اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لندۍ ۱۶ مه٬ ۱۴۰۰ ل

Muqtadir_BOOS.jpg


د مشرانوجرګې د دارالانشاء د لوی رئیس عبدالمقتدرناصري ژوند لیک

عبدالمقتدر ناصري په ۱۳۵۹ لمریز لیږدیز کال کې د ننګرهار ولایت، چپرهار ولسوالۍ په یوه متدینه او متوسطه کورنۍ کې پیدا شوی، لا درې کلن وو چې کورنۍ یې پاکستان ته هجرت وکړ. د لومړني ښوونځي تر بشپړیدا وروسته ناصري د متوسطه دورې لپاره د سید جماالدین افغان لیسه کې په زده کړه پیل وکړ خو په ۱۳۷۲ لمریز لیږدیز کال کې بیرته افغانستان ته راوګرځېد او د لېسې دورې پاتې زده کړې یې د چپرهار په عالي لیسه کې بشپړې کړې. 

ښاغلی عبدالمقتدر ناصري لا دولس کلن وو چې په ۱۳۷۲ کال کې په پېښور کې یې د IRC  د انګلیسي ژبې د زده کړې پروګرام بشپړ او له Advance Two څخه فارغ شو. 

د لېسې څخه تر فراغت وروسته ناصري د کانکور ازموينې له لارې د مرستیال ډاکتر (فلشر معالجوي) څانګې ته بریالی او د کدري نمرو په تر لاسه کولو ترې په ۱۳۸۰ کال د معادل لسانس په سویه فارغ او په ۱۳۸۱ کال کې په همدغه انسټیټوټ کې د کدري استاد په توګه دنده پېل کړه چې تر ۱۳۸۸ کال پورې یې په بېلابېلو څانګو کې تدريس وکړ. 

ښاغلی ناصري خپله ماسټري د عمومي مدیریت  (General Management) برخه کې په ۱۳۸۵ کال کې د پاکستان په پرسټن پوهنتون کې بشپړه کړه. 

د وخت په تېریدو سره، ښاغلي عبدالمقتدر ناصري د خپل ځانګړې علاقه مندۍ له مخې خپله کاري ساحه بدله کړه او د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي کې یې زده کړې پیل کړې چې په ۱۳۹۰ کال کې د حقوقو او سیاسۍ علومو د اداره او دېپلوماسۍ له څانګې څخه فارغ شو. 

همدارنګه ناصري په کال ۱۳۹۰ کې د ملګرو ملتونو د یونیټار (UNITAR) یو کلن پروګرام کې شامل او په ۱۳۹۱ کې ترې د بریالیتوب سند تر لاسه کړ.  

ناصري د هیواد دننه او بهر تر پنځوسو ډیرو بیلابیلو برخو کې لنډ مهالی روزنیزو پروګرامونو کې زده کړې تر لاسه کړي. همدارنګه ناصري په بېلابېلو برخو کې د هیواد دننه، د حکومت لوړپوړو چارواکو ته تر دېرشو زیاتو لنډ مهاله پروګرامونو له لارې روزنه ورکړې ده. 

ښاغلی عبدالمقتدر ناصري، په لنډ مهاله روزنيزو پروګرامونو کې د ګډون په موخه تر اوسه پورې د (جنوبي کوریا، هندوستان، فرانسه، منګولیا، کمبودیا، جنوبي افریقا، اندونیزیا، متحده عربي امارات، سریلانکا، نیدرلینډ یا هالنډ، ازربایجان، او تایلینډ) هیوادونو ته سفرونه کړي دي. 

د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ولایتونو لپاره پنځه کلن ستراتیژیک پلانونه د ښاغلي ناصري په نوښت او د ده تر مدیریت لاندې جوړ شول، ده په لومړي ځل په ۱۳۸۸ کال کې په امتحاني ډول د هرات ولایت لپاره پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړ کړ، چې د ښې پایلې په درلودلو سره د حکومت د مشرانو او نړیوالې ټولنې لخوا د یو بې ساري نوښت په توګه تاييد شوه او بیا دا پروسه د ښاغلي ناصري تر مدیریت لاندې د هیواد نورو ولایتونو ته وغزول شوه. 

ښاغلی ناصري اوه کاله د ننګرهار د روغتیايي علومو انسټیټیوټ کې د کدري استاد په توګه خپل هیواد او هیوادوالو ته خدمت کړی. په همدې موده کې ناصري دوه کاله د (روغتیايي مشال) درې میاشتنۍ مجلې مسؤل مدیر او بیا یو مهال د (غوټۍ) مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی. 

