اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۶ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۸ مه نېټه

د مشرانو جرګې ځینو کمېسیونونو د بېلا بېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د منشي نبیې مصطفی زاده په مشرۍ د نړیوالو چارو دکمېسیون غونډه کې سناتورانو هېواد کې د جګړو د زیاتوالي څخه خپلې اندېښنې څرګندی کړې او د ښکېلو خواو یې وغوښتل چې د روژې په مبارکه میاشت کې دی له جګړو لاس لیری کړي ترڅو هېوادوال په امن فضا کې د روژې مبارکې ورځې عباداتو سره تیری کړي.

د غونډې په دوام راغلیو عریضو ته د رسیدګۍ سربېره د اداري فساد جرمونو خبر ورکوونکو څخه د ملاتړ قانون اړوند ۳۱۶ ګڼې تقنینی فرمان او د قضائیه قوې جوړښت او واکونو قانون طرحې اړوند بحث وشو او د زیاتو مطالعاتو په موخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شول.

 

د کمېسیون د رئيس عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو دکمېسیون ناسته کې د قضائيه قوې د تشکیل واکونو قانون طرح مطالعه او د غړو لخوا تائید شوه.

همدا راز غونډه کې د ځاي د کمښت څخه د کابل ښار د ریشخور فامیلیو د نجونو لېسې ستونزې مطالعه او د اجرااتو په موخه د پوهنې وزارت ته ولیږل شوی، ترڅو د یادې لېسې ستونزو ته رسیدګي وشي. خو د غونډې پیل کې د هدفي وژنو زیاتوالې او په ځانګړې توګه د کندهار ښار کې د مالیې وزارت د مطبوعاتو آمر نعمت الله روان وژنه په کلکو ټکو وغندل شوه، ټینګار وشو چې مسئول بنسټونه باید د دا ډول پېښو مخه ونیسي.


18-2-1400-Farhangi.JPG

 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضايي چارو د کمېسیون ناسته کې د راغلیو عریضو د څېړنې سربېره، د قضائیه قوې د تشکیل او واکونو قانون مطالعه او وپتییل شوه چې د قانون د لا بډاینې په موخه دی د سترې محکمې اداري عمومي آمر، د عدلیې وزارت مسلکي معین او پارلماني چارو کې د دولت وزارت د تقنین رئيس د کمېسیون یوې غونډې ته د څرګندونو په موخه راوبلل شي.


18-2-1400-Adli.JPG

 

د کمېسیون د رئيس محمد نادر بلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون غونډه کې راغلیو عریضو ته د رسیدګۍ سربېره د درملتون څنګ کې د مایار عصري درملتون د انتقال اړوند د کابل ښار کې دریمه ناحیه کې میشت د شریفي عصري درملتون د خاوند نقیب الله نومي د شکارت موضوع د درملو او خوړو د تنظیم ملي ادارې د پروګرامونو معین او ځینو مسئولانو سره مطرح شوه چې د مسئولانو د څرګندونو په په پام کې نیولو سره د یاد درمل پلورنځي انتقال د درملتونونو مقررې خلاف وګڼل شول. همدا راز د عامې روغتیا وزارت د پلټنې ریاست د رپوټ له مخې مایار عصري درمل پلورنځاي د دی سربیره چې د مقرری خلاف یې انتقال کړی اسناد یې هم د پلاوی لاسته نه دی ورکړل شوي. په پاي کې پرېکړه وشوه چې د درملو او خوړو د تنظیم ملي اداره دی د یادې مقررې په پام کې نیول سره د یاد درملتون د غیر قانوني فعالیت په برخه کې اقدام وکړي او د اجرااتو پایلې دی د یوې اونۍ په لړ کې کمېسیون سره شریکي کړي کنه موضوع به د عدلي او قضایي ارګانونو په ملګرتیا وڅېړل شي.


18-2-1400-Rifai.JPG

 

د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون ناسته د کمېسیون د رئيس محمد رحیم حسنیار په مشرۍ او د نفتي توکو او اوبلن ګاز د تصدۍ زیرمو چارو د تنظیم د رئيس،  مالیې وزارت د غیر مالیاتي عوایدو د رئيس امان الله امین، د نفتو او ګازو شرکت د بنسټونو آمر او د نورم او ستندرد ملي ادارې د تدارکاتو آمر په ګډون سره جوړه شوه.

په پیل کې د کمېسیون رئيس څرګنده کړه چې د معلوماتو له مخې د تي سي آر سي کمپنۍ چې د نفتو او ګازو د ټسټ قرارداد په غاړه لري او د یوه ټن نفتي توکو ټسټ څخه اووه ډالره ترلاسه کوي په داسي حال کې یاد قرارداد وړاندې د جیوکیم کمپنۍ سره وو چې پنځه ډالره فیس یې اخیسته سره له دي هم د دولت عواید له پدی پلوه کم شوي دي چې په دی بهیر کې د فساد څرګندوینه کوي.

ورپسې د نورم او ستندر ملي ادارې استازی په خپلو خبرو کې وویل، د جیوکم کمپنۍ خپل پنځه کلن قرارداد کې خپل مکلفیتونه نه دی ادا کړی او د دوو کلونو له پاره یې د هېواد بندرونو کې د قرارداد خلاف د توکو ټسټ ته دوام ورکړی چې د همدې خلاف ورزیو له امله یې دوه میلیون ډالر قید وو او نسبتی دوسیه یې د لویې څارنوالۍ ادارې ته لیږل شوی او زیاته یې کړه چې د تی سی آر سي کمپنۍ د ۱۳۹۸ کال وروستیو کې د توکو د تسټ قرارداد ترلاسه کړی او مکلفه ده چې تر شپږو میلیونو ډالرو پانګونه وکړي چې تراوسه یې شاوخوا دوه سوه زره ډالره پانګونه کړی ده.

