د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۵ مه نېټه
د مشرانوجرګې یوشمېرکمېسیونونو د بېلابېلوموضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل .
د کمېسیون د رئيس ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو،قبایلو،سرحدونو،کوچیانو، معلولینو او شهیدانو وارثانو د چارو دکمېسیون ناسته کې یوشمېر ولایتونو کې د جګړو زور او تلفاتو څخه اندېښنه څرګنده او له امنیتي ځواکونو وغوښتل شول ترڅو د هېوادوالو د امنیت ټینګښت کې لازیاتې هڅې وکړي .
همدا راز غونډه کې د کیمیاوي او عضوي سرو د تنظیم قانون طرحه کې د پیشنهادي تعدیلونو اړوند خبرې او د بحث پاتې موارد راتلونکې ناستې ته وځنډول شول او هم غور، بدخشان، پنجشیر،هرات او میدان وردګو ولایاتونو کې د وروستیو سیلاوونو د راوتو اړوند چې د ځاني او مالي زیانونو سبب شوي، خبرې او طبيعي پېښو په چارو کې د دولت وزارت او مرستندویه موسسېو څخه وغوښتل شول ترڅو زیانمنو سره مرسته وکړي .

د کمېسیون د رئيس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون ناسته کې د اداري فساد جرمونو خبر ورکوونکو څخه د ملاتړ قانون اړوند د ولسمشر۳۱۶ ګڼه تقنیني فرمان مطالعه او د غړو له خوا تائید شو .
د غونډې بله برخه کې د هندوستان هېواد بېلابېلو پوهنتونونو کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د زرو تحصیلي بورسونو د ورکړې اړوند خبرې او ټینګار وشو چې د لوړو زدکړو وزارت دې یاد بهیر کې روڼوالي او عدالت په شرایطو برابرو کسانو ته تامین کړي.

د کمېسیون د رئيس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د کابل ښاروال، د اوبو او انرژۍ او برېښنا شرکت رئیسانو په نه حضور سخته نیوکه وشوه او څرګنده شوه چې د یادو مسئولانو نه ګډون باعث شو چې د هېوادوالو ګڼو ستونزو ته رسیدګي ونه شي او ټینګار وشو چې د کمېسیون راتلونکې ناسته کې دې کابل ښاروال د یادې ادارې تخنیکي ټیم سره یوځای حاضر شي او کمېسیون هوډمن دی چې ټول اړوند موارد یوې ناسته کې د اوبو او انرژۍ او برېښنا شرکت رئیسانو سره مطرح کړي.
ټاکل شوې وه یادو مسئولانو سره د تیر کال د لاسته راوړنو او د یادو بنسټونو د راتلونکې کال د پلانونو اړوند او همدا راز د ترافیکي ګڼې ګوڼې، د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي دعواملو، کابل ښار کې د کانالیزاسیون د رامنځته کولو، ځینو ناحیو کې د څښاک اوبو د ستونزو او د برېښنا بلونو اړوند خبرې اترې وشي .
همدا راز غونډه کې کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ عمومي سړک کې د پنجشیر ولایت په روغتیایي کارکوونکو برید په کلکو ټکو وغندل شو او د پېښې شهید ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا دعاوې وشوې او ترڅنګ یې ټینګار وشو چې امنیتي سکتور دې د هېوادوالو د امنیت خوندیتوب ته پاملرنه وکړي .

د کمېسیون د رئيس محمد رحیم حسنیار په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون ناسته کې د مخکې اداینې دوه سلنه مالیې مجرایي او نه ورکړې اړوند د حبیب رومان لمیتد شرکت عریضه د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست مرستیال او د یاد وزارت د څېړنو او خطراتو د تحلیل آمرسره مطرح شوه .
غونډه کې د یاد شرکت د شکایت مطرح کولو څخه په یادونې او اوسنیو مسئولانو د څرګندونو په اوریدو سره پرېکړه وشوه چې د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست دې په هغه صورت کې چې د یاد شرکت اسنادو کې کومه قانوني ستونزه موجوده وي د ملي اقتصاد کمېسیون سره دې شریکه کړي له دې پرته دې په پنځلس ورځو کې اسناد طی مراحل او شکایت ته دې رسیدګي وکړي او د بې پامۍ صورت کې به د اقتصاد کمیسیون یوځل بیا موضوع وڅيړي .