ناصري د فنکا افغانستان، نړیوالې مؤسسی سره په ۱۳۸۵ کال میزان میاشت کې د لغمان ولایت د مالي او اداري مسؤل په توګه دنده پیل کړه، چې له څلورو میاشتو وروسته د ادارې د رهبرۍ لخوا د ختیځ زون د تفتیش مسؤل په توګه وګمارل شو. وروسته د یادې مؤسسې د ټول ختیځ زون د رئیس بست ته یی ارتقا وکړه او یو څه وخت وروسته کابل مرکزي دفتر کې د پالیسۍ او بازار موندنې برخې مسؤل په توګه وټاکل شو چې د ۱۳۸۷ کال تر پیله پورې يې همدا دنده پر مخ بیوله. 

ښاغلی عبدالمقتدر ناصري د ۱۳۸۷ کال له پیله د USAID د سیمه ییزې حکومتوالۍ او ټولنيز انکشاف (LGCD) پروژې سره د ختيځ زون د حکومتوالۍ مسؤل په توګه دنده پېل کړه چې د ۱۳۸۷ کال د دلوې میاشتې پورې یادې ادارې سره دنده اجرا کړه، چې له همدې نیټې وروسته یې د سیمه ییزو اروګانونو خپلواکې ادارې سره دنده پیل کړه. 

ناصري د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سره د ولایتي ستراتيژیک پلان جوړونې د کارپوه په توګه دنده پیل کړه، د ۱۳۸۹ کال د ثور په میاشت کې یې د ولایتونو، ولسوالیو او کلیو د پالیسيو آمر او د ولایتي ستراتیژیک پلان جوړونې د ډلې مشر (ټیم لیډر) په توګه وټاکل شو، او بیا د ۱۳۹۲ کال د حمل په شپږ ویشتمه نېټه د ولسمشر د حکم له مخې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پلان او پالیسۍ د رئیس په توګه وټاکل شو. 

ناصري په افغانستان کې د پالیسیو او سیمه ییزه حکومتوالۍ په برخه کې بیلابېلې مقالې لیکلي چې په نړیوالو ژورنالونو کې خپاره شوي دي. 

ښاغلي ناصري د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سره د ماموریت په دوران کې د افغانستان حکومت لپاره په لس ګونو طرحې لیکلي د بېلګې په ډول: (د ولایتونو او ولسوالیو تر منځ د درجه بندۍ له منځه وړل، په ولایتونو کې د نایب الحکومه بست ایجادول – ګټې او تاوانونه یې، د ولایت حقوقي شخصیت د تعریف طرح، د منځنۍ اسیا هیوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا په موخه په شمالي سرحدي ولسوالیو کې د بندرونو د ایجاد لپاره د شته ظرفیتونو مطالعه، په اته اتیا (۸۸) سرحدي ولسوالیو کې د خدماتو او حکومتوالۍ د وضعیت څیړنه او د وضعیت د ښه والي لپاره وړاندیزونه، د مدني ټولنو سره د مشارکت طرح، د والي – عدلي او قضایی سکتور – او امنیتی سکتور تر منځ د اړیکو حقوقي څیړنه او وړاندیزونه، د ښځو د سیاسي مشارکت طرح، او داسې نور)

عبدالمقتدر ناصري چې د سیمه ییزې حکومتوالۍ د پالیسۍ د جوړولو د پروسې مستقیم مدیریت مسؤل وو، له نیکه مرغه یاده پالیسي ۱۳۹۷ کال د غوایي یا ثور په څلورویشتمه نېټه د ولسمشر لخوا ومنل شوه. 

د دې تر څنګ ښاغلی ناصري د یو شمېر مهمو اسنادو په ترتیبولو کې مستقمیا برخه او مهمه ونډه لرله، د بېلګې په ډول: د ځوانانو ملي پالیسي، د ځوانانو د ملي پالیسۍ د تطبیق ستراتیژی، د داخلي بې ځایه شویو پالیسي، د کډوالو او بېرته راګرځیدونکو ستراتیژي، د افغانستان پنځه کلن انکشافي پلان، د سیمه ییزې حکومتوالۍ اړوند د ملي لومړیتوب لرونکي پروګرام یا NPP-LG ، د سیمه ییزه پلان جوړونې پالیسي، د ولایتي بودجه جوړونې پالیسي، د ولایتي انکشافي پلان جوړونې جامع لارښود، د افغانستان د تحقیق او تحلیل واحد (AREU) لخوا خپریدونکي ځیني څیړنیز اسناد، او داسې نور. 

همدارنګه ناصري د پنځه ویشت (۲۵) هغه بېلابېلو اسنادو (طرحو، طرزالعملونو، پالیسیو، ستراتیژیو...) د جوړونکي ټیمونو غړی وو چې د امنیت شورا د دفتر لخوا ترتیب شوي دي. 

عبدالمقتدر ناصري د ۱۳۹۷ کال د حمل یا وري میاشتې په اوه ویشتمه نېټه د ولسمشر لخوا د مشرانو جرګې د دارلانشاء لوی رئیس په توګه وګمارل شو.