اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لړم ۴ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۹ نېټه

د یو شمېر ولایتونو د بشري سرچینو ریسانو نن د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار او دجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار سره د دوی کاري دفترونو کې په جلا توګه وکتل.


9-3-1400-MUL1.JPG


کتنو کې د ۳۴ ولایتونو د بشري سرچینو د رئیسانو په استازولۍ دولسو تنو، د بشري سرچینو د بستونو د خوندیتوب اړوند د دوی له هڅو،ملي اونړیوالو ناستو او عمومي مجلسونو کې د مشرانوجرګې د رئيس او لومړي نایب له دریځونو څخه په ملاتړ سره مننه وکړه او خپل د منننې مراتب یې د حکاکۍ لوحو په ډالۍ کولو سره څرګند کړل.


9-3-1400-MUL2.JPG


ورپسې د مشرانوجرګې رئيس او لومړي نایب د بشري سرچینو رئیسانو ته د یو لړ کاري مشورو د ور کولو ترڅنګ ټینګار وکړ چې د دولتي کارکوونکو په استخدام کې باید سلیقوي چلند ونه شي او د شایسته سالاري اصل ته پام وشي او مسؤولین باید خپلې کاري چارې د نافذو قوانینو چوکاټ کې تنظیم کړي.


9-3-1400-MUL3.jpg


د ویلو ده چې څه موده وړاندې د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د طرحې پر بنسټ د ولایتونو په کچه د بشري سرچینو بستونه د سوانحو او ظرفیت لوړونې آمریتونو ته تنزیل شوي وو، په داسې حال کې دوی د آزادې سیالۍ له لارې د ریاستونو په بستونو کې استخدام شوي وو چې د سنامجلس د مشرتابه د پاملرنې او رسیدګي په اساس یاد بستونه د بشري سرچینو د ریاستونو په نامه بیاځلې حفظ شول.

9-3-1400-MUL4.jpg