اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وري ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال  د وری ۱۸ مه

د مشرانوجرګې د ځینوکمېسیونونو ناستو کې په مختلفو مواردو بحثونه او پرېکړې وشوې.

د کمېسیون د مرستیالې آمنې صفي افضلي په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کتابونو د نشتوالې، د ښوونکو د کمښت، د ښوونځیو د استادانو د معاشونو د په وخت نه ورکړې او د هېواد ځینو سیمو کې د ښوونځیو د نشتوالې اړوند د پوهنې عمومي ستونزو اړوند خبرې او پرېکړه وشوه چې یاد موارد دې یوې عمومي غونډه کې مطرح شي.

د غونډې بله برخه کې د استراتیژیکو د فعالیتونو او بنسټ جوړونې، عملیاتي فعالیتونو، اطلاعاتو ته دلاسرسي قانون حکومونو دپلي کېدو څخه د څارنې او د یاد کمېسیون د وړاندیزونو او تحلیلی ستونزو اړوند اطلاعاتو ته دلاسرسي کمېسیون د فعالیتونو رپوټ مطالعه او وپتییل شوه چې د یاد رپوټ اړوند دې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کمیشنرانو بورد د غړو په ګډون سره بحثونه وشي.

18-Hamal1400 -Farhangi.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقننیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون غونډه کې د حقوقو تحصیل کړنلار قانون سره په مطابقت د ادارو ترمنځ د همغږۍ کمېټې د جوړېدو اړوند بحثونه وشول او د بحث پاتې موارد راتلونکو ناستو ته وځنډول شول.

18-Hamal1400 -Adli.JPG 

د کمېسیون د مرستیالې فوزیې سادات څمکنۍ په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون ناسته کې وپتییل شوه چې دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) رئيس، د افغان تیلي کام او سلام شبکو رئیسان دې د مخابراتي شرکتونو مسئولانو سره یوځای د کمېسیون یوې غونډه کې د لاندې مواردو اړوند ګډون وکړي:

عوایدو او لګښت، د مالیاتو د ورکړې او سنجش د څرنګوالي، د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو، ولایتونو کې د ځینو سایټونو د بندښت دعواملو، د مخابراتو خدمتونو د ټیيټ کیفیت، د فورجي انټرنټ خدمتونو د غیر قانوني والي، د چهارآسیاب ولسوالۍ للندر کې د روشن مخابراتي ستنې د بندښت څخه د یادې سیمې د اوسېدونکو شکایت، د مخابراتي شرکتونو پيرودونکو څخه د لس مالیې د راټولولو او د ځینو نورو مواردو په اړه دې هم معلومات ورکړي.

همدا راز غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ټولګټو وزیر دې د یاد وزارت د تخنیکي ټیم سره یوځای د ۱۳۹۹ کال د لاسته راوړنو او د یاد وزارت د روان کال د پلان اړوند په مفصل ډول د کمېسیون یوې غونډې ته څرګندونې وړاندې کړي.

دغه راز غونډه کې د ټولګټو وزارت د تخنیکي کارکوونکي محمدنصیب د تقدیر سربېره، مسکو ښار کې د آریاناافغان هوایي شرکت الوتکې د توقف  دعواملو اړوند هم خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

د غونډې پای کې د افغانستان د سولې هوکړې په موخه د امریکا د متحده ایالاتو د پیشنهادي طرحې اړوند بحث وشو، کمېسیون ټینګار وکړ چې اوسنې نظام او د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنې باید خوندي شي او د موقت حکومت د جوړېدو له پاره هر راز غوښتنې غیر قانوني دي.

18-Hamal1400 -Mukhabirat.JPG 

د کمېسیون درئيس محمد نادر بلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون غونډه کې د کمېسیون غړو د هېواد جمهور رئيس ته د بشپړې روغتیا د هيله مندۍ ترڅنګ پر افغان ډاکټرانو د ولسمشر اعتماد څخه قدرداني څرګنده کړه.

د غونډې دوام کې د کار قانون طرحې اړوند بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې. 

18-Hamal1400 -Rifai.JPG

همدا راز غونډه کې د خصوصي روغتیایی مرکزونو او په ځانګړې توګه د خصوصي لابراتوارونو د کړنو څرنګوالي څخه اندېښنه څرګنده او وپتییل شوه چې د کمېسیون غړي دې په مناسب وخت کې د روغتیایي مرکزونو څخه لیدنه وکړي.

همدا رزا د کمېسیون غړو د نایب منشي ډاکټرمحمد فیصل سمیع په مشرۍ او ځینو سناتورانو په حضور سره د کار قانون د ځینو مواردو اړوند بحث او وپتییل شوه چې یاده طرح دې د تصویب په موخه  عمومي غونډې ته وړاندي شي.

