اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د وري ۳۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د وری ۱۴ مه نېټه

د مشرانوجرګې دځینو کمېسیونونو ناستو کې په مختلفو مواردو بحثونه او پرېکړې وشوې.

د کمېسیون د رئيس محمدنادربلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون غونډه د عامې روغتیا وزارت د سرپرست او د خصوصي لابراتوارونو د استازو په ګډون سره جوړه شوه.

ناسته کې د کرونا واکسین د پلي کېدو د څرنګوالي او سیټي لابراتوار ته د عربي متحده اماراتو مسافرینو له پاره د کرونا ناروغۍ د آزمایښت د انحصار اړوند د لابراتوارونو او خصوصي روغتیایي مرکزونو شکایت بحث کې مطرح شو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحیدمجروح د کرونا ویروس د نویو ګواښونو سره د مقابلې په موخه د یاد وزارت د بشپړه تیاریو او د شپاړس زره ډوزه واکسینو د ورود په موخه د لازمو تدابیرو اړوند څرګندونې وړاندې او وویل، یاد واکسین د نړیوالو روغتیایی سازمانونو د اعتبار برخمن دی او هیڅ راز روغتیایي ستونزه نه لري او پلي کېدل یې د منظم پلان له مخې هغو افرادو او اشخاصو باندې کیږي چې زیانمن وي.

نوموړي زیاته کړه چې د عربي متحده اماراتو مسافرینو د کرونا ټسټ د جمهوري ریاست د حکم او (جی فور تي) کمپنۍ او سیټي لابراتوار ترمنځ د قرارداد پر بنسټ شوې خو د شته شکایتونو له مخې موضوع د ګډې کمېټې تر څېړنو لاندې ده.

د کمېسیون غړو روغتیایي سکتور کې د ځینو ستونزو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره پرېکړه وړه چې ګډ کمېسیون دې خپله پرېکړه په لیکلي توګه کمېسیون ته راولیږي او د پلي کېدو څخه دې جدي څېړنې ولري.

14-Hamal1400-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمدحنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې د بی جوازه فعالیت اړوند د افغان پامیر لوړو زدکړو موسسې د حقوقو محصلینو شکایت مطالعه او وپتییل شوه چې موضوع دی راتلونکې ناسته کې د لوړو زدکړو وزارت مسئولانو سره مطرح شي.

دغه راز د احتمالي پېښو د رامنځته کېدو پربنسټ د فعالیت څخه د ممنوعیت اړوند د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې د عامه ساتنې پرسونل قرارګاه ترڅنګ د هټیوالو شکایت د یادې قرارګاه قوماندانۍ مسئولانو سره مطرح او پرېکړه وشوه ترڅو یاده موضوع په سوله ییزه توګه او د اړوندې ناحیې په همغږۍ حل شي.

همداراز د مالیې او ترانسپورت وزارتونو لخوا د تحصیلي فیس د نه ورکړې اړوند د دنیا پوهنتون د داخل خدمت فارغ تحصیلانو او ترانسپورت وزارت د څلور تنو کارکوونکو شکایت د ترانسپورت وزارت د مالي رئيس او د یاد وزارت د بودجې اجرایوی رئيس په حضور کې مطرح او وپتییل شوه چې موضوع دې په راتلونکې ناسته کې د یادو وزارتونو معینانو سره مطرح شي.

14-Hamal1400-Shikayat.JPG 

د کمېسیون د مرسیتالې پوهنیار آمنې صفي افضلي په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون ناسته کې د ښوونځیو د درسونو د پیل، د درسی کتابونو د ویش، د یوشان معیاري نصاب د نشتوالي او ځینو نورو مواردو اړوند بحثونه او پرېکړه وشوه ترڅو په دې برخه کې د کمیسیون راتلونکې ناسته کې د پوهنې وزارت سرپرستې سره مفصل بحثونه وشي.

د غونډې بله برخه کې د ښادۍ ډزو او سړکونو کې د ځینو چارواکو د ساتونکو لخوا د بی نظمۍ د رامنځته کولو اړوند بحثونه وشول او د یادو کړنو د غندلو سربیره وویل شول چې هېوادوال له راز راز تاوتریخوالو څخه ستړي دي او یاد موارد یې هم د ځورونې سبب ګرځي او باید د کورنیو چارو وزارت په ګډون مسئول بنسټونه د دا ډول خپلسریو او ناسمو کړنو مخه ونیسی.

14-Hamal1400-Farhangi.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون ناسته کې د راغلیو عریضو د څېړنې سربېره د مشرانوجرګې د دارالانشاء د لوی ریاست د مسلکي او پارلماني چارو مرستیال په ګډون د کورنیو دندو اصول تر څېړنو لاندې ونیول شول او د غونډې ګډونوالو په کې یو لړ نظریې شریکي کړی او وپتییل شوه چې راتلونکو ناستو کې دې هم په یاد مورد بحثونه وشي.

14-Hamal1400-Adli.JPG

دکمېسیون د رئيس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، مصئونیت او امتیازونو د کمېسیون ناسته کې د مشرانوجرګې د کورنیو دندو اصولو اړوند بحث او وپتییل شوه چې موضوع دې د پراخو څېړنو په موخه د کمېسیون راتلونکې ناستې ته وځنډول شي. د غونډې بله برخه کې راغلې عریضې د څېړنو وروسته اړوندو بنسټونو ته ولیږل شوې.

14-Hamal1400-Emtiazat.JPG