اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۶ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۲۰ مه نېټه

د مشرانوجرګې یوشمېرکمېسیونونو دبېلابېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل .

د کمېسیون د رئيس محمدحنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو کمېسیون غونډه کې د استقلال، صحت طفل، وزیر محمد اکبرخان، عاجل ابن سینا،صدری ابن سینا، محمدعلي جناح،میوند او افغان جاپان روغتونونو رئیسان د تقدیر لیک په ورکړې سره وستایل شول .

د تقدیر لیکونو د ورکړې په وخت د علمي لاسته راوړنو او جراحي عملیاتو د اجرا په وخت د یادو روغتونونو د روغتیایي پرسونل د ځینو لاسته راوړنو څخه یادونه وشوه .

د یادو روغتونونو ومسئولانو د شکایتونو اوریدو کمېسیون معنوي تقدیر څخه خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې د هېواد روغتیایي پرسونل به د شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې د ناروغانو درملنه کې د هیڅ راز کوښښونو ډډه ونه کړي .

 دغه راز غونډه کې د ملي دفاع وزارت د بشري سرچینو رئيس سره د ګمارنې بهیر څخه د یاد وزارت د ملکي یو شمېر کارکوونکو څخه راغلي شکایتونه بحث کې مطرح شول چې یاد رئيس ژمنه وکړه چې د نوي تشکیل ترتیب سره به یاده ستونزه حل شي .


20-2-1400-Shikayat.JPG

 

د کمېسیون د مرستیالې فرحناز پامیري په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون ناسته کې د راغلیو عریضو د څېړنو سربېره،  د دشت برچي سیمه کې د سید الشهدا پر ښوونځي تروریستي برید په کلکو ټکو وغندل شو او ټینګار وشو چې اړوند امنیتي مسئولان دې د پېښې د عاملانو پیژندلو کې او عدلي او قضايي مراجعو ته د دوی د معرفۍ په برخه کې جدي اقدامات او هڅې  وکړي .

20-2-1400-Rifai.JPG

 

د کمېسیون د رئيس ډاکترمحمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو،کوچیانوچارو، معلولینو او شهیدانو د پاتې کسانو چارو د کمېسیون غونډه کې د کیمیاوي او عضوي سرو د تنظیم قانون د تعدیل طرحه تائید شوه .

همدا راز دشت برچي سیمه کې موټربم برید او زابل او پروان ولایتونو کې د ماین چاودنې چې د ګڼ شمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کیدو سبب شول، په کلکو ټکو و غندل شول او د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د شهیدانو له پاره فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا دعاوې وشوې او د امنیتي مسئولانو وغوښتل شول ترڅو د دې بشري ضد جنایتونو طرحه کوونکي او عاملین ونیسي او عدلي او قضایي مراجعو ته یې معرفي کړي .


20-2-1400-Aqwam.JPG

 

د کمېسیون د رئيس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګی، پوهنې او لوړو زدکړوچارو د کمېسیون ناسته کې د کابل ښار د سید الشهدا لېسې ترڅنګ تروریستي پېښه په کلکو ټکو وغندل شوه او د ویره اچوونکو یاده کړنه غیراسلامي عمل وګڼل شو او ټینګار وشو چې امنیتي ځواکونه دې د پیښې طراحان ونیسي او د قانون منګلو ته دې وسپاري. 

د غونډې بله برخه کې د محدود المسولیت شرکتونو قانون اړوند ۲۵۵ ګڼه تقنیني فرمان د مطالعې وروسته تائید شو .


20-2-1400-Farhangi.JPG

 

د مولوي غلام محی الدین منصف په مشري د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون ناسته کې د قضایيه قوې د تشکیل، واکونو او دندو قانون اړوند د غړو نظریې یاد داشت او ترڅنګ یې د محددو المسولیت شرکتونو قانون په اړه ۲۵۵ ګڼه تقنيني فرمان په تړاو د کمېسیون نظریې اړوند کمېسیون ته ولیږل شوې .


20-2-1400-Adli.JPG

 

د کمېسیون د رئيس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د ملکي هوایي چلند ادارې د مسئولانو نه حضور سبب شو چې مسکو کې د آریانا هوایي شرکت د یوې الوتکې د ځنډ، د هوایي شرکتونو د پوروړتیا او باختر شرکت ته د آریانا یوې الوتکې د ورکړې مواردو ته رسیدګي ونه شي 

کمېسیون د هغوی نه راتګ باندې سختې نیوکې وکړی او د دوی یاد عمل یې دقانون خلاف وګاڼه او ټینګار یې وکړ که چیری راتلونکې ناسته کې حاضر نه شي دوي سره به قانوني چلند وشي

دغه رازغونډه کې دشت برچي کې د سید الشهدا ښوونځي ترڅنګ تروریستي پېښه او پروان ولایت کې ماین سره د کاسټر موټر د لګیدو او ماین سره زابل ولایت شهر صفا کې د یوه ۴۰۴ بس د برخورد پېښې په سختو ټکو وغندل شوې شهیدانو له پاره د فردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعاګانې وشوی.

