اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د غبرګولي ۱۲ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د کب ۲۷ مه نېټه

د مشرانوجرګې د کمېسیونونو ناستې دمختلفو مواردو په اړه ترسره شوې.

د کمېسیون د رئيس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو،مصئونیت او امتیازونودکمېسیون ناسته کې دمشرانوجرګې د کورنیو دندو اصول په بحث کې مطرح او د لازیاتو څېړنو په موخه د کمېسیون راتلونکې ناستې ته وځنډول شول.

د غونډې بله برخه کې د کمېسیون غړو د افغانستان اړوند د سولې ناستې په اړه چې روسیې هېواد کې سبا ترسره کیږي خبرې وکړې او د ګډونوالو یې وغوښتل چې د هېواد لوړې ګټې په پام کې ونیسي او افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګښت له پاره هوکړې ته ورسیږي.

همدا رازکمېسیون ته د راغلیو عریضو د رسیدګۍ سربېره د مشرانوجرګې دغړو د امنیتي مسایلو اړوند بحث او پرېکړې وشوې.

27-Hot99-Emtizat.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمدحنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غوندې پارلماني چارو کې د دولت وزارت د حکومتي اړیکو د عمومي رئيس او د کمېسیون ناستو کې د حکومتي چارواکو د غوره تنظیم اړوند د دولتي ادارو د پارلماني مسئولانو سره بحثونه وشول.

غونډه کې هغه ستونزې او نیمګړتیاوې چې د چارواکو د بلنې د تنظیم، د مراسلاتو د لیږد او اړیکو د ټینګښت او ځینې نور برخو کې موجودې وې د مسئولانو سره شریکې شوې.

د حکومتي اړیکو رئيس د دا ډول ناستو جوړیدل د کاري ښه والي په موخه مهم ګام وګڼه او ډاډ یې ورکړ چې شته ستونزې به حل او ترڅنګ یې د دوی لاره کې شته ستونزې په لیکلي توګه وړاندې کړي، چې کمېسیون ډاډ ورکړ ترڅو د پارلماني دفتر د کاري موثریت په موخه د مسئولانو مطلوبو وړاندیزونو ته پاملرنه وشي.

دغه راز غونډه کې د عامې روغتیا وزارت معین او یو شمېر ریسانو سره د کرونا ویروس سره د مبارزې پيسو څخه د مسئولانو د ناوړه استفادې او اداري فساد دوسیو سره د عامې روغتیا وزارت د اجرااتو، د کرونا واکسین د پلي کیدو د اختلالاتو څخه د هېوادوالو د اندېښنې، د درملو، تجهیزاتو او ولایتونو د اکمالاتو څخه د هېوادوالو د اندېښنو اوولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت د همکارو موسسو فعالیتونو څخه د نه رضایت اړوند بحثونه مطرح شول.

مسئولانو د څرګندونو په وړاندي کولو سره وویل، د تورنو دوسیې د عدلي او قضایي ادارو څېړنو لاندې دي او تراوسه کومه کتبي اطلاع د عامې روغتیا وزارت ته نه ده راغلې، همدا راز د کرونا واکسین د اختلال اړوند یې وویل، نړۍ کې د واکسینونو د اختلال اړوند اوازې د سیاسي جریانونو له خوا زیانمني شوي او تراوسه د نړۍ روغتیایي سازمان په دي اړوند کومه پرېکړه نه ده کړې، او ترڅنګ یې ډاډ ورکړ چې ټول مسایل به په لیکلي توګه کمېسیون ته وړاندي کړي.

27-Hot99-Shikayat.JPG 

د کمېسیون د رئیس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې ازبیکستان هېواد ته د سراج الدین فیضي د سفر دمخنیوي په اړه شکایت د کام ایر هوایي شرکت رئيس او د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې  دیاد شرکت مسئول سره مطرح شو.

مسئولانو وویل، د نوموړي سفر د دولت د لوړ پوړو اشخاصو د خپلوانو څخه د یوه د اړیکې پر بنسټ ځنډول شوی.

کمېسیون د هغوی څرګندونې د قناعت وړ ونه ګڼلې او داسي پرېکړه یې وکړه چې له هېواد څخه بهر ته ممنوعیت د عدلي او قضایي بنسټونو د حکم پرته جواز نه لري او کوم کسان چې په دا ډول غیر قانوني اعمالو لاس پورې کوي، څارنوالۍ ته دې وپيژندل شي.

