اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د وري ۳۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د وري ۱۵ مه نېټه

د مشرانوجرګې د نن ورځې غونډه کې د هېواد له سیاسیونو او جمهوریت پلوو وغوښتل شول چې افغانستان کې د دوو لسیزو د لاسته راوړنو څخه د خوندیتوب له پاره دې له واحدې طرحې او یووالي سره د استانبول ناسته کې ګډون وکړي.


15-Hamal1400-JAL1.JPG


غونډه کې سناتورانو د افغانستان سولې په اړه د خپلو نظریو په وړاندې کولو سره د هېواد له سیاسیونو او جمهوریت پلوو څخه وغوښتل چې په همغږۍ او واحدې طرحې سره دې د استانبول ناسته کې ګډون وکړي او د ښځو حقوقو، د نظام خوندیتوب، د دیني او مذهبي لږکیو حقوقو، د جګړې د زیانمنو حقوقو او د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د خوندیتوب په ګډون دې چې د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ښکاره حقیقتونه دي په یوه غږ او قاطعیت سره دفاع وکړي.

غونډه کې سناتورانو د وژنو د زیاتوالي په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت کې د دریو ښځینه واکسیناتورانو او د پولیسو یو افسر، د تخار د علماو شورا د رئيس مولوي عبدالصمد او د بغلان د ځانګړې قطعې قوماندان شریف الله خوستي د وژنو څخه په خواشینۍ سره یادونه وشوه او له مسئولو بنسټونو وغوښتل شول چې د یادو جنایتونو عاملین وپيژني او عدلي او قضايي ادارو ته دې یې معرفي کړي.

ناسته کې همدا راز یادونه وشوه چې د معارف برخه کې د کتابونو او  ښوونکو او د نورو درسي اړتیاو د کمښت سره مخ ده او باید حکومت د یادو نیمګړتیاو د حل په موخه سملاسي تدابیر ونیسي.

دغه راز وویل شول چې د کاغذي پیژندپاڼو د ویش مامورینو ځینې تذکرې له غلطیو سره لیکلي چې د برېښنایي پیژندپاڼو د اخیستو په وخت خلک له ستونزو سره مخ کیږي چې د مجلس رئيس یاده موضوع اړوند کمېسیون ته راجع کړه ترڅو د احصائیې او معلوماتو د ملي ادارې له  مسئولانو سره یې مطرح او شته نیمګړتیا حل کړي.

د آزادو بحثونو پای کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د باعزته او سرتاسري سولې ټینګښت چې په کې د هېوادوالو اساسي حقوق او ارزښتونه خوندي وي د هېواد اساسي اړتیا یاده کړه او د ترکیې ناستې اړوند یې وویل، غوره ده چې د پخواني حکومت چارواکي او ټول سیاسیون په واحد دريځ او همغږۍ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت استازو سره جامع او واحده طرحه چې د نظام بقا او د هېواد ګټې په کې تضمین شوې وي، له مقابل لوري سره مطرح کړي.


15-Hamal1400-JAL2.JPG


فضل هادي مسلم یار وویل چې دا مجلس د هېواد ولسمشرڅخه قدرداني کوي چې سولې بهیر ته د اسانتیاو د رامنځته کېدو په موخه ترټاکلې مودې وړاندې د ټاکنو ترسره کېدو ته چمتووالی ښودلی چې یاده طرحه د سولې د پرمختګ له پاره ښه طرح کیدای شي.

خو د نننۍ غونډې بله برخه کې د کار قانون کې ځینې تعدیلونه د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې کمېسیون د رئيس او غړو لخوا غونډې ته وړاندې خو تصویب نه شو او د لا نورو بحثونو په نسبت راتلونکې ناستې ته وځنډول شو.

