلاله له سپیڅلي درباره خدای بښلي حاجي زقوم خان الکوزي ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته یې د جمیل صبرغوښتنه کوي.
مرحوم حاجي زقوم خان الکوزی جهادي او تاثیرګذاره شخصیت و چې خپل د عمرډیرکلونه یې ولسونو ته د خدمت رسولو په برخه کې تیرکړل او دیوه خواخوږي مشر په توګه توانیدلی و چې د جرګو او مرکو له لارې د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي، چې نشتون یې ضایعه ده ، روح دې ښاد وي.
فضل هادي مسلم یار
د ملي شورا د مشرانوجرګې رئیس