د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۹ نېټه
د هېواد د امنیتي وضعیت د ارزونې او په ځانګړې توګه د ختیځ زون د امنیت په موخه د ملي شورا مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار او ختیځ زون کې میشت د افغانستان د دعوت اسلامي حزب اړوند لسګونه جهادي قومندانانو، علماو او مشرانو ترمنځ مشورتي ناسته جوړه او لازم تدابیر ونیول شول.

یادې کتنه کې د لغمان، کنړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو په استازولۍ یو شمېر جهادي قوماندانانو او علماو خبرې وکړی او د اوسني وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو او د جهاد، مقاومت او دوو وروستیو لسیزو په اوږدو کې د پروفیسور استاد عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د یاد حزب د لوړ او مهم رول او قربانیو څخه په یادونې سره وویل، د یاد حزب مجاهدینو تل د نظام څخه ملاتړ کړی او باید د دوی رول ته ارزښت ورکړل شي او زیاته یې کړه چې نن هم د ختیځ زون زرګونه مجاهدین او ځوانان د هېواد څخه د دفاع او ملي نوامیسو د ساتلو له پاره ستاسو لارښوونې ته په تمه ده، ترحو یاد مبارزین د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو ترڅنګ د دې خاورې دښمنانو ته غاښ ماتوونکې ځواب ورکړي.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د دوي احساساتو څخه د قدردانۍ په څرګندولو او د دا ډول ناستو په دوام د ټینګار ترڅنګ د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د ستراتیژۍ د عمق او د دوي د نیابتي ډلو اړوند معلومات وړاندې او ویې ویل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جګړو او وینو تویولو د پاي په موخه تل سولې ته ژمن دی او د یاد بهیر د تحقق په موخه یې زیاتې لارې چارې سنجولي، زیاته یې کړه چې د اوسني وضعیت څخه د وتو او د افغانستان اسلامي جمهوری دولت نظام څخه د ملاتړ په موخه د هېوادوالو او مجاهدینو همغږۍ او یوځاي کېدو ته اړتیا ده.

د مشرانو جرګې رئيس هېواد کې د وروستیو ګواښونو پر وړاندې مجاهدینو سره د حکومت د همکارۍ د څرنګوالي اړوند د معلوماتو په وړاندې کولو سره ډاډ ورکړ چې د دوي غوښتنې به د حکومت اړوندو مسئولانو او ځینې برخې به یې د افغانستان د دعوت اسلامي حزب د مشر پروفیسور استاد عبدالرب رسول سیاف سره شریکي کړي او ځینو غوښتنو ته به یې خپله رسیدګي وکړي.