18-Hamal1400 -Rifai1.JPG 

د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون ناسته د ګلالۍ اکبري په مشرۍ او د لویې څارنوالۍ، ټاکنو کمېسیون، شکایتونو کمېسیون، د اساسي قانون پر څار د تطبیق کمېسیون د علومو اکاډمۍ د بشري سرچینو او استخدام ریسانو او د ملي امنیت د جندر مسئولې په ګډون سره جوړه شوه.

د یادې ناستې اصلي محور چې نړیوالې ټولنې سره د حکومت د ژمنې سره سم د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو د دېرش سلنه زیاتواتي تطبیقي میکانیزم او ځینې نور مسایل جوړول. 

په سر کې د ټاکنو کمېسیون استازې یادې اداره کې د ښځو د حضور اړوند معلومات وړاندې او اداره کې یې د ښځو د پنځلس سلنه لوړوالي څخه ډاډ ورکړ او هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسئولانو تیر کال کې د میرنو د پنځلس سلنه څخه یادونه وکړه، هیله یې وښوده چې د یادې ادارې دیرشو تشو بستونو کې به ښځینه کارمندان استخدام شي.

همدا راز د ملي امنیت عمومي ریاست د جندر مسئولې ښځو له پاره د جلب او جذب بهیر د محدودوالي او په سلو کې د یوفیصد ښځینه وو د شتون او روان کال کې د ښځو د زیات جذب څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې یاد ریاست کې د کاري پروګرامونو څخه د میرمنو نه پوهاوی په دوی منفي اغیز کړی.

همدا راز د لویې څارنوالۍ استازې د هېواد پلازمینه او ولایتونو کې د شپاړس اعشاریه اته فیصده ښځینه کارمندانو دفعالیت څخه خبر ورکړ او ویې ویل چې روان کال کې دایمي او قراردادي بستونو کې د ښځو د زیاتوالي په موخه پلانونه ترلاس لاندې دي.

18-Hamal1400 -Zanan.JPG 

دغه راز غونډه کې پر اساسي قانون د پلي کیدو د څار کمېسیون کې د څوارلس سلنه ښځینه وو د شتون او علومو اکاډمۍ کې د شل سلنه میرمنو حضور څخه ډاد ورکړل شو چې روان کال کې به یاد رقم پنځه ویشتو سلنو ته لوړ کړي. ورپسې د افغانستان د طبي شورا مسئولې یادې شورا کې د ښځو د شل سلنه حضور څخه یادونه وکړه او د زیاتوالي ژمنه یې وکړه.

د مسئولانو د څرګندونو د اورېدو وروسته د کمېسیون غړو خپلو ادارو کې د ښځو فیصدۍ د لوړېدو اړوند د دوی هڅو څخه د قدردانۍ ترڅنګ ټینګار وکړ چې د خپلو بنسټونو کلیدي بستونو کې دښځو د زیات حضور په موخه دې هڅې زیاتې کړي.

د کمېسیون د رئيس محمدحنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو دکمېسیون غونډه کې کابل ښار کې دبی حده ترافیکي ګڼې ګوڼې، د لاس پلورونکو د نامنظم فعالیت، د ښاري خصوصي موټري ناسم فعالیت او ځینو نورو مسایلو څخه راغلي شکایتونه د کابل ښاروالۍ ځینو مسئولانو او د ترانسپورت وزارت او ناحیو ځینو ریسانو سره مطرح شول.

یادو چارواکو د څرګندونو په وړاندې کولو سره د لاس پلورونکو د تنظیم مقررې د تائید څخه معلومات وړاندې او ویل، ښار کې د ګڼې ګوڼې عمده عوامل د نفوسو زیاتوالې، بیکاري، د ښاري بسونو کمښت، د یوشمېر معلولینو لخوا د ترنسپورتي خدمتونو د وړاندې کولو مافیایي کیدل او بی نظمیو کې د ترافیکو پولیسو کمزورتیا وګڼل شوه او ویې ویل، کابل ښاروالۍ په دی وروستیو کې ښاري بسونه په آزمايښتي توګه ځینو سیمو کې فعال کړي او یاد بهیر به پراخ شي او زیاته یې کړه چې د لاس پلورونکو د فعالیتونو د قانوني کیدو په موخه دم ګړۍ شاوخوا پنځه ویشت زره تنه لاس پلورونکې بایومتریک شوي او د دوی د ځاي پرځای کیدو بهیر روان دی.

 18-Hamal1400 -Shikayat.JPG

کمېسیون د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره غونډه کې د کابل ترافیکو رئيس په پرله پسې نه حضور نیوکه وکړه او د نوموړي یاده کړنه یې د خپلو اجرااتو څخه په ځواب ورکولو کې د ټیټ ظرفیت لرل یاد کړ او ویې ویل، ترسره شوی ګام تراوسه ګټور نه دی او پرېکړه وشوه د یادې ستونزې څخه د وتو په موخه دی یوه ناسته د ترانسپورت، کورنیو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارتونو او د کابل ښاروالۍ او ترافیکو مسئولانو په حضور سره جوړه شي.