اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وري ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

-د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د وری لسمه نېټه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د سه شنبې ورځې غونډه کې د هېواد د امنیتي،دفاعي او استخباراتي سکتور مسئولانو د امنیتي وضعیت اړوند او د دښمن د تحرکاتو په برابر کې د خپلو تدابیرو په اړه ځوابونه وویل.


10-Hamal1400-JAL1.JPG


خو د غونډې پیل کې د جرګې رئيس فضل هادي مسلم یار او غړو د افغانستان د لوړ پوړي پلاوی څخه د دوست هېوادتاجیکستان د تود هرکلي او ولسمشرمحمد اشرف غني ته د تاجیکستان د ملي پوهنتون د افتخاري دوکتورا ورکړې څخه مننه او قدر داني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو یو لړ پروګرامونو له قرارداد څخه یادونه وکړه.

د ویلو ده چې ولسمشرمحمد اشرف غني پرون سهار د یوه دولتي لوړپوړي پلاوی په مشرۍ د آسیا زړه- استانبول بهیر نهمه ناسته کې د ګډون په موخه د تاجیکستان پلازمینې دوشنبې ښار ته ورسید او د تاجیکستان د ولسمشر او د یاد هېواد د نورو مسئولانو له رسمي هرکلي سره مخ شو.

غونډه کې ځینو سناتورانو کابل کې میشت د پاکستان سفیر د وروستیو څرګندونو په مورد کې  وویل، که چیري پاکستان غواړي افغانستان سره همکاري وکړي نو خپل هېواد کې دې د ترهګروځالې وتړي او افغانستان ته دې د ترهګرو د لیږد اوملاتړ څخه دې ډډه وکړي او د پاکستان او امریکا رښتینې پرېکړې کولای شي د افغانستان سولې بهیر سره ډېره مرسته وکړي.

د یادو مواردو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د مجلس د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله چې د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې دې د غیر پوځي تلفاتو او کندهار ښار کې دې د یولسمې امنیتي حوزې د جنایي آمر په موټر د ډزو موضوع وڅيړي.

ورپسې د دفاعي چارو اوکورني امنیت کمېسیون رئيس محمدهاشم الکوزي او د مجلس نورو غړو د افغانستان د کورنیو او بهرنیو دښمنانو د توطیو پر وړاندې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه په ستاینې سره د دښمنانو ځپلو کې د یادو بنسټونو د تیاریو، د لویو لارو د امنیت د ټینګښت، د لویو لارو په اوږدو کې د طالبانو ډلې د څېړنو او ګمرکي مرکزونو د لمنځه وړلو، د وسله وال پوځ د تجهیزاتو، اعاشې او اباتې د اکمال او په وخت سره د دوي د معاشونو د ورکړې، لوژستیکي برخو کې فساد سره د جدي مبارزې، د روغتیایي بنسټونو د تقویې، د ترهګریزه بانډونو، غلو او تښتوونکو  د لمنځه وړو په موخه د مناسبو حل لارو د رامنځته کیدو، د وسله وال پوځ لیکو څخه د دښمن د نفوذي افرادو د پيژندو، د علي پور قضیې، د تښتوونکو له منګولو د کوچني عبدالرووف د خوشي کیدو، د نشه یی توکو، الکولي څښاکو او تابلیت کا د پلور او استعمال څخه د مخنیوي، د  تروریستي شبکو د فعالیتونو د لمنځه وړو او ځینو نورو مواردو اړوندپوښتنې مطرح کړې.


10-Hamal1400-JAL2.JPG


ورپسې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال نجیب الله وردګ خپلو خبرو کې وویل چې د ژمي په موسم کې مشخصې اړتیاوې او لازم تجهیزات او امکانات د قول اردوګانو واک کې ورکړل شوي او تدارکاتي بهیرهم آسانه شوی ترڅو د قانون مطابق پيرنې هم چټکې شي او ژمنه یې وکړه چې د غونډې د غړو وړاندیزونو او غوښتنو ته ته به لومړیتوب ورکول کیږي او رسیدګي به ورته وشي.

