اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د غويي ۲۴ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د وری  اتمه  نېټه

د ملي شورا دمشرانوجرګې د یکشنبې ورځې غونډه کې د ولسمشرمحمد اشرف غني لخوا د کمال خان بند د پرانیستې او په ټوله کې د اوبو د ښه مدیرت څخه ملاتړ او قدرداني څرګنده شوه.

8-Hamal1400-JAL1.JPG

دغه غونډه چې د جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوړه شوه، سناتورانو د کمال خان بند پرانیستې څخه خوښي وښوده او ویې ویل چې د یاد بند پرانیسته په ملي کچه یوه ستره او تاریخي لاسته راوړنه ده او هېوادوالو په ځانګړې توګه د نیمروز ولایت اوسېدونکو ته د فوق العاده اقتصادي اهمیت څخه برخمنه ده او زیاته یې کړه چې د یاد بند پرانیسته د یو ښه خبر په توګه ټول هېواد کې د وطنوالو د خوښۍ سبب شوه او اړتیا ده چې د مشرانوجرګې ستاینلیکونه د هېواد ولسمشر، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مشرتابه او انجنیرانو او د یاد بند ساتونکو ته ډالۍ شي او ترڅنګ یې له حکومته وغوښتل شول چې د کمال خان بند څخه د ساتنې د قربانیانو له وارثانو سره لازمې مرستې وشي او د یاد بند له اوبو څخه د  اوبولګولو او برېښنا د تولید له پاره په سمه توګه ښه او علمي ګټه واخیستل شي.

سناتورانو وویل چې هېوادوال به د دې سربېره د کابل د شاه او عروس بند او بدخشان د شورابک برېښنا بند په شان د نورو پروژو د پرانیستو شاهدان و اوسي او تمه کیږي چې د کاپیسا د باغدرې او کنړ برېښنا بند په ګډون د هېواد نورو بندونو رغاونې ته هم پاملرنه وشي.

د ویلو ده چې د کمال خان اوبو بند د ۱۸۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو او د نهه میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

هغه سیمه چې د کمال خان بند په کې موقعیت لري هواره دښته ده، د اوبو د تنظیم ملي ادارې په خبره د یاد بند د اوبو د ذېرمې ظرفیت دوه پنځوس میلیونه متر مکعب دی،سره له دې چې یاد بند د سلما بند سره په پرتله کوچنې دی خو د اوبو د کنټرول ځواک یې ډېر لوړ دی، د اړوندو ادارو د اطلاعاتو له مخې د کمال خان بند کار ۱۳۴۵ کې پیل شوی وو خو د جګړو د دوام او افغانستان کې د سیاسي بدلونونو پر بنسټ د یاد بند کار کلونه کلونه وځنډید.

یاد بند د نیمروز ولایت د زرنج ښار جنوب لوري ته اتلس کیلو مترۍ کې د هیرمند رودخاني تګلوري کې رغول شوی چې د افغانستان غرونو څخه یې سرچینه اخیستې او دهامون سیند چې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډ سیند دی توییږي.

غونډه کې یوشمېر سناتورانو سره له دې چې د قطر سولې د پڅ بهیر او یاد بهیر کې د زلمي خلیلزاد په مبهم چلند نیوکه وکړه او وویل چې د استانبول کنفرانس کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پلاوی باید د جمهوریت، شته لاسته راوړنو د خوندیتوب، د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د تقویې او خوندیتوب څخه په واحد دریځ دفاع وکړي.

8-Hamal1400-JAL2.JPG

سناتورې ډاکټر انار کلي هنریار ته د ابن سینا سولې نړیوالې جایزې ډالۍ کول او پاریس ښار کې د هېواد ملي اتل شهید احمدشاه مسعود په نوم د یوځای نومول او د لیک دړې لګول د مجلس د یوشمېر غړو تود هرکلي سره مخ شو او د ملي اتل په نوم د یاد ځای د نومولو په موخه د فرانسې دولت او خلکو او سناتورې انار کلي هنریار ته د جایزې د ورکړې په موخه د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت څخه قدرداني څرګنده شوه.

