اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۶ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غویي ۱۳ مه نېټه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو د بېلا بېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئيس محمد نادر بلوچ په مشرۍ د عامه  هو ساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون ناسته کې راغلیو عریضو ته د رسیدګۍ سربېره د ناروغانو او ناروغ لرونکو د نه رضایت او شته ستونزو په پام کې نیولو سره د روغتیایي خدمتونو د وړاندي کولو د څرنګوالي اړوند د پلازمېنې روغتونونو وضعیت اړوند بحث او وپتییل شوه چې کمېسیون دی د ځینو روغتونونو څخه لیدنه وکړي.

13-2-1400-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئيس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون ناسته کې د هوایي شرکتونو د پوروړتیا، د کابل او ولایتونو هوایي ډګرونو کې د شته ستونزو، د آریانا هوایي شرکت کې د مدیریت د کمزورتیا، د باختر هوایي شرکت د فعالیت، مسکو کې د آریانا شرکت الوتکې د توقف او د هېواد هوایي ډګرونو د رغاونې پروژو اړوند بحث او څرګنده شوه چې د آسمان او صافي هوایي شرکتونه د خپلو مالیاتو د نه ورکړې پر بنسټ لسګونه میلیونه افغانۍ پوروړي دی او پایله کې پرېکړه وشوه چې د ملکي هوایي چلند ادارې رئيس دی د کمېسیون یوې غونډه کې د موضوع په تړاو څرګندونې وړاندي کړي.

13-2-1400-Mukhabirat.JPG 

د کمېسیون د رئیس محمد حنیف  حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې د ولایتونو د ټیټو بستونو د نوماندانو راغلي شکایتونه چې ازموینه یې د مقرراتو له مخې ولایتونو کې اخیستل کیږي خو د طی مراحلو په موخه مرکز کې د اړوندو وزارتونو د بشری سرچینو ریاستونو ته لیږل کیږي او دوي د بشری سرچینو ریسانو اجرااتو څخه شکایت لري.

موضوع د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د تعیناتو بورد رئيس او د اړوندو ادارو ریسانو سره بحث کې مطرح چې وړاندي شویو څرګندونو د کمېسیون د غړو قناعت حاصل نه کړ، وپتییل شوه چې موضوع د کمېسیون یوې غونډه کې د اړوندو مسئولانو سره بحثونو کې مطرح کړاي شي.

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون ناسته کې د مشرانو جرګې د کورنیو دندو اصولو ځینې موارد د یادې جرګې د غونډو او اړیکو د تنظیم رئيس او د څېړنو او تحلیل آمر په حضور سره مطالعه او د وړاندي شویو نظریات یاد داشت شول. دغه راز غونډه کې راغلي عریضې د څېړنو وروسته مراجعو ته ولیږل شوې.

13-2-1400-Shikayat.JPG