اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وري ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د وری ۱۷ مه نېټه

د مشرانوجرګې د لومړي نایب محمدعلم ایزدیارپه مشرۍ د دې جرګې عمومي ناسته کې استانبول کنفرانس ته د سیاسیونو او بېلابېلو بنسټونو لخوا د ګڼوطرحو وړاندې کېدو څخه اندېښنه څرګنده شوه.


17-Hamal1400-JAL1.JPG


سناتورانو د افغانستان د سولې په اړه د استانبول کنفرانس ته د ځینوسیاستوالو،حزبونو او بنسټونو لخوا د ګڼو طرحو او اختلافي نظریو چې ټاکل شوې یاد کنفرانس کې مطرح شي، په اندېښې سره یادونه وکړه او دجمهوریت پلویانو ترمنځ د باور فضا په جوړېدو او دملي اجماع پر اړتیا یې ټینګار وکړ او هیله یې وښوده چې را روان کنفرانس د دوو تیرو لسیزو د لاسته راوړنو په خوندیتوب او سولې بهیر په ګټه پای ومومي او هېواد  نه مهاریدونکي کړکیچ خواته لاړ نه شي.

غونډه کې وویل شول سره له دې چې د سولې د تامین له پاره هڅې کیږي خو طالبانوهېواد کې جګړې زیاتې اوپه چاودنو،ځانمرګو او ډله ییزو بریدونو یې لاس پورې کړی څرنګه چې تېره ورځ پغمان ولسوالۍ کې په یوې چاودنه کې څو تنه ملکي او پوځي افراد په شهادت ورسېدل.

سناتورانو ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه دې د دښمن د ټکولو په موخه اغیزناک پروګرامونه پلي کړي او د ملګرو ملتونو سازمان څخه یې وغوښتل چې د سولې پروسه حساسو شرایطو کې ده نو د تروریزم ملاتړي دې  تر فشار لاندې ونیسي ترڅو د سولې بهیر مطلوبې پایلې ته ورسیږي.

آزادو بحثونو کې اداري فساد، نشه یی توکي، فقر او د ناامنیو پراختیا، د حکومت کابینې نه بشپړېدل، د موجه دلایلو پرته د کورنیو چارو د پخواني وزیرمسعود اندرابي په ګډون د یوشمېر وزیرانو لېرې کول هم هغه عوامل وګڼل شول چې اوسنیو شرایطو کې کولای شي د نظام له پاره ستونزې جوړې کړي.


17-Hamal1400-JAL2.JPG


غونډه کې وویل شول،ټاکل شوې دپاکستان اسلامي جمهوریت د ملي شورا رئيس ښاغلی اسد قیصر د یاد هېواد پارلماني پلاوي سره په نږدې ورځو کې په یوه رسمي سفر افغانستان ته راشي، او له هغوی یې وغوښتل چې خپل حکومتي چارواکو ته قناعت ورکړي ترڅو د افغانستان قضایاو په خاصه توګه د سولې بهیر کې رښتینې همکاري وکړي.

یوشمېر سناتورانو وچکالي هم کروندګرو او خلکو ته ګواښ وګڼله او ټینګار یې وکړ چې مسئول بنسټونه په ځانګړې توګه طبیعي پېښو ته د رسیدګي په چارو کې د دولت وزارت باید د وچکالۍ د ګواښونو د کمښت له پاره ګټور پروګرامونه طرح او پلي کړي.

همداراز غونډه کې د ملي شورا مقر کې د کرونا واکسین پلي کېدو اړوند د عامې روغتیا وزارت څخه مننه وشوه او هیله څرګنده شوه چې یاد بهیر ټول هېواد ته وغځیږي.


د آزادو بحثونو پای کې د مشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار هېواد کې د سولې ټینګښت ته په لومړیتوب ټینګار وکړ او وویل چې اوږدو او تحمیلي جګړو نه جبرانیدونکې اغیزې لرلي او خلک هره ورځ د خپلو عزیزانو د مرګ او خپل هېواد د بربادۍ شاهدان دي او زیاته یې کړه چې د مسکو کنفرانس کې یې په ښکاره توګه د طالبانو استازو ته ویلي چې د هېواد د تباهۍ او جګړو مسئولین تاسو یاست او ستاسو دیني او وجداني مسئولیت دی چې د دی وضعیت څخه د و تو له پاره د سولې بهیر کې سالم دریځ خپل کړۍ.

محمدعلم ایزدیار د سولې او مذاکراتو بهیر کې د ملي شورا په شمولیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل، حکومت د روغي جوړې عالي شورا، ټول سیاسیون او د طالبانو ډله باید د ترکیې کنفرانس کې ملي ګټې، د افغانانو ستونزې او غوښتنې په پام کې ونیسي او هر اړخیزه او خلکو ته د منلو وړ په یوه طرحه چې دهېواد سیاسي راتلونکی په کې د خلکو د رایو په اساس تغییر ومومي توافق وکړي ترڅو د عادلانه سولې د ټینګښت او د غیر مسئوله وسله والو ډلو د ادغام زمینه برابره شي.


17-Hamal1400-JAL3.JPG


د مشرانوجرګې لومړي نایب ټینګار وکړچې ټول باید مسئولیت احساس او د لوړو غوښتنو څخه په تېرېدو سره سیاسي هوکړې ته ورسیږي له دې پرته به هغه طرحه چې د امریکا لخوا افغانستان ته په پام کې نیول شوې پلي شي.

نوموړي د نظام داخل کې د بی باوریو څخه اندېښنه وښوده او ویې ویل، ځینې وزیرانو چې له ولسي جرګې یې د باور رایه اخیستې په دې حساسو شرایطو کې لیرې شول او هغوی چې د باور رایه یې نه ده اخیستې د سرپرست په توګه دندو ته ادامه ورکوي  چې د پوښتنې وړ ده او ناوړه زیانونه او پایلې به له ځانه سره ولري.

د غونډې وروستۍ برخه کې د مشرانوجرګې د رئیسانو کمېټې د پرېکړې له مخې ګټې اخیستنې ته د کمال خان بند د سپارلو او بشپړلو په موخه د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې د لوی رئيس انجنیرخان محمد تکل، د هېواد د ورزشکارانو هر یو احمد ولي هوتک، عبدالعظیم بدخشي او احمد فواد آریا چې له هېواده بهریې بېلابېلو سیالیو کې بریاوې ترلاسه کړي دي د مشرانوجرګې لخوا د تقدیر لیکونو په ورکړې سره ورڅخه ستاینه او قدرداني وشوه.

17-Hamal1400-JAL4.jpg

17-Hamal1400-JAL6.jpg