اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وري ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانوجرگي مطبوعاتی دفتر

د ۱۴۰۰ کال  د وري اوومه نېټه

د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار نن مازدیګر د خپل کارپه دفترکې د پاکستان سفیر ښاغلي منصور احمدخان سره وکتل.

7-Hamal1400-PK.jpg

کتنه کې ښاغلي منصوراحمدخان د دې ترڅنګ چې د پاکستان د سنامجلس د رئیس رسمي بلنه د افغانستان د مشرانوجرګې رئیس سره شریکه کړه، خپلو خبرو کې وویل چې دواړه ګاونډي هېوادونه تاریخي مشترکات لري او باید د دوی ترمنځ اړیکې نږدې او غښتلې وي ځکه باثباته او امن افغانستان د پاکستان اوسیمې په ګټه دی او په همدې موخه یې متبوع هېواد افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې هڅې کوي او هیله لري چې روانه جګړه پای و مومي او سوله ټینګه شي.

7-Hamal1400-PK1.jpg

د پاکستان سفیر وویل د پاکستان حکومت په مختلفو برخو کې په خاص ډول د پارلماني اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی او په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د یاد هېواد د ملي شورا رئیس کابل ته سفر وکړي او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ځینو چارواکو سره وګوري، همداراز هڅې کیږي چې د افغانستان وګړو ته د ویزو د وېش په برخه کې زیات سهولتونه رامنځ ته شي او هم د سودا ګرۍ په برخه کې اصلاحات پلي شي.

نوموړي زیاته کړه چې د پخوانیو تېروتنو څخه په درس اخیستلو باید د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د همکاریو زمینې جوړې شي او د سوداګرۍ د پرمختګ او ودې لپاره عملي اقدامات ترسره شي.

ورپسې د ملي شورا د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار خپلوخبروکې د پاکستان د سنامجلس درئیس د رسمې بلنې څخه قدرداني وکړه او وویل د افغانستان د خلکو د مقدس جهاد په دوران کې پاکستان هېواد له افغان مهاجرینو ښه کوربه توب وکړ او هغوی ته یې امکانات او سهولتونه برابرکړل چې هېڅکله به یې د افغانستان خلک له هېره ونه باسي.

7-Hamal1400-PK2.jpg

د مشرانوجرګې رئیس زیاته کړه هیله مندیو چې د پاکستان حکومت په ځانګړې ډول پاکستاني نظامیان دا ځل په ښه نیت او رښتینې توګه په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو په برخه کې همکاري وکړي او د متقابل احترام په نظرکې نیولو او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د شته ستونزو د حل په موخه عملي اقدام وکړي، ترڅو هغه هڅې چې افغانستان کې د سولې د تامین په موخه روانې دي مثبتې پایلې ورکړي چې دا د دواړو هېوادونو او سیمې په ګټه دي.

فضل هادي مسلم یار د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې افغانستان هېڅکله هم د پاکستان داخلي چارو کې لاسوهنه نکوي چې تمه کیږي پاکستاني چارواکي هم دې برخې ته پام وکړي او د دواړو هېوادونو حکومتونه په مختلفو ساحو کې د اړیکو د نږدیوالي او تقویت لپاره کار وکړي.

7-Hamal1400-PK3.jpg

د ملي شورا د مشرانوجرګې رئیس څرګنده کړه چې نشو کولای موجوده جغرافیا بدله کړو او یو بل محوه کړو بلکه د دوو مسلمانو ګاونډیانو په توګه باید د فاصلو د کمولو او یو دبل د آبادۍ او خوشحالۍ لپاره کار وشي.