اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د غويي ۳۰ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غویي ۲۱ مه نېټه

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د سېشنبې ورځې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر د مخابراتي خدمتونو د لس سلنه محصول د راټولوېدو د ځانګړتیاو او نورو پوښتنو اړوند ځوابونه وړاندی کړل.


21-2-1400-JAL1.JPG


یادې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیرې معصومه خاوري څخه د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون رئيس لطف الله بابا او نورو غړو د عوایدو د راټولېدو او د مخابراتي شرکتونو څخه د ټکس اخیستو د ځانګړتیا، د انټرنټ د تري جی او فورجي خدمتونو برخه کې د یاد وزارت د پالیسیو د کاري ځانګړتیاو، د سایبري جرمونو سره د مبارزې، د تیلکام کمپنۍ خدمتونو د کمزورتیا، د ادارو د برېښنایی کېدو او ځینو نورو مسایلو اړوند یو لړ پوښتنې مطرح کړی.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیرې معصومه خاوري د یاد وزارت د تشکیل او هم د افغان پست ادارې او افغان تیلي کام مخابراتي شبکې د خپلواکېدو اړوند معلومات وړاندې کړل او له پیله یې د مخابراتي خدمتنو لس سلنه محصول څخه د ۲۴ میلیارده افغانیو د راټولیدو څخه خبر ورکړ او ویې ویل چې مخابراتي شرکتونه هرو پنځلس ورځو کې خپل رپوټونه د مخابراتو او مالیې وزارتونو او اترا ادارې  سره شریکوي چې پر بنسټ یې د مخابراتو وزارت تعرفې ترتیبوي او شرکتونو ته یې تسلیموي ترڅو د پنځلس ورځو موده کې د مخابراتي خدمتونو د محصول عواید د مالیې وزارت کې تحویل کړي چې د یاد بهیر څارنه د دولس  غړیز ټیم لخوا ترسره کیږي، او د ریال ټایم او بیلینګ سیستمونه د اترا ادارې تخنیکي کار دی او دې وزارت سره کاري تړاو نه لري. نوموړې همدا راز د مقرریو، سایبري امنیت، د ادارو د ډیجیټل کېدو او ځینو تقنیني تعدیلونو اړوند هم معلومات شریک کړل.


21-2-1400-JAL2.JPG


همدا راز د افغان تیلي کام او سلام مخابراتي شبکو استازو یادو بنسټونو کې د سرپرستیو، د پرمختیایي پروژو د نه پلي کېدو، ارزګان، هلمند او ځینو نورو سیمو کې د مخابراتي فعالیتونو د ځنډیدو او یادو ستونزو ته د رسیدګۍ د څرنګوالي اړوند معلومات وړاندې کړل. د دوي د خبرو اورېدو وروسته د مشرانو جرګې رئيس وویل، د مالیې او مخابراتو وزارتونو د پخوانیو مسئولانو د ژمنې سره سره د خواشینۍ ځای دې تراوسه د ریل ټایم سیستم فعال شوی نه دی چې د اندېښنې وړ ده او خلک حق لري پوي شي چې هغه پيسې چې ک مصرفي کریډټ کارتونو څخه راټولیږي څرنګه او چیرې جمع کیږي او په کې روڼوالي شته. دوي څرګنده کړه ترڅو یوې راتلونکې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزیر او اترا ادارې د سرپرست په حضور سره یاده موضوع په پراخ ډول وڅيړل شي او مسلې په تړاو اړوند موضوعګانې هم د افغان تیلي کام مخابراتي شبکې رئيس سره مطرح شي.

د غونډې آزادو بحثونو کې سناتورانو د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت ټول اسلامي امت او په ځانګړی توګه د هېواد زړه ورو منسوبینو ته چې د خاورې د قسم خوړلو دښمنانو پر وړاندې یې خپلې سینې سپر ګرځولي مبارکي وویله او د اختر رارسېدل یې هېواد کې د سولې د ټینګښت او جګړې او وینې تویونې د لمنځه وړو له پاره زیری وګڼه.

