اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وري ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۴۰۰ کال د وري اوومه نېټه

د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار نن د ملي شورا په مقر کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسې مېرمن شهرزاد اکبر او د یاد کمېسیون کمیشنرانو سره وکتل.

کتنه کې مېرمن اکبر د یاد کمېسیون د لاسته راوړنو څخه د یادونې ترڅنګ وویل چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هڅه کوي ترڅو د هېواد سیاسیونو سره مشخصې نظریې شریکې او له دوی وغواړي چې د استانبول ناستې په ګډون د سولې اړوندو ناستو کې د هېوادوالو د اساسي حقوقو د تامین، د مدني آزادیو او قوانینو د خوندیتوب او د جګړو دپای ته رسېدو له پاره په ګډه کار وکړي او یاد بهیر کې د جګړو د قربانیانو او لږکیو دحضور زمینه هم مساعده کړي، اوپه دې برخه کې د مشرانوجرګې د رئيس او غړو د همکارۍ غوښتونکې شوه.

همدا راز د یاد کمېسیون کمیشنرانو وویل چې د سولې په اړه ناستو کې نباید اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شي او د مختلفو لارو دې د بېلابېلو قشرونو زمینه برابره او تاوتریخوالي ته دې د پای ټکی کیښودل شي.

7-Hamal1400-MUL1.JPG

ورپسې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یارخپلو خبرو کې د دوحې مذاکراتو او مسکو ناستې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې پدې رابطه مشرانوجرګې تل خپلې ملاحظې اړوندو مسئولانو سره مطرح کړي او ټینګار یې کړی چې نباید د سولې بهیر په ګډون د هېواد د مهمو مسایلو په اړه  سطحي برخورد وشي، او زیاته یې کړه چې د سنا مجلس د تلپاتې او باعزته سولې د ټینګښت څخه چې زموږ د ولسونو د هوساینې سبب وګرځي ملاتړ کوي او په لنډ مهالې او ماتیدونکې سولې باور نه لري.

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه چې باید د هېواد سیاسیون په بشپړه هېواد پالنې او د مسئولیت په حس کولو د خود خواهیو او موقف غوښتنو څخه تېر او د خلکو او هېواد دخیر او ګټو لپاره فکر او کار وکړي چې د باعزته سولې او لاسته راوړنو د خوندیتوب بریا په کې تضمین کیږي.

د مجلس رئيس زیاته کړه، موږ هیله لرو چې د استانبول ناستې ګډونوال په بشپړې همغږۍ او واحد دریځ سره عمل وکړي او یاده ناسته کې د خلکو غوښتنې په رښتینې توګه منعکس کړي، همدا راز یې څرګنده چې کړه چې د ملي شورا مشرانو جرګه د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پروګرامونو څخه چې د هېوادوالو د اساسي حقوقو څخه د ساتنې له پاره هڅې کوي، ملاتړ کوي او په بېلابېلو برخو کې به خپل لید لوري، وړاندیزونه او ملاحظې له یاد کمېسیون سره شریکوي.