اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د تلې ۳ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۳۰ مه

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ایزدیار او د مجلس منشي نائب ډاکټر فيصل سميع نن له غرمې وروسته د ویدیو کنفرانس له لارې کابل کې میشت د متحده ایالاتو سفارت مرستیال مک کري سره خبری اتری وکړی.

30-3-1400-MUL4.JPG


د خبرو په جریان کې د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار د امریکا متحده ایالاتو له مرستو او قربانیو څخه د قدردانۍ په څرګندولو سره وویل، سره له دی چې د شلو وروستیو کلونو کې د نړیوالو دوستانو په مرسته د افغانستان بېلا بېلو برخو کې د پآم وړ پرمختګونه رامنځته شوي خو ځینو مواردو کې یادو مرستو د خلکو اصلي غوښتنو او اړتیاو سره مطابقت نه درلود چې کولای شو ټولټاکنو کې د ستونزو، د جګړې د کمزوري مدیریت، د طالبانو پر وړاندې د روښانه سیاست د نشتوالې او ځینو نورو مسایلو څخه یادونه وکړو او زیاته یې کړه چې طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو د هوکړه لیک لاسلیک یادې دلې ته سیاسي هویت وبخښه په داسې حال کې د طالبانو ډله د قناعت وړ او ژمن خلک نه دي او په هغه صورت کې چې افغانستان د نویمې لسیزي په شان له یاده ووځي د سیمې او نړۍ په کچه به جدي ستونزې رامنځته شي. ایزدیار د هېواد دفاعي او امنیتي سکتور کې د بدلونونو څخه په هرکلي سره هیله مندي څرګنده کړه چې باید د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د حکومت د مشرتابه او نړیوالې ټولنې لخوا په جدي توګه ملاتړ شي ترڅو وکولای شي ترهګرو ډلو ته ټکوونکې ځواب ووایي.

30-3-1400-MUL3.JPG


ورپسې د مجلس منشي نایب ډاکټر فیصل سمیع د فقر، بیکارۍ، کرونا ویروس او د جګړو د شدت په ګډون هېواد کې د وروستیو بدلونونو اړند خبری وکړی او ویې ویل، د بهرنیو ځواکونو د شل کاله حضور سره سره اوس هم زموږ خلک د جګړو نه دی خلاص او ګڼې پوښتنې ورسره بی ځوابه دی او زیاته یې کړه چې د طالبانو ډله د سولې پلوي نه ده او د هېواد د نیولو هوډ لري خو اړتیا شته چې هېواد کې د سولې د ټینګښت له پاره د طالبانو ډلې سره د امریکا هوکړه لیک کې له سره غور وشي ترڅو رښتیني او با ضمانته سوله ټینګه شي.

د یاد کنفرانس پاي او د مشرانو جرګې د اداري پلاوی د خبرو د ا وریدو پاي کې کابل کې میشت د متحده ایالاتو سفارت د مرستیال ښاغلي مک کري د دا ډول ناستو په دوام ټینګار وکړ، ویې ویل د امریکا متحده ایالات د افغانانو لاسته راوړنو کې شریکه ده او متبوع هېواد یې د خپلو پوځیانو د وتو وروسته هم بشري مرستو، دوامداره ګډون او افغانستان له پاره خپلو ژمنو باندي پابند دی او کابل کې د امریکا سفارت به یې مدیریت کړي.