اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د وږي ۲۳ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر 

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۳مه نېټه 

د ملي شورا د مشرانوجرګې د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

 

د ملي شورا مشرانوجرګې په خواشینۍ سره خبر حاصل کړ چې د لغمان او کاپیسا ولایتونو پخواني امنیه قوماندان پاسوال مطیع الله خان صافي د ورپېښې ناروغي له امله د ژوند پور پرې او له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. 

انالله و اناالیه راجعون


23-3-1400-Payam.jpg

مشرانوجرګه د مرحوم جنرال مطیع خان صافي د وفات له امله خپل د خواشینۍ مراتب د نوموړي له کورنۍ، همسنګرانو او د کونړ ولایت د باتورو ولسونو سره شریکوي او له نوموړي څخه د یوه پیاوړي افسر، مسلکي کادر او مجاهد شخصیت په توګه یادونه کوي او خدای بښلي جنرال صافي ته د لوی رب له درباره فردوس جنت او پاتې کسانوته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي. 

پاسوال مطیع الله خان صافي د اتلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې توانیدلی و چې د خپلو خلکو او هېواد څخه د دفاع په لاره کې نه هېردونکې کارنامې او کړنې ترسره کړي چې نشتون یې ضایعه ده ، روح دې یې ښاد وي .

فضل هادي مسلم یار

د ملی شورا د مشرانوجرګې رئیس