اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د وري ۳۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د وری ۱۶ مه نېټه

د مشرانوجرګې ځینوکمېسیونونو د مختلفو مواردو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د مرستیالې آمنې صفي افضلي په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون غونډه د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري مرستیالې وکتوریا غیوري او د یاد وزارت د ځینو رئیسانو په حضور سره جوړه شوه.

په سر کې د کمېسیون غړو د ښوونځیو د درسونو د پيل، د نویو کتابونو د چاپ او د ویش بهیر، د یوشان تعلیمي نصاب د نشتوالي، د ښوونکو او ټولګیو د نګرانانو د معاشونو د کمښت، د ښوونکو د تبدیلۍ، د ننګرهار ولایت د باالمقطع ښوونکو د قرارداد د فسخې موضوع، د درسی کتابونو د پلور او د پوهنې مطبع د کارکوونکو ستونزو اړوند یو لړ پوښتنې مطرح کړی.

د پوهنې وزارت مرستیالې خپلو خبرو کې وویل، هند، چین او عربي متحده اماراتو هېوادونو کې۳۷ میلیونه جلده نوي کتابونه چاپ شوي چې د غویي میاشتې ترپایه به راورسیږي او د مشخص میکانیزم له مخې به وویشل شي.نوموړې د هېواد په داخل کې د کتابونو نه چاپول د بودجې کمښت او د مطبعو د ظرفیت ټیټوالی یاد کړ.

 د وزارت مسئولانو د ننګرهار ولایت د قراردادي ښوونکو او حق الزحمه لرونکو ښوونکو د معاشونو په ورکړه کې د ستونزو په اړه وویل، قراردادي ښوونکې ترهغه وخته چې په ټولګیو کې په تدریس بوخت وي د امتیازمستحق دي خو دا چې د کرونا د خپریدو په نسبت تعیطیلات اعلان شول او ښوونکې رخصت او امتیاز یې ورنه کړل شو چې د دوی د جذب او استخدام له پاره په رسمي تشکیلاتو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون سره به په هوکړه پرېکړه وشي.

دوی همدا راز د معاشونو د کمښت او نګرانانو د معاش او امتیازونو د ورکړي سیستم او ځینو نورو مواردو اړوند معلومات وړاندې کړل چې د کمېسیون له خوا د قناعت وړ ونه ګڼل شول.

د کمېسیون غړو پوهنې وزارت کې شته ستونزې د اندېښنې وړ وګڼلې او له حکومته یې وغوښتل ترڅو د ښکېلو بنسټونو سره په همغږۍ شته ستونزو ته رسیدګي وشي.

 16-Hamal1400-Farhangi.JPG

د کمیسیون د رئیسې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډه د ترانسپورت، ښار جوړونې، کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارتونو، طبیعي پېښو سره د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت، شهیدانو او معلولینو وزارت، د سرې میاشتې د افغاني ټولنې ریاست، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د بشري سرچینو د رئیسانو او د عامې روغتیا وزارت د جندر آمرې په ګډون سره جوړه شوه.

د یادې ناستې اصلي محور نړیوالې ټولنې سره د حکومت د ژمنې سره سم د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو د دیرش سلنه زیاتوالي د تطبیقي میکانیزم او ځینې نور مسایل جوړول.

لومړی د سري میاشتې ادارې مسئول ۱۳۹۹ کال کې یادې اداره کې د ۱۹ سلنه ښځینه وو د حضور څخه یادونه وکړ او د یادې ادارې د ۱۴۰۰ تشکیل کې یې د ښځو د زیاتوالي څخه ډاډ ورکړ، همدا راز د کډوالو چارو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسئول د تیر کال په اوږدو کې د اته سلنه میرمنو د استخدام څخه یادونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې یاد رقم به نهه سلنې ته لوړ کړي.

د معلولینو او شهیدانو چارو کې ددولت وزارت مسئولانو د ۱۴۰۰ تشکیل کې د اته سلنه ښځو حضور او یادې اداره کې ریاست ته د جندر آمریت د ارتقا څخه یادونه وکړه.

