اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د تلې ۳ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ دیارلسمه

سناتورانو د پوځي یونیفورم په اغوستو سره د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ او د طالبانو او د دوي د بهرنیو ملاتړو پر وړاندې د ملي پاڅون د تحقق پر اړتیا ټینګار وکړ.

13-4-1400-JAL1.JPG


دغه غونډه چې د مشرانو جرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ جوړه شوه سناتورانو وویل چې وسله وال پوځ د ترهګرو پر وړاندې چې د پاکستان او نورو هېوادونو د مستقیم ملاتړ څخه برخمن دی او پاکستان ته د وسلو او مهماتو د تسلیمي او افغانستان په ورانولو او د خلکو په وژنو لاس پوري کوي د هېواد د خپلواکۍ، عزت او ملي نوامیسو څخه د دفاع په موخه مبارزه کوي. سناتورانو زیاته کړه چې خلک د دښمن د دسیسو په درک سره اړ شوی ترڅو د هېواد وسله وال پوځ څخه په ملاتړ سره راولاړ او د پردیو د مزدورانو او د طالبانو د هر ډول بریدونو په مقابل کې د خپل کلي او کور څخه دفاع وکړي چې باید دغه وګړنیز پاڅونونو ته د قدر په سترګه ولیدل شي او په سمه توګه مدیریت شي ترڅو نړیوالو ته ثابته شي چې د افغانستان خلک د نړیوالې ټولنې د ناتکمیل ماموریت سره سره د خپل هېواد څخه د دفاع همت لري او په یووالی او همغږۍ سره کولای شي د تیری پر وړاندی ودریږي او هم څرګنده شوه چې امنیتي سکتور کې اصلاحات کافي نه دی او باید جنګي مدیریت کې جدي تدابیر ونیول شي او د دفاعي ځواکونو او خلکو مبارزې د مسلکي پوځي کادرونو لخوا همغږي شي او د اړتیا په صورت کې دی یو غیر متمرکزه جنګي لار رامنځته شي او ټول ځواکونه په یوه وخت ټولو سیمو او اداری واحدونو کې په دښمن برید وکړي ترڅو د طالبانو ملګري او پردي له خپل هېواده وشړي.

سناتورانو سره له دی چې د مکافاتو او مجازاتو په اصل ټینګار کاوه وویل، د جګړو پرته د یو شمېر ولسوالیو پرله پسې سقوط د خلکو اندېښنې او شکونه راپورته کړي او هغه کسانو چې د دلایلو پرته او یا په دندو کې د ناغیړۍ پر بنسټ پوځې اډې او ولسوالۍ پریښې یایې وسلې او مهمات دښمن ته تسلیم کړي باید تر جدي پوښتنو لاندې ونیول شي او حکومت دی د یادې ډرامي حیققت او هم مهمې پیښې خلکو سره شریکي کړي او د هېواد د مسئولیتونو پر وړاندي دی ځوابګویه وی.

غونډه کې یادونه وشوه چې د طالبانو ډلې د بېلا بېلو سیمو په تصرف سره ښکاره جنګي جنایت ترسره کړی او ټول بشري قوانین یې نقض کړي چې کولای شو د کندز ولایت د باغ شرکت سیمې څخه د لسګونه بدخشاني کورنیو د جبري کډه کولو څخه یادونه وکړو.

د مشرانو جرګې غړو همدا راز د وګړنیزو پاڅونوالو پر وړاندې د زلمي خلیلزاد غبرګون په کلکو ټکو وغنده او ویې ویل، د هغې مودې په اوږدو کې چې ښاغلی خلیلزاد د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د استازی په توګه کار کوي د طالبانو ډلې پر وړاندې د امریکا د غلط سیاست پلي کولو سره هېواد کې کړکیچن حالت حاکم شوی، سولې او ټیکاو ته د تللو پر ځاي افغانستان سختو جګړو ته سوق کړی.


13-4-1400-JAL2.JPG


یو شمېر غړو د طالبانو ډلې څخه د نه ملاتړ اړوند د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې دروغ وبللې او ویې ویل، پاکستان د طالبانو ډلې څخه د لوژستیکي او مالي مرستو او متقاعدو جنرالانو او کسانو په لیکو سره په مستقیمه توګه ملاتړ کړی چې ګڼ شمېر اسناد او مدارک حکومت سره شتون لري  او افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې نړیوالې ټولنې ته ښکاره دي باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یادې برخه کې تدابیر ونیسی.

دغه راز غونډه کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو پیسو د ارزښت د ټیټیدو او د لومړنیو او سون توکو د بیو د بی مخینې لوړیدو څخه اندېښنه څرګنده شوه، ټینګار وشو چې مسئول ارګانونه باید یاد وضعیت ته رسیدګي وکړي.

