اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د وږي ۲۳ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر 

د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۶ مه 

د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پيغام

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د فاریاب ولایت د علماو شورا رئيس او د اسلامي جمعیت حزب مرستیال مولوي  اسدالله جمالي د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوی وه خپل ابدي ژوند سره یوځاي شو.

انالله واناالیه راجعون

د مرحوم جمالي د مړینې له امله خپل د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب د نوموړي کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او د سنګر ملګرو سره شریکوم، د منان رب له دربار څخه مرحوم ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته یې د جمیل صبر دعاګانې کوم.

مولوي اسدالله جمالي د جهادي، انسان دوست، اتل او پيژندل شویو علماو څخه یو شخصیت وو چې خپل عمر یې د جهاد، مقاومت، خلکو او هېواد ته په خدمت کولو تیر کړ، روح یې ښاد یادونه یې تلپاتې

د مشرانو جرګې لومړی نایب

محمد علم ایزدیار