اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۶ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غویي ۱۱ مه نېټه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو د بېلا بېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئیس محمد نادر بلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون غونډه کې ټاکل شوی وه د افغاني سري میاشتې ټولنې د موقت بودر د رمنځته کېدو اړوند د جمهور رئيس د حکم د څرنګوالي اړوند چې یو بی پري او خپلواک بنسټ دی او د بورد غړي او د ټولنې د عمومي اسمبلې لخوا انتخابیږي د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون د رئيس، د عدلیې وزارت د ټولنیزو او مسلکي چارو مرستیالانو، د چارو ادارې د احکامو او فرمانونو رئيس، د سری میاشتې ټولنې د حقوقي چارو سلاکار او د حقوق پوهانو استازی سره بحث وشي، خو یاد اشخاص غونډې ته حاضر شول.

د کمېسیون غړو د یادو مسئولانو دغه ګام د قانون خلاف، بی پروایي د کور ملت سره وګڼه، هیله یې وښوده چې مسئولان دی د کمېسیون پرېکړو ته درناوی وکړي او د کمېسیون غونډو کې دی ګډون وکړي له  دي پرته به د قانوني واکونو په پام کې نیولو سره موضوع عدلي او قضایي ارګانونو ته ولیږي.

د کمېسیون د منشي نبیه مصطفی زاده په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه کې هېواد او په ځانګړې توګه د لوګر ولایت کې د تیر ماښام تروریستي برید چې له امله یې ګڼ شمېر بی ګناه هېوادوالو شهیدان او ټپیان شول په کلکو ټکو وغندل شوه، د منان رب له دربار څخه د شهیدانو له پاره د فردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او پاتي کسانو ته یې د جمیل صبر دعاګانې وشوې. 

د غونډې په دوام کې راغلیو عریضو ته د رسیدګۍ سربېره د محدودالمسولیت شرکتونو قانون اړوند بحث وشو او د لا زیاتو مطالعاتو په موخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شو.

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون ناسته کې د اداري فساد جرمونو خبر ورکوونکو څخه د ملاتړ قانون پاتی مواد مطالعه شول او د کمېسیون د غړو نظریې او وړاندیزونه مشخص او په اړه یې پرېکړې وشوی. د غونډې په دوام راغلیو عریضو ته د رسیدګۍ سربېره د مشرانو جرګې د دارالانشا د غونډو د تنظیم رئيس په حضور سره د کورنیو دندو اصولو ځینې موارد مطالعه او پرېکړه وشوه.

د کمېسیون د منشي مینا شیرزاد په مشرۍ د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو چارو د کمېسیون غونډه کې هېواد او په ځانګړې توګه د لوګر ولایت کې د تیر ماښام تروریستي برید چې له امله یې ګڼ شمېر بی ګناه هېوادوالو شهیدان او ټپیان شول په کلکو ټکو وغندل شوه، ټینګار وشو امنیتي اړوند مسئولان دی د دا ډول بریدونو څخه د مخنیوي برخه کې اقدام وکړي.

د غونډې په دوام کې راغلیو عریضو ته د رسیدګۍ سربېره د محدودالمسولیت شرکتونو قانون اړوند بحث وشو او د لا زیاتو مطالعاتو په موخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شو.

د کمېسیون د مرستیال محمد افضل شامل په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون غونډه کې د هېواد د امنیتي وضعیت اړوند د بحث سربېره د کابل ګمرک رئيس نذیر احمد مجددی، مسلکي مرستیال عزیز الدین درانی، د عواید د رپوټ ورکونې مسئول احمد خالد رحیمي او د تعرفو او قیمت ګذارۍ مدیر محمد نعیم له کړنو او خدمتونو څخه د تقدیر لیک په ډالۍ کولو سره ستاینه وشوه.

د کمېسیون د رئيس محمد رحیم حسنیار په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون غونډه کې د قضائیه قوی د واکونو او تشکیل قانون طرح مطالعه او د غړو لیدلوری یاد داشت شو.

د غونډې بله برخه کې د کابل ښاروالۍ د پراختیایی پروژو د ۱۴۰۰ مالي کال د لومړۍ ربعې د اجرااتو اړوند د یاد بنسټ راستول شوی رپوټ چې د ملي بودجې لخوا تمویلیږي، مطالعه او وپتییل شوه چې راتلونکو ناستو ک ېدی یاد رپوټ بېلا بېلو ناحیو کې د پراختیایي پروژو تفکیک سره تر څېړنو لاندي ونیول شي.

د کمېسیون د رئيس محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون ناسته کې د کمېسیون غونډو کې د یو شمېر حکومتي چارواکو نه حضور په پارلماني چارو کې د دولت وزیر سره مطرح شو. د کمېسیون غړو د یو شمېر حکومتي چارواکو د نوملړ په وړاندې کولو سره چې د کمېسیون پرله پسې ناستو کې حاضر شوی نه دي، ټینګار وکړ چې د کمېسیون اصلي موخه د عارضینو ستونزې وی، باید حکومتي چارواکي د مکتوبونو او یا غونډو کې د ګډون پر بنسټ د عارضینو ستونزې حل او یاد کمېسیون دی برخه کې هیڅ راز کتنې نه لري.

همدا راز غونډه کې حکومتي بنسټونو کې د پارلماني د فترونو په ارزښت په ټینګار سره وویل شول، د موکلینو د غوښتنو او مراسلاتو د قانوني طی مراحلو په موخه دی د ملي شورا غړي د اسنادو طی مراحل د یادو دفترونو له آدرسه ترسره چې په خواشینۍ سره ځینې ادارې پارلماني چارو کې د دولت وزارت کارپوهانو ته ارزښت نه ورکوي. په پارلماني چارو کې د دولت وزیر د کمېسیون  غړو سره د نظریو د بدلون او د مطرح شویو موضوعګانو په تائید سره ډاډ ورکړ چې د اړوندو چارواکو سره یادې موارد مطرح کړي او همدا راز په اتفاق پرېکړه وشوه ترڅو متحد المال مکتوب د مراسلاتو اصول د منلو په موخه ټولو ادارو ته ولیږل شي ترڅو پارلماني وزارت کارپوهانو سره د دوه ګوني چلند مخه ونیول شي. 

د غونډې بله برخه کې د ملي اردو پرسونل د ۲۶۰۷ بستونو د کمښت، د شپږو میاشتو څخه تر نهو میاشتو پوري د ملي پولیسو معاشونو د نه ورکړې، د تجهیزاتو او اعاشوي توکو د کمښت او په وخت سره د یادو مواردو د نه اکمال اړوند د ارزګان ولایت د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ستونزو او شکایتونو د څېړنو په موخه یاد ولایت ته د کمېسیون د لیږل شوي پلاوی رپوټ د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د پیژنتون ریسانو سره بحث کې مطرح شو چې یادو چارواکو د مطرح شویو موضوعګانو د اورېدو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې یاد موارد به وڅيړي.