د کمېسیون غړو د مسئولانو څرګندونو د قناعت وړ ونه ګڼلې له دوي یې وغوښتل ترڅو د دواړو کمپنیو د خلاف ورزیو اړوند خپل رپوټونه او د قراردادونو کاپی چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې او لویې څارنوالۍ ته لیږل شوی د کمېسیون واک کې ورکړي ترڅو د نفتي توکو او اوبلن ګاز له پلوه  دولت عواید د کمښت موضوع وڅېړل شي.


18-2-1400-Mali.JPG

 

د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه د کمېسیون د رئيس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ او د ترانسبورت وزارت د یو شمېر ریسانو په حضور سره جوړه شوه.

په سر کې د کمېسیون رئيس نننۍ ناسته کې د ترانسپورت وزیر په نه ګډون نیوکه وکړه، ټینګار یې وکړ چې نوموړی د کمېسیون راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي.

ورپسې د ځمکني ترانسپورت خدمتونو د وړاندي کولو رئيس مهدي روحاني، د پلان او پالیسۍ رئيس قدرت الله فایق، د کابل د ترانسپورت رئيس خوشحال فلاح او د ترانسپورت وزارت د پلټنې رئيس څخه د روان کال د پروګرامونو او تیرو کلونو د لاسته راوړنو، ترانسپورتي خدمتونو د وړاندې کولو، د عوایدو د راټولولو او روڼوالي، نړیوال ترانزیت، بندرونو کې د ستونزو، بهرنیو نمایندګیو کې، د کابل هوایي ډګر ګمرک سیمه کې د سادات عطایی شرکت د فعالیت د بندولو اړوند د نړیوال باربري او ټانکري ترانسپورتي شرکت شکایتونو ته د رسیدګۍ، کابل کې د برېښنایي بسونو د رامنځته کولو او ځینو نورو مواردو اړوند پوښتنې مطرح کړی.

مهدي روحاني د یاد وزارت د فعالیتونو څخه د معلوماتو وړاندي کولو ترڅنګ د سادات عطایي نړیوال تانکري او باربري ترانسپورتي شرکت د شکایت په تړاو وویل، یاد شرکت باید د قانون سره سم سرحدونو کې د نفتي توکو د حمل او نقل برخه کې فعالیت وکړي ځکه د فعالیت ډول یې ټانکري دی او د نړیوال شرکت د کار جواز لري او د مالونو او کورنیو ترانسپورتي خدمتونو د فعالیت اجازه چې هوایي ډګرونو کې د کارګو له لاري تبادله کیږي، نه لري. نوموړي زیاته کړه چې یاد شرکت حاضر نه دی خپل پور پري کړي چې له همدې امله یې فعالیت ځنډول شوی او ټاکل شوی د لګول شویو تورونو او وزارت باندي د شخصیتي تعرض پر بنسټ د یاد شرکت پر وړاندي دعوي پرانیستل شي.

د نوموړی رپوټ د کمېسیون د قناعت وړ وګرځید، ټینګار وشو چې د سادات عطایي شرکت تخطۍ باید د عدلي او قضایي مراجعو لخوا وڅېړل شي.

همدا راز پرېکړه وشوه ترڅو د ترانسپورتي خدمتونو د وړاندي کولو د رئيس کړنې او هڅې د کمېسیون لخوا تقدیر کړاي شي.


18-2-1400-Mukhabirat.JPG

 

د کمېسیون د رئيس محمد حنیف حفینفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون ناسته کې د تحصیل په جریان کې د تحصیلي فیس د زیاتوالي په غبرګون د کابل پوهنتون د شپنۍ برخې د محصلینو د راغلي شکایت ، د اتو څخه لسو سمسترو ته زیاتوالې او د ټولګیو ترمنځ د تحصیلي فیس د توپير موضوع د کابل پوهنتون رئيس سره شو. نوموړي د موضوع په تړاو د څرګندونو د وړاندي کولو سره زیاته کړه دا چې شپنې تدریس زیاته بودجې ته اړتیا لري او دولت یې د ورکړې ځواک نه لري او یواځې د ځان بساینې حد کې له دي پروګرام څخه مسئولان د محصلینو فیس ترلاسه کوي چې د کمېسیون غړو د کابل پوهنتون رئيس د څرګندونو په اوریدو سره پریکړه وکړه ترڅو کابل پوهنتون د محصلینو د سمسترونو کمښت اړوند اقدام وکړي.

همداراز غونډې فدراتیفې روسیه کې د افغان محصلینو رغلی شکایت چې وایی، افغانستان ته د یاد هېواد څخه د تحصیلي رخصتیو په وخت راغلي خو د کرونا ویروس د خپریدو له امله دم ګړۍ الوتنې ځنډیدلي او نه شي کولای درسونو ته دوام ورکړي چې موضوع د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو د رئيس او د لوړو زدکړو  وزارت د بهرنیو اړیکو رئيس په حضور کې مطرح شوه. مسئولانو روسي چارواکو سره د اړیکو اړوند د خپلو اجرااتو د کاپي څرګندونې د کمېسیون غړو ته وړاندی کړی، زیاته یې کړه چې د محصلینو د نه منلو یواځیني علل د مطلوب وضعیت څخه د روسي چارواکو نه ډاډ دی چې د کمېسیون غړو د یادو چارواکو د څرګندونو د اورېدو ترڅنګ زیاته کړه چې یاد مسئولان باید هڅه وکړي ترڅو د محصلینو زدکړی یا په انلاین او یا هم حضوري توګه پيل شي.

18-2-1400-Shikayat.JPG