کورنیو بیځایه شویو ته په رسیدګۍ ټینګار، د کرونا آفت سره د جدی مبارزې امر کې د حکومت او خلکو د پاملرنې د جلب، ملي شورا کې د خلکو استازو او په ځانګړې توګه د مشرانو جرګې د غ ړو وړاندیزونو ته د نه پاملرنې په موخه د ملي امنیت شورا څخه نیوکې، د سیاسیونو د اختلافونو په حل ټینګار، د افغانتسان پر وړاندې د امریکا د جمهور رئيس جوبایډن بی پروایۍ باندې نیوکه، د متقاعدو جنرالانو د بیا ځلي جذب په ګډون د نظام بېلا بېلو برخو کې د باتجربه افرادو په ګمارنه تینګار، د غزني د کړکیچن حالت اړوند د یاد ولایت د سیمه ییزو مسئولانو لخوا د ناسمو رپوټونو وړاندې کول، د جنوب لویدیځ د دوو نوموتو قوماندانانو څخه د شهید صفی الله افضلي د شهادت د څلور دیرشم تلین او ډګر جنرال علاوالدین خان سیفي د درویشتم تلین په نسبت د اندېښې څرګندول او ځینې نور مسایل مطرح شول.

غونډه کې د اجنډا سره سم د افغانستان اساسي قانون سره د تقنیني اسنادو د پرتله کولو د څېړنې قانون اړوند د ولسي جرګې د غ ړو طرح او د ژباړې او اسنادو د تصدیق چارو قانون چې د مشرانو جرګې کمېسیونونو کې ترڅېړنو لاندي نیول شوي وو د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون د رئيس او غ ړو لخوا وړاندې او د ځینو پیشنهادي تعدیلونو په راوړلو سره د رایو په اتفاق تصوی شول او هم د مترولوژي قانون طرح چې د مجلس کمېسیونونو کې تر څېړنو لاندې نیول شوی وه د ملي اقتصاد کمېسیون د رئیس او  غړو لخوا وړاندې او د رایو په اتفاق تصویب شوه.

د بحثونو پاي کې د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار د شهیدانو او په ځانګړی توګه د دفاعي او امنیتي ځواکونو شهیدانو روحونو ته په دعا سره د دوي کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او د مجلس د منشي سناتوری راحلې دوستم څخه یې د خپلې یوې میاشتې معاش د ډالۍ په موخه چې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته یې ځانګړی کړ، قدرداني وکړه او ویې ویل چې د اداري پلاوی ټول غړي هم د یادو کورنیو سره مرستو ته تیار دی. 

ایزدیار زیاته کړه چې د مجلس غړو د پوځي یونیفورم په اغوستو سره وښوده چې مشرانو جرګه تل د هېواد د وسله وال پوځ ترڅنګ ده او وی به او د اړتیا په صورت کې به له دوي سره یوځاي د جګړو لیکو ته ورشي.

د مشرانو جرګې لومړي نایب د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې هېواد څخه دفاع کې د خلکو د بسیج او پاڅونونو څخه ملاتړ وکړ او وړاندیز یې وکړ چې یاد ځواکونه دی د امنیتي سکتور چوکاټ کې تنظیم شي، همدا راز نوموړي د وګړنیزو پاڅونوالو په تړاو د زلمي خلیلزاد منفي څرګندونې وغندلې او د طالب ترهګرې ډلې په ګټه او د خکو ټولیزې ارادې ته یې سپکاوی یاد کړ.

ایزدیار د خپلو خبرو دوام کې د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو څخه وغوښتل چې د طالبانو لخوا د بشري حقونو د نقض په تړاو چې د خلکو په جبري کډوالۍ او وژنو لاس پوري کوی او عامه تاسیسات لمنځه وړي، بی تفاوته دی نه پاتي کیږي.

محمد علم ایزدیار طالبانو ته د ولسواليو د تخلیې اړوند وویل چې باید حکومت په دی برخو کې وضاحت ورکړي او یادی عاملین سره د  عسکري قوانینو له مخې چلند وشي او په مقابل کې هغه مسئولان چې د دښمن پر وړاندې ودریږي مکافات شي او غوره ده چې حکومت هغه اشخاص چې ښه تجربه او جګي ظرفیت لري امنیتي پستونو کې وګماري.


13-4-1400-JAL3.JPG


نوموړي ټینګار وکړ چې جګړه د حل لار نه ده او باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي ترڅو د عامه تاسیساتو د تخریب او د خلکو د وینو تویولو مخه ونیول شي او نړیواله ټولنه باید د افغانستان د سولې بریالیتوب کې خپل مسئولیت ادا کړي هغه ډول چې افغانانو د تروریزم سره مبارزه کې خپل مسئولیت د نړیوالې ټولنې پر وړاندی ادا کړ.

د مشرانو جرګې لومړي نایب همدا راز د نننۍ غونډې جمع بندۍ کې د کیوبا پارلمان او فدراتیفي روسیې د دوو میاشتو راستول شوي لیک څخه چې د افغانستان مشرانو جرګې ته هم رارسېدلی چې پاي کې یې د امریکا متحده ایالاتو له لوري په کیوبا د شپیته کلن تحریم د پاي غوښتنه شوی او د نړیوالې ټولنې غوښتنه شوی ترڅو د یاد بهیر څخه ملاتړ وکړي چې د افغانستان مشرانو جرګې په خپل وار د کیوبا هېواد پر وړاندې بېلا بېلو ساحو کې د امریکا د متحده ایالاتو د  اوږد مهاله تحریماتو د رفع غوښتونکې ده ترڅو د یاد هېواد خلک بالاخره د یادو تحریماتو د منفي اړخونو څخه سخت په اوږدمهاله کې ژغورل کیږي.