همدا راز طبیعي پېښو چارو کې د دولت وزارت استازي وویل، تیر کال لس سلنه ښځینه یاد وزارت کې په دندو بوختې وی او هڅه کیږي ترڅو هغه تنقیصات چې روان کال کې په پام کې نیول شوي دي ښځینه تري مستثنا وي او هم وویل شول چې د ښار جوړونې او ځمکوالۍ وزارت کې تیرکال نهه سلنه ښځینه کارکوونکو شتون درلود او ټاکل شوی روان کال کې یولس سلنو ته لوړ شي.

همدا راز څرګنده شوه چې د ترانسپورت وزارت کې اووه فیصده ښځینه کارکوونکې شتون لري او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې جوړښت کې یاده فیصدي اته سلنه ده او په پام کې ده چې ۱۴۰۰ کال کې د ښځو فیصدي شلو ته پورته شي.

همدا راز د عامې روغتیا وزارت د جندر آمرې وویل، د یاد وزارت پنځه ویشت سلنه کارکوونکې ښځینه دي او هڅه کیږي چې یاد رقم دیرش سلنو ته پورته شي.

16-Hamal1400-Zanan.JPG 

د مسئولانو د څرګندونو د اورېدو وروسته د کمېسیون غړو ادارو کې د ښځو فیصدۍ لوړولو کې ددوي له هڅو د قدردانۍ ترڅنګ ټینګار وکړترڅو د خپلو کلیدي بستونو کې د ښځو په پراخ حضور له پاره لا زیاتې هڅې وکړي.

د کمېسیون د رئيس محمدنادربلوچ په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون ناسته کې ټاکل شوې وه پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزیر د پسرلنیو سیلاوونو، احتمالي وچکالۍ، د بدخشان ولایت د یوشمېر ولسوالیو د مواصلاتي لارو د بندښت او ځینو نورو مواردو اړوند څرګندونې وړاندې کړي.

چې د نامعلومو دلایلو پربنسټ حاضر نه شو چې نه راتګ یې د قانون خلاف او د ملت کور ته بې پروایي وګڼل شوه او ټینګار وشو ترڅو د یاد وزارت مسئولان د کمېسیون غونډو کې ګډون وکړي له دې پرته به موضوع عدلي او قضایي بنسټونو ته ولیږل شي.

16-Hamal1400-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئیس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو کمېسیون غونډه کې دمشرانوجرګې د کورنیو دندو اصولو اړوند بحث او د کمېسیون د غړو نظریې او وړاندیزونه راټول او پرېکړه وشوه ترڅو د ټولو نظریو د یوځای کولو وروسته د مشرانوجرګې عمومي ناستې ته پیشنهاد شي.

د غونډې پای کې کمېسیون ته راغلي مکتوبونه د څېړنو وروسته د راتلونکو اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته ولیږل شول.

16-Hamal1400-Adli.JPG 

د کمېسیون د مرستیال سیدصفي الله هاشمي په مشرۍ د نړیوالو چارو دکمېسیون غونډه کې دقرغې بند او پغمان ولسوالۍ کې تروریستي بریدونه چې د یوشمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو لامل شو په کلکو ټکو وغندل شو او د شهیدانو روح ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او پاتې کسانو ته یې د منان رب(ج) له درباره د جمیل صبر غوښتنه وشوه .

د غونډې په دوام کې د کمېسیون غړو د افغانستان د سولې اړوند د ترکیې ناستې څخه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې استانبول کې جوړه شي، خوښي وښوده او ویې ویل، هېواد په حساس پړاو کې دی باید حکومت او سیاسیون له یوې واحدي طرحې او د هېواد د تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب په موخه یادې ناسته کې ګډون وکړي.

همدا راز غونډه کې د بین الپارلماني دوستۍ کمېټې د نوملړ د تجدید اړوند بحث وکړ او ټاکل شوی د افغانستان د بین الپارلماني دوستۍ د کمېټې غړي د فرانسې او کاناډا هېوادونو د پارلماني دوستۍ کمېټو سره ویدیویي کنفرانس په لار واچوي او د علاقې وړ موضوعګانو اړوند بحثونه وکړي.