همدا راز نننۍ غونډه کې د مجلس لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د افغانستان اړوند د مسکو نړیوالې ناستې څخه د خپل سفر رپوټ او د فر انسې څخه د خپل سفرجریان وړاندې او ویې ویل چې مسکو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پلاوي ترکیب کې د ملي روغې جوړي د عالي شورا رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله،د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني، پخواني ولسمشرحامدکرزي، مارشال عبدالرشید دوستم او محمدکریم خلیلي د جمهوري ریاست پخوانیو مرستیالانو، او څو تنو نور چارواکو ګډون کړی وو چې د سیمې د هېوادونو د استازو او طالبانو لوري د استازو سربېره د حزب اسلامي مشرانجنیرګلبدالدین حکمتیار هم یادې ناسته کې حضور درلود او د مسکو ناسته د استانبول غونډې له پاره د مقدمې په توګه جوړه شوې وه چې په کې د بېلابېلو لورو لخوا آرامې او کله هم تند بحثونه وشول.

د مسکو ناسته کې د افغانستان دولت پلاوي د اسلام مبین دین د لارښوونو په چوکاټ کې د بنسټونو په خوندیتوب، د بیان آزادۍ د منلو، بشري حقونو او ښځو حقوقو، د بهرنیو پوځیانو د مسئولیت سره د حضور او خروج د څرنګوالي، د غیر مسئولو او په ځانګړې توګه د طالبانو ډلې د بی وسلې کولو او یوځای کولو او ځینې نور موارد بحثونو کې مطرح شول.

یادې ناسته کې همدا راز څرګنده شوه چې د افغانستان جګړه کې د ټولو ښکېلو هېوادونو په ګډون ټول اړخونه دې د سولې بهیر کې مثبت او ګټور رول ولري او د مسکو کنفرانس محتوا څخه ښکاره کیده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه په دی باور دي چې د افغانستان قضیه پوځي حل نه لري او باید سیاسي حل لار ورته وموندل شي.

نوموړي وویل چې په دې ناسته کې پرېکړه لیک هم صادر شو چې په کې راغلي، د مسکو ناستې ګډونوال افغانستان کې د اسلامي امارت بیا راتګ څخه ملاتړ نه کوي.

دغه راز د مشرانو جرګې لومړي نایب د فرانسې هېواد څخه د خپل سفر رپوټ هم وړاندې کړ او د هېواد د ملي اتل شهید احمد شاه مسعود په نوم د یوه سړک د نومولو په برخه کې د فرانسې هېواد چارواکو څخه د تقدیر ترڅنګ یې وویل چې د هېواد ملي اتل په نوم د سیمې نومول او د لوحې لګول د افغانستان خلکو ته ستره لاسته راوړنه ده او یاد مورد د پاریس ښاروالۍ شورا ته د فرانسې هېواد د ځینو پوهانو په وړاندیز مطرح شوی وه چې اکثریت غړو ورته د تایید رایه ورکړه.


15-Hamal1400-JAL3.JPG


د پاریس ښار شورا حکومت څخه خپلواک بنسټ دی چې د روان زیږدیز کال د فبرورۍ په دویمه یې پرېکړه وکړه ترڅو د افغانستان د ملي اتل شهید احمد شاه مسعود په نوم دې لوحه یادې سیمه کې ولګول شي.

هغه غونډه چې په دې مناسبت د فرانسې پلازمېنه کې جوړه شوې وه د ملي روغې جوړي د عالي شورا رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله، پخواني ولسمشرحامدکرزي،دملي اتل زوی احمدمسعود،یوشمېرسیاسي شخصیتونو او یوشمېرافغانانو په کې ګډون درلود.

ایزدیار زیاته کړه، د فرانسې هېواد پيغام دا وو، اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان کې د سولې خبرې اترې جریان لري باید ټول اړخونه هڅه وکړي ترڅو مطلوبې پایلې ته ورسیږي.

د مشرانو جرګې لومړي نایب زیاته کړه، هغې ناسته کې چې د یاد هېواد د مشرانوجرګې د رئيس سره یې درلوده د پارلماني اړیکو د ټینګښت او د علاقې وړ ځینو نورو موضوعګانو اړوند په اړه په کې خبری وشوې او ټاکل شوی چې د سږکال د اپریل میاشت کې د دواړو هېوادونو د دوستۍ ګروپ ناسته هم ترسره شي.