همدا راز غونډه کې د هېواد بېلابېلو سیمو کې د وروستیو اور لګیدنو دعواملو اړوند خبرې اوڅرګنده شوه چې د یاد حالت دوام د سوداګرو اندېښنې راپورته کړي چې باید مسئولان د یادو پیښو تکرار څخه د مخنیوي په موخه ګټور تدابیر ونیسی

همدا راز کمېسیون د لویې څارنوالۍ، اداري فساد سره دمبارزې کمېسیون، د پلټنې عالي ادارې مرستیالانو او د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو رئیس څخه وغوښتل چې یوې ناسته کې حاضر او د یولړ مواردو اړوند د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي .

په پاي کې ټینګار وشو چې اړوند مسئولان دې یوې ناسته کې ګډون وکړي ترڅو کابل ښار د ترافیکي بی حده ګڼې ګوڼې څخه د وتو، کانالیزاسیون د جوړېدو او ځینو نورو مسایلو اړوند بحثونه ترسره شي .


20-2-1400-Mukhabirat.JPG

 

د یوبل خبر له مخې په پرونۍ عمومي غونډه کې دکابل ولایت شکر درې ولسوالۍ کې د روان کال د غویي د دولسمې نېټې اور لګیدنې څخه د محمدرحیم حسنیار په مشرۍ د ملي اقتصاد کمېسیون د پلاوي راپور وړاندې شو .

محمد رحیم حسن یار وویل چې یادې اور لګیدنه کې موټر لرونکو او د سیمې اوسېدونکو ته زیانونه اوښتي دي او یاد پلاوي د شکر درې ولسوال، د تیلو ټانکونو اتحادیې رئيس، د پنجشیر- کوهدامن تیلو ټانک خاوند او ځینو زیانمنو سره لیدلي دي  . 

هغه څرګنده کړه چې د شکر درې ولسوال د یادې پېښې په تړاو وویل، چې د غويي په دولسمه شپه دې ولسوالۍ کې میشت د کابل ښار کمربند سیمه کې شته ټانکرو څخه یو یې چاودنه وکړه او ورپسې څو نورو ټانکرو، بار وړونکو موټرو، مسافر وړونکو او د پنجشیر- کوهدامن تیلو پمپ اور واخیست چې د ولسوالۍ او امنیه قومانۍ مسئولان ژر ساحې ته ورسیدل او سړکونه یې وتړل خو د اور پراخوالی زیات وو او د مړ کېدو امکان یې نه کم وو .

سناتور حسن یار زیاته کړه چې یوشمېرچلوونکو زیات اورته د پام پرته د خپلو موټرو د ژغورنې له پاره اقدام وکړ چې پایله کې ځینو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د نوموړي په وینا یادې پېښه کې د نفتو او ګازو ټانکرو، مسافر وړونکو او تیر رفتاره موټرو په ګډون پنځه پنځوس وسایط سوځیدلي او د پنجشیر کوهدامن تیلو پمپ هم سوځیدلی او د استوګنې یو شمېر کورونه زیانمن شوي او اوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان دی .

همداراز یې وویې چې د تیلو ټانکرو اتحادیې رئيس هم څرګنده کړه چې د کابل امنیه قوماندانۍ امنیتي پوسته سیمه کې بار وړونکو او د نفتو موټر ته د شپې ترلسوبجو د تګ اجازه نه ورکوي او نه د بار وړونکو موټر ودریدو له پاره کوم مشخص ځای ټاکل شوی او موټر لرونکي مجبور دي چې د کابل پروان عمومي سړک غاړو کې د ښاري کمربند پوستې ترڅنګ راټول شي چې سیمه کې د دوي راټولیدل د ناوړه پیښو لامل ګرځي.

د تیلو ټانک لرونکو اتحادیې رئيس د لویو لارو په اوږدو کې د پيسو اخیستو او زورواکۍ حخه په یادونې سره زیاته کړه چې یاد ټانکرونه متوسطو سوداګرو پورې تړاو لري، د شکردرې د التفات کلي ملک د څرګندونو له مخې د کابل ښار کمربند پوستې منسوبین ټولو بار وړونکو موټرو له دې جملې څخه د نفتو او ګازو ټانکرونو، د غذایی موادو، میوې، ترکارۍ بار وړونکو موټرو ته د شپو ترلسو د تګ اجازه نه ورکوي او د ټولو موټر لرونکو څخه پيسې اخلي او یاد موټر د سړک په غاړه د استوګنې کورونو ترڅنګ ودریږي او میوې او ترکارۍ یې لمنځه ځي چې د سیمې خلکو په کراتو د کورنیو چارو وزارت او کابل ولایت ته له دې امله شکایت کړی خو یادې موضوع ته تراوسه رسیدګي نه ده شوی له همدې امله خلکو په لاریون لاس پورې کړ . 

د ملي اقتصاد د کمیسیون رئیس محمد رحیم حسن یار زیاته کړه چې د  کمېسیون پلاوي د مسئولانو د څرګندونو د اوریدو وروسته پرېکړه وکړه چې د شکر درې ولسوالۍ مسئولان او د تیلو ټانکونو اتحادیې رئيس دی خپل معلومات، د زیانمنو لست ، رامنځته شویو زیانونو د کچې او د وژل شویو او ټپیانو نوملړ ترتیب او په لیکلي توګه دې کمېسیون ته راولیږي ترڅو موضوع ته د کمېسیون په راتلونکو ناستو کې د اړوندو مسئولانو په شتون کې رسیدګي وشي .