د سناتور محمد اکبر ستانکزی ژوند لیک
د مشرانو جرګې د اوولسمې دورې انتصابي سناتور الحاج محمد اکبر ستانکزی د غلام فاروق زوي چې ۱۳۵۹ کال کې د لوګر ولایت مرکز کې وزیږید.
نوموړي د پوهنیزې او تحصیلي دورې د بشپړېدو ورسته د عامه اداې برخه کې د دنیا پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او په شپاړسمه تقنیني دوره کې یې ولسي جرګه کې د لوګر ولایت د خلکو د منتخب استازې په توګه دنده ترسره کړی ده.
نوموړی د شپاړسمې دورې د پاي وروسته اوولسمې دوره کې د افغانستان د جمهور رئيس محمد اشرف غني لخوا د انتصابي سناتور په توګه معرفي او د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون غړیتوب یې ترلاسه کړ او د قوانینو او کنوانسیونونو د څېړنو او مطالعاتو په لار کې یې ګټور او فعال رول ادا کړ او دم ګړۍ د مشرانو جرګې د دویم نایب په توګه دنده ترسره کوي.