برخی اعضا با اشاره به اعلام آتش در روزهای عید ازسوی گروه طالبان، آتش بس دایمی وتامین صلح را از نیازهای مبرم جامعه دانسته، هشدار دادند در صورتیکه طالبان دراین چند روز، به تجدید قوا بپردازند باید عملکردهای‌شان زیرنظرنیروهای دفاعی وامنیتی قرار داشته باشد و تذکر رفت که به اثرشدت جنگ‌های اخیردرنقاط مختلف کشور، شماری زیادی شهروندان ازمنازل شان بیجاه شده و دار وندار خودرا از دست داده اند که باید به وضعیت ایشان رسیدگی صورت گیرد.


21-2-1400-JAL3.JPG


ځینو غړو د طالبانو ډلې لخوا د اخترو ورځو کې د اوربند اعلان ته په اشارې سره تل پاتې اوربند او د سولې ټینګښت د ټولنې له مهمو اړتیاو یاده کړه، خبرداری یې ورکړ په هغه صورت کې چې طالبان په دي څو ورځو کې د ځواک په تجدید لاس پوري کړي باید کړنې یې د  امنیتي او دفاعي ځواکونو نظرلاندي وي او یادونه وشوه چې د هېواد بېلا بېلو سیمو کې د وروستیو جګړو د شدت له امله ګڼ شمېر هېوادواول

سناتورانو کابل او لوګر کې په مظلوماته توګه د زده کوونکو د شهادت له امله د حکومت لخوا د سېشنبې په ورځ د ملي ماتم د اعلام سره اړیکه ونیوله او ځان یې یاد ملي ماتم کې شریک وباله.

همدا راز غونډه کې یو شمېر سناتورانو د الاقصی جومات کې پر فلسطیني لمونځ کوونکو د صهیونیستي رژيم ځواکونو وروستي بریدونه او تاوتریخوالی په کلکو ټکو وغنده، د اسلامي هېوادونو کنفرانس څخه یې وغوښتل چې د اسرائیلي پوځیانو د دغه جنایت پر وړاندې دی پټه خوله نه پاتی کیږي او د فلسطیني مسلمانانو حقوقو څخه ملاتړ وکړي.

د پورتینو بحثونو جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د ملي ماتم اعلام څخه په یادونې سره کابل او لوګر کې د وروستیو پېښو په نسبت یوځل بیا د خواخوږۍ مراتب څرګند کړل او د طالبانو ډلې د دری ورځني اوربند اعلان ته په اشارې سره یې وویل: سوله د هېوادوالو غوښتنه او آرمان دی او افغانان د تل پاتي او باعزته سولې غوښتونکي دی چې باید د طالبانو ډله او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ورباندې زیات تمرکز وکړي ترڅو څلویښت کلنه جګړه پاي ومومي.

د مشرانو جرګې رئيس د کوچني اختر د رارسېدو له امله د افغانستان ټول مسلمان ملت ته مبارکي وویله او د سولې او ټیکاو د ټینګښت له پاره د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو هڅو او قربانیو څخه قدرداني وشوه.


21-2-1400-JAL4.JPG


د مشرانو جرګې رئيس د صهیونستي رژیم وروستي تاوتریخوالي په کلکو ټکو وغندل او ځان یې فلسطیني مسلمانانو سره په غم کې شریک وګڼه او ویې ویل، بیت المقدس د مسلمانانو زړونو کې ځانګړی ځاي لري او اړتیا شته چې د اسلامي هېوادونو مشران او پارلمانونه د اسرائیلو د ظالمانه کړنو پروړاندې په یوه غږ چلند وکړي او هم د افغان حکومت څخه وغوښتل شول چې د تیر په څیر د جنایتونو پر وړاندې په جدیت سره عمل وکړي.