د آزادو بحثونو جریان کې د هېواد د لویو لارو اوږدو کې د ناامنیو د زیاتوالي څخه اندېښنه څرګنده شوه او ټینګار وشو چې امنیتي او دفاعي مسئولان دی یادې برخې ته پاملرنه و کړي او ترڅنګ یې د مجلس ځینو غړو د غیرمسئول وسله وال علیپور او بهسودو ولسوالۍ کې د نوموړي کسان چې د ملي اردو د یوې چورلکې په راغورځولو او د یادې چورلکي د پرسونل په شهادت رسولو تورن دي، وویل چې مخکې د جمهوري ریاست دویم مرستیال ښاغلي محمد سرور دانش یاد شخص په ضمانت خوشي کړی وو او باید عدلي او قضایی ارګانونو ته د عليپور په احضارولو کې حساب ورکړي.

د نورستان د والي په توګه دحافظ عبدالقیوم د بیاځلي ګمارلو څخه هرکلی، ننګرهار ولایت کې د ښوونکو نویو بستونو کې د با تجربه او بالمقطع ښوونکو په استخدام ټینګار، په ټاکلي وخت جوزجان ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو ادارې کارکوونکو ته د تخصیص نه رسیدل، کابل کې پر یوې اته کلنې نجلۍ د جنسي تیري کوونکې په محاکمې ټینګار او ځینې نور مسایل هم بحثونو کې وویل شول.

د آزادو بحثونو پای کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د ویره اچوونکو پر وړاندې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو مبارزې څخه په نیکۍ یادونه وکړه او ویې ویل چې راتلونکې ناسته کې به د امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه سره د هېواد د امنیتي وضعیت اونوي فصل کې د دوی د تدابیرو اړوند بحثونه وشي.

د مجلس رئيس خپلو خبرو کې وویل هرڅوک چې د هېواد د امنیتي زړه ورو ځواکونو پر وړاندې وسله پورته کوي او د شهادت لامل یې ګرځي، دښمن سره توپیر نه لري او باید تر څېړنو لاندي ونیول شي او غیر مسئول وسله وال علیپور چې په څو جنایتونو تورن دی باید ونیول شي اوعدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي، همداراز یې وویل چې نباید ځینې سیاسیون او څېرې موضوع ته سمتي او قومي رنګ ورکړي او له مجرم عليپورڅخه ملاتړ وکړي.

د مشرانوجرګې رئيس د هېواد د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود په نوم د یوه ځای د نومولو په موخه د پاریس ښاروالۍ او فرانسې دولت څخه قدرداني او مننه وکړه او یاده کړنه یې د افغانستان د مجاهدو خلکو ویاړلو مبارزو ته درناوی یاد کړ.

8-Hamal1400-JAL3.JPG

د مشرانوجرګې رئيس همداراز د جرګې غړې ډاکټر انارکلي هنریار ته د ابن سینا سولې نړیوالې جایزې د ډالۍ کولو له امله مبارکي وویله او د دې ترلاسه کول یې د ډاکټرې هنریار د مدني هڅو او کوښښونو پایله وبلله.

فضل هادي مسلم یار د کمال خان بند د پرانیستې په نسبت د هېواد ولسمشرمحمد اشرف غني، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مسئولانو، د بند کارکوونکو، امنیتي منسوبینو، د نیمروز ولایت اوسېدونکو او ټولو هېوادوالو ته مبارکي وویله اوهیله یې څرګنده کړه چې د کارلاندې د ټولو ټولګټو پروژو کار دې چټک شي.

همدا راز یې څرګنده کړه چې په مناسب فرصت کې به د مشرانوجرګې پلاوي سره د نیمروز ولایت خلکو سره د د لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړي. همدا راز د مجلس د غړو د وړاندیز پر بنسټ پرېکړه وشوه چې د کمال خان بند د پرانیسې په ویاړ دې د ملي شورا دمشرانوجرګې ستاینلیک ولسمشرمحمد اشرف غني ته تقدیم کړای شي.