د کمېسیون د رئيس محمدحنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون ناسته کې د اوبو تنظیم ملي ادارې د اجرااتو د څرنګوالي موضوع، طبیعي پېښو ته د رسیدګي چارو کې د دولت وزارت او د سمنګان سیمه ییزه ادارې د خلم ولسوالۍ د اوسېدونکو د ستونزو د حل او د ایبک- خلم سیندیزې حوزې د ۱۴۰۰ متره بستر د غیر قانوني کیندلو له امله د سیلاوونو د راوتو له پلوه د دوی د اندېښنو موارد طبیعي پېښو ته د رسیدګي چارو کې د دولت وزارت معین، د سمنګان پېښوه سره د مبارزې رئیس او د اوبو د تنظیم ملي ادارې د اوبو تاسیساتو د ډیزاین ریاست سرپرست سره مطرح شول .
یادو چارواکو د معلوماتو په وړاندې کولو سره وویل، ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د فیروزنخجیر ولسوالۍ پوستې سیمه کې د کانال د پلنوالي کار پيل شي. کمېسیون د دوی د څرګندونو په اورېدو سره نننۍ غونډه کې د سمنګان والي په نه حضور نیوکه او پرېکړه وکړه چې موضوع دې په دندو کې د ناغیړۍ له امله لویې څارنوالۍ ته ولیږل شي او اړوندې اداری دې د کانال چاري ژر تر ژره حل کړي .
د غونډې بله برخه کې د بادغیس ولایت د قومونو او قبایلو د آمریت بست کې د ازموینې بهیر کې د نه روڼوالي په غبرګون د یاد ولایت د آمریت بست د نوماند محمدطارق شکایت او د اداري اصلاحاتو کمېسیون شکایت ته د رسیدګي کمېټه کې د شکایت څېړنه کې د لاسوهنې او د مقابل لوري د تحصیلي اسنادو د جعلي والي اړوند موارد د اداري اصلاحاتو کمېسیون د مسئولانو او د پوهنې وزارت، لوړو زدکړو، قومونو او قبایلو وزارتونو د اړوندو ریسانو په حضور کې مطرح خو د یادو چارواکو څرګندونو د کمېسیون قناعت حاصل نکړ او پرېکړه وشوه چې د یوې اونۍ په لړ کې دې موضوع وڅېړل شي او د اجرااتو رپوټ دې کمېسیون ته وړاندې شي .
د غونډې پای کې د قانوني طی مراحلو، استملاک او د هدیرې د مړو د تکریم په پام کې نیولو پرته پلرنۍ هدیری منځ کې د کابل لوګر سړک پروژې د رغاونې غبرګون کې د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ د نیازي کلیو د اوسیدونکو شکایت بحث کې مطرح چې د کابل ښاروالۍ د استملاک رئيس او اوقافو عمومي رئيس په نه حضور نیوکه وشوه او پرېکړه وشوه ترڅو یاد چارواکي راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي .

د کمېسیون د رئیس محمدهاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون غونډه کې د هېواد د روان وضعیت اړوند خبري او پرېکړې وشوې.
د غونډې پاي کې د محمد عمر نومي د عریضې اړوند چې وايي ماشوم یې اختطاف شوید دی ، خبري او د اړوندو مسئولانو په نه حضور نیوکه وشوه او موضوع بیا ځلې مربوطه ارګانونو ته ولیږل شوه .

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو دکمېسیون ناسته کې د قضائیه قوې د دندو او واکونو د تشکیل قانون ځینې مواد مطالعه شول چې د یاد قانون اساسي موخې د محاکمو تشکیل او واکونو اړوند چارو تنظیم، د قضاوت د ذاتي چارو تنظیم او د قضاتو جرمونو او تخلفاتو رسیدګي طرز ته د اړونده چارو تنظیم دی .
د کمېسیون د رئیس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون ناسته کې د راغلیو عریضو د څېړنې سربېره د محدود المسولیت شرکتونو قانون مطالعه او د غړو لخوا تائید شو .