اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د وږي ۲۳ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۴ مه 

د ملي شورا مشرانو جرګې د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پيغام

د ملي شورا مشرانو جرګې په ژورې خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د مطبوعاتو په چارو کې د افغانستان د جمهور رئيس ستر سلاکار، لیکوال، خبریال او د هېواد علمي کادر ډاکټر محمد نبی مصداق د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوی وه د پنځه اویا کلنۍ په عمر ومړ.

انا لله و انا الیه راجعون

24-3-1400-Payam1.jpg

د ملي شورا مشرانو جرګه د مرحوم مصداق د ګټورو او علمي کړنو څخه د یادونې ترڅنګ د منان رب له دربار څخه نوموړي ته د فردوس جنت، خپلوانو، علمي ټولنې او د هېواد رسنیو ته د جمیل صبر او زغم غوښتنه کوي.

مرحوم ډاکټر محمد نبي مصداق د بی بی سی پښتو برخې بنسټګر او د بی بی سی راډیو تلویزیون شبکه کې لومړی ویاند او خبریال وو، له مرحوم څخه یو لړ آثار چاپ او خپاره شوي چې نشتون یې یوه علمي تشه ګڼل کیږي ، روح دی ښاد او یاد دی تل پاتې وی

د ملي شورا مشرانو جرګې رئيس

فضل هادي مسلم یار