اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وري ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د وری ۱۷ مه

د مشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار نن د خپل کار په دفتر کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین عطاالله واحد یار سره ولیدل.

ناسته کې چې ځینو سناتورانو هم حضور درلود، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د پوهنې د کُلي وضعیت اړوند د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ وویل چې د تعلیمي نوي کال پیل سره به د شته وضعیت د ښه والي او د پوهنې د معیاري کولو برخو کې لا زیاتې هڅې وشي.

نوموړي د پوهنې وزارت کمه بودجه له اساسي ستونزو یاده کړه او زیاته یې کړه چې د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیو په تناسب افغانستان په زده کوونکو تر ټولو کم لګښت په واک کې لري.


17-Hamal1400-MUL1.JPG


نوموړي د پوهنې د تشکیل او کتابونو د کمښت موضوع ته په اشارې سره وویل، شاوخوا ۳۷ میلیونه جلده درسي کتابونه د (یو اس آی ډي) دفتر په مالي مرسته چاپ شوي او په نږدې راتلونکې کې به د زده کوونکو په واک کې ورکړل شي.

د مشرانوجرګې لومړي نایب تعلیمي نصاب کې په بیا کتنې، تعلیمي او تحصیلي زمینو د متوازنې پراختیا په مهم والي په ټینګار سره د ټولنې د معنوي پانګې په شان د ښوونکې د مقام او ځایګاه اړوند خبرې وکړی او ډاډ یې ورکړ چې مشرانوجرګه د پوهنې څخه د ملاتړ په برخه کې هر راز همکاریو ته چمتو ده.