16-Hamal1400-Bio.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو،معلولینو او دشهیدانو دپاتې کسانو د چارو د کمېسیون غونډې ځینو سیمو کې د وروستیو اورښتونو څخه د رامنځته شویو سیلاوونو د راوتو څخه چې مالي زیانونه له ځانه سرله لري اندېښنه څرګنده شوه او ټینګار وشو چې طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت دې یادو برخو ته رسیدګي وکړي.

د غونډې بله برخه کې د راغلیو عریضو د څېړنو سربېره د کډوالو، وچکالۍ او ناامنیو څخه د رامنځته شویو بیځایه شویود دستونزو او د اړوندو مسئولانو له خوا د لازمو مرستو د نشتوالي اړوند خبرې وشوې او د یادو ادارو وغوښتل شول چې شته ستونزو ته دې رسیدګي وکړي.

16-Hamal1400-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمدحنیف حنفي په مشرۍ د شکایتنو د اورېدو د کمېسیون ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو معینیت سرپرست او د معالجوي طب عمومي رئيس او د کابل ښار د دولتي روغتونونو رئیسانو د روغتیایي مسایلو له پلوه د ښاریانو د ستونزو د حل په تړاو معلومات وړاندې کړل.

مسئولانو د روغتیا سکتور کې د ستونزو په ډاګه کولو سره وویل، د دې ټولو په شتون سره روغتیایي برخه کې د کتنې وړ لاسته راوړنې رامنځته شوي چې کولای شو د صحت طف اندراګاندي، عاجلې ابن سینا، وزیر اکبرخان،جناح او استقلال روغتونونو خدمتونو څخه د زړه د عملیاتو، د مرۍ او معدې پېښو د جراحۍ، د زړه د رګونو پېښو، د پختورګي د پیوند، د اعصابو جراحۍ او د سون پېښو درملنې څخه یادونه  وکړو او زیاته یې کړه چې د هېواد د روغتیایي پرسونل د کمو امکاناتو سره سره ځیني داسې عملیات ترسره کوي چې سیمه کې نادره دي.

کمېسیون د هېواد روغتیایي برخه کې د لاسته راوړنو او خدمتونو څخه تقدیر څرګند او ډاډ یې ورکړ چې د خصوصي سکتور وړاندیز به د جمهوري ریاست مقام سره مطرح کړي او د کمېسیون یوې ناسته کې به د یادو روغتونونو مسئولان وستایل شي.

همدا راز د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د تپی احمد بیګ ښارګوټي د ونډه وال عبدالرزاق نومي شکایت د نجراب ښاروال، د کاپیسا ولایت ښاروال او د ښار جوړنې رئيس سره مطرح شو.

د مسئولانو د څرګندونو د اورېدو وروسته کمېسیون ترلاسه کړل چې د ښارګوټي رغاونه کې د فساد او اختلاس په نسبت موضوع د عدلي او قضایي ارګانونو تر څېړنو لاندې ده او کمېسیون د یادې موضوع حل د واکمنې محکمې قطعي او وروستۍ پرېکړې پورې تړلی دی.

16-Hamal1400-Shikayat.JPG 

د غونډې پای کې د تحصیلي فیس د زیاتوالي او د یوشمېر خصوصي پوهنتونونو پوهنځیو د غیرمجازشمېر فعالیت، په ځانګړې توګه د افغان پامیر تحصیلي موسسې د محصلانو بی برخلیکي د لوړو زدکړو وزارت د خصوصي لوړو زدکړو موسسو د رئيس او د خصوصي تحصیلي بنسټونو یوشمېر مسئولانو سره مطرح شوه.

کمېسیون د محصلانو د بی برخلیکۍ اړوند د لوړو زدکړو وزارت مسئولانو او د افغان پامیر رئيس لخوا وړاندې شوی څرګندونې د قناعت وړ ونه ګڼلې او ټینګار یې وکړ چې د لوړو زدکړو وزارت دې د تحصیلي خدمتونو کیفیت د تضمین برخه کې په څارنې اقدام وکړي او د افغان پامیر پوهنتون د محصلانو ستونزه دې ژر حل کړي او ترڅنګ به یې کمېسیون د اړوندې برخې په همغږۍ له دې بهیر څخه څارنه وکړي.