همداراز د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز لومړي مرستیال ډګرجنرال اقبال علي هم ډاډ ورکړ چې وسله وال پوځ د پسرلي موسم کې د هر ډول ګواښ پر وړاندې لازم تیاری لري او د دښمن هر ډول خوځښت ته به پریکنده ځواب ووایي، او څرګنده یې کړه چې د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو او ګډو هڅو له پاره منظم پروګرامونه ترلاس لاندې دي او په دې وروستیو کې د نهه سوو زیات عملیات ترسره شوي چې د پرسونل د انتقالاتو او د دوی د تجهیزاتو او اکمالاتو ترڅنګ د دښمن پټنځایونه هم په نښه شوي او هم یې د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې د عملیاتو د دوام او یادې ولسوالۍ کې د تازه دمو سرتیرو د ځای پرځای کولو څخه خبر ورکړ او ویې ویل، د عملیاتو په جریان کې دښمن ته درانه زیانونه اوښتي دي.

جنرال اقبال علي وویل، ټاکل شوې د روژې مبارکې میاشت کې د شهیدانو د وارثانو زرګونه کورنیو سره به مرستې وشي او ترڅنګ یې د هېواد د لویو لارو او د هغو ولایتونو د امنیت ټینګښت ته چې لوړ ګواښ سره مخ دي لازمه رسیدګي وشي.

ورپسې د کورنیو چارو وزارت معین لوی پاسوال محمد انورپریپال خپلو څرګندونو کې وویل، سره له دې چې تیر کال دښمن د جګړو په زیاتوالي سره کوښښ وکړ ترڅو مذاکراتو کې امتیاز ترلاسه او خپلې نامشروع غوښتنې په خلکو تحمیل کړي خو د هېواد وسله وال پوځ دوی پرينښودل چې د هېواد اراضي ونیسي.

جنرال بريپال زیاته کړه، شمېرې ښیي چې پدې وروستیو کې هېواد په ځانګړې توګه کابل ښار کې د جنایي جرمونو، هدفي وژنو او تښتونو کچه ټیټه شوې او د څلور سوو زیات کسان چې د مقناطیسي ماینونو ځای پر ځای کولو کې یې لاس درلود هم نیول شوي دي.


10-Hamal1400-JAL3.JPG


د ملي امنیت لوی ریاست مرستیال ډګرجنرال نظرعلي واحدي هم په خپلو خبرو کې وویل، په داسې حال کې چې یوې استخباراتي او ناپيژانده جګړې سره مخ یو خو د هېواد دفاعي او منیتي خواکونه خلکو، نظام او د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا څخه پوره دفاع ته چمتو دي.

نوموړي وویل چې طالبان پاکستان کې پسرلنیو جګړو ته تیاری نیسي خو د هېواد امنیتي ځواکونه به هم په پوره چمتوالي د هغوی خوځښتونو ته قاطع ځواب ورکړي، او د دښمن ټولې چاودنې او ځانمرګي د پاکستان استخباراتو له خوا تمویلیږي.او د القاعدې او حقاني ډلې سره د طالبانو اړیکې اوس هم پرځای دي.

نوموړي د تیر کال په اوږدو کې د ملي امنیت منسوبینو د لاسته راوړنو په اړه وویل، چې د داعش او القاعدې ډلو د مخکښو غړو په ګډون تر۴ زرو زیات حرفوي ترهګر د ملي امنیت ځواکونو لخوا نیول شوي.

جنرال نظري د یادې ادارې لخوا د وګړنیزو ځواکونو اړوند کړنلار د ورستي کیدو اړوند هم معلومات ورکړل چې یاد ځواکونه د ولایتونو د چارواکو او اوسیدونکو په غوښتنه د نورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ګمارل کیږي.

نوموړي د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ کې رامنځته شوې قضیې ته په اشارې سره وویل، د شک پرته علیپور د نورو ترهګریزو ډلو په څېر نه بښوونکی جنایت کړی او دم ګړۍ امنیتي او دفاعي ځواکونه د بهسودو بېلابېلو سیموکې میشت دي او خپلو عملیاتو ته به دوام ورکوي.

ښاغلي واحدي د خپلو څرګندونو په دوام کې د بلخ ولایت څخه د تښتول شوي کوچني عبدالرووف د خوشې کېدو اړوند وویل،شاوخوا شل تنه د یادې قضیې په تړاو نیول شوي او د یاد ماشوم د خوشي کیدو په اړه هڅې روانې دي.

د غونډې پای کې د مشرانوجرګې غړو د مسئولانو څرګندونې د قناعت وړ وګڼلې او ټینګار یې وکړ چې د دوی لیدلورو او وړاندیزونو ته چې د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه یې وړاندې کړې د هېواد د امنیتي،د فاعي او استخباراتي سکتور د مشرتابه لخوا دې په پام کې ونیول شي.

10-Hamal1400-JAL4.JPG