اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۴۰۰ ل
Rahila_Dostom.jpg

======================================================================

د سناتورې اجاڼۍ راحلې دوستم ژوند لیک

انتصابي- جوزجان

راحله دوستم د مارشال عبدالرشید دوستم مشره لور ده چې ۱۳۶۴ کال کې د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې زیږیدلې ده، لومړنۍ زدکړې یې ۱۳۸۷ کال کې د شهید جنرال عبدالحکیم قهرمان لېسه کې پاي ته رسولي او د لیسانس سند یې ۱۳۹۴ کال کې د ترکې دوست هېواد غازي پوهنتون څخه ترلاسه کړ.

حجانۍ راحله دوستم وروستیو کلونو کې په عمده توګه د دوستم خیره بنسټ مشري او د شهیدانو کورنیو سره د مرستو رسولو چارې پرمخ بیولي، نوموړې تل تحصیلي، ټولنیزو، فرهنګي او حکومتي ادارو کې د ښځو د ګډون څخه د ملاتړ په لاره کې پراخ فعالیتونه کړي دي. همداراز ناچارو ماشومانو ستونزو ته رسیدګي او اړمنو هېوادوالو سره مرسته د نوموړې د علاقې وړ فعالیتونو څخه ګڼل کیږي.

مېرمن راحله دوستم ۱۳۹۹ کال کې د ملي شورا مشرانو جرګه کې د انتصابي سناتورې په توګه دنده پيل کړه او د یادې جرګې د اداري پلاوی ټاکنو کې د رایو په اکثریت د مشرانو جرګې د منشي په توګه وټاکل شوه.