د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹
کال د کب د میاشتې ۳۰
د مشرانوجرګې ځینو کمېسیونونو د
بېلابېلو مواردو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.
د کمېسیون د رئيس لطف الله بابا په
مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې رئيسې ندیمې
سحر د یادې ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو اړوند معلومات وړاندې کړل.
مېرمن سحر وویل، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو
ادارې مرکزونه دم ګړۍ د هېواد ۲۵۳
ولسواليو کې فعالیت لري چې تعلیماتو یې دولسم او څوارلسم ټولګي پوښښ لاندې نیولي
چې لوایحو او مقرراتو کې د اصلاحاتو په راوستو سره سیستم په ښه توګه جوړشوی او د
فارغانو اسنادو د وېش بهیر د نهه پنځوس ورځو څخه شپږو ورځو ته راټیټ شوی او شاوخوا
۶۴ زره زده کوونکې
په ۷۴رشتو کې د تعلیم
او حرفې په زدکړو بوخت دي.
نوموړې زیاته کړه چې د استادانو د مهارتونو کچې
لوړولو او د نصاب بیا کتنې برخو ته پاملرنه شوی او ټاکل شوې د تخنیکي او مسلکي
تعلیماتو پوهنتون هم رامنځته شي ترڅو د دولسم او څوارلسمو ټولګیو فارغان وکولاي شي
د لیسانس تر کچې تحصیل وکړي ترڅنګ یې بېلا بېلو بنسټونو سره دېرش هوکړه لیکونه
لاسلیک شوي چې په کې فارغان جذب شي، نوموړې څرګنده کړه چې په ۱۴۰۰ کال کې به د
هېواد بېلا بېلو برخو کې ۸۸نوي
مرکزونه جوړ شي او د ننګرهار ولایت د ردواتو ولسوالۍ د حصاررشاهي د انستیتوت پروژه
چې د پوهنې وزارت انتقالي پروژه ده او قرارداد یې فسخ شوی وو یو ځل بیا قرارداد ته
تللې چې د قرارداد د تړلو وروسته به هڅه وشي ترڅو په وخت سره تکمیل او ګټې اخیستنې
ته وسپارل شي.
د کمېسیون د رئيس محمدنادر بلوچ په
مشرۍ د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون غونډه کې ټاکل شوې وه د
سرې میاشتې افغاني ټولنې مرستیال او سکرترجنراله فاریاب ولایت کې د یاد بنسټ د
نمایندګۍ د پخواني رئيس محمدهمایون عادل د غیر قانوني لیری کېدو اړوند څرګندونې
وړاندې کړي خو د نامعلومو دلایلو پر بنسټ حاضر نه شول چې نه ګډون یې د کمېسیون
لخوا د ملت د کور په وړاندې بې پروایي او د مسئولیت څخه تیښته وبلل شوه.
همدا راز ټینګار وشو چې یاد مسئولان دې د وري د
میاشتې د څلورمې نېټې ناسته کې حضور راوړي، له دې پرته به موضوع عدلي او قضایي
ارګانونو ته د څېړنو په موخه ولیږل شي.
د عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د
دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون غونډه کې ټاکل شوې وه چې
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د نورستان ولایت د عامې روغتیا رئيس او د (اهید)
موسسې رئيس د نورستان ولایت د یو شمېر اوسېدونکو په حضور د (اهید) موسسې څخه د دوی
د شکایت په اړه وضاحت ورکړي خو د نامعلومو دلایلو لمخې حاضر نه شول چې د کمېسیون د
غړو له خوا پرې نیوکې وشوې.
د کمېسیون غړو څرګنده کړه چې د نورستان ولایت یو
شمېر اوسېدونکو د ستونزو سره سره خپل شکایت ته د رسیدګۍ په موخه کمېسیون ته حاضر
شول خو په خواشینۍ سره د مسئولانو له خوا پاملرنه ونه شوه، کمیسیون پرېکړه وکړه چې
یاد مسئولان دې د چهار شنبې په ورځ د وري د څلورمې نېټې غونډه کې حاضر شي.
د غونډې پاي کې د خصوصي لوړو زدکړو موسسو څخه د
یوشمېر محصلانو شکایتونه په بحث کې راغلل او د حل او رسیدګي په موخه اړوندو
بنسټونو ته ولیږل شول.
د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی
الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون ناسته کې اداري
فساد سره د مبارزې قانون کې د پیشنهادي تعدیلونو او اداري فساد سره د مبارزې
کمېسیون د نه خپلواکۍ څخه د مدني ټولنې ائتلاف ډلې د لیدلوري او اندېښنو اړوند
بحثونه وشول او د موضوع پاتې موارد راتلونکې ناستې ته وځنډول شول.
د پیشنهاد ضمیمه کې یادونه شوې چې د مدني ټولنې
ګډې کاري ډلې د افغانستان د مدني بنسټونو د سترې شبکې په نامه خپل اعتراضونه د
فساد سره د مبارزې کمېسیون د کمیشنرانو د غیرقانوني ټاکلو اړوند د یوې خبري ناستې
په لړ کې څرګند کړي او باورلري چې حکومت یاد قانون د سیاسي کمېسیون د جوړېدوپه
موخه نقض کړی دی.