27-Hot99-Mukhabirat.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمدنادربلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون ناسته کې د کار قانون طرحې اړوند د کار او ټولنیزو چار وزارت د حقوقي چارو د رئیس،د عدلیې وزارت د قانون جوړونې انستیتیتوت د رئيس او د افغانستان کارګرانو د ملي اتحادیې د رئيس په حضور سره بحثونه وشول.

کمېسیون د مسئولانو د نظریو د اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې دیاد قانون طرح به دمشرانوجرګې عمومي ناسته کې دمتخصصینو د نظریو په پام کې نیولو سره مطرح کړي.

27-Hot99-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمد رحیم حسنیار په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون ناسته کې د اسلام قلعه او ابو نصر فراهی بندرونو کې د نفتي توکو او اوبلن ګازو ټانکرونو د سوځېدو څخه د رامنځته شویو زیانونو د جبران اړوند د بار وړونکو موټرونو د خاوندانو او ملي سوداګرو د شکایتونو موضوع د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئيس، د نفتي توکو رئيس، د ترانسپورت وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس، د هرات ولایت د ترانسپورت رئیس او د نورم او ستندرد ملي ادارې رئيس سره مطرح شول.

د ګمرکونو رئيس د اورلګېدنې علت د ترانسپورت برخې اعتصاب، اسلام قلعه بندر کې د موټرو ګڼه ګوڼه او له بلې خوا د نمونې د اخیستو په وخت د نورم او ستندرد (انسا) ادارې او (تی سی آر سي) کمپنۍ د کارکوونکو لخوا د ټانکرو د والونو نه ټینګول وګڼل او زیاته یې کړه چې سیمې څخه د موټر سایکل د تلو په وخت پېښه رامنځته شوی ده.

د نورم او ستندرد ملي ادارې رئيس د څېړنو پلاوي رپوټ چې د پېښو سره د مبارزې وزیر یې مشري کوله لومړنۍ او غیر تخنیکي یادې کړي او د یادې ادارې د کارکوونکو د ناغیړۍ اړوند د مالیې وزارت د مسئولانو څرګندونې یې رد کړی، بندرونو کې د تجهیزاتو او امکاناتو نشتوالې، د سیمه ییزو زورواکو لاسوهنه، د موټرو د معیاري پارکونو نشتوالې او د موټر چلوونکو بی پامي یې د اور لګیدنې اصلي علت یاد کړ.

د ترانسپورت وزارت د پلان رئيس وویل د ترانسپورتي او بار وړلو اتحادیې عمومي رئيس طلا محمد نومی چې موټر چلوونکې یې اعتصاب ته هڅولي او په ټول هېواد کې یې بار وړونکې موټرونه ځنډولي وو چې د بندرونو پارکینګونو کې د موټرو د زیاتوالي او اور لګیدنې لامل شوی.

د کمېسیون غړو د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره جوته کړه چې ټولې امنیتي او ملکي ادارې مکلفې دي چې د اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګیدنې اړوند ځواب ووایي او دمرکز څخه لیږل شوي پلاوي سره همکاري وکړي ترڅو د پېښې علت معلوم او پړ کسان محاکمه شي.

او هم یې څرګنده کړه چې همداراز د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست، د نورم او ستندر ملي اداره، د نفتي توکو او نورې ادارې دې خپل راپورونه او څېړنې په لیکلي توګه کمېسیون ته راولیږي او هم دې اړوندې ادارې د زیانمنو د زیان د جبران په موخه د خپلو تدابیرو څخه کمېسیون سره راپور شریک کړي او هم به کمیسیون د اور لګیدنې موضوع د کمېسیون غونډو او د مجلس عمومي غونډو کې څيړي.

27-Hot99-Mali.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون غونډه کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون د نه خپلواکۍ، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې قانون کې د تعدیلونو د راوستو او یاد کمېسیون سره د ګډې ناستې د جوړېدو اړوند د مدني ټولنې ائتلاف ډلې د نظریو اړوند بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

27-Hot99-Adli.JPG 

د غه راز مولوي غلام محی الدین منصف د مشرانوجرګې پرونۍ غونډه کې د کاپيسا ولایت څخه د ژمنیو تعطیلاتو جریان کې خپل چمتو شوی راپور وړاندې کړ.

راپور کې د دښمن په وړاندې د نجراب ولسوالۍ افغانیه درې پاکولو له پاره د پوځي عملیاتو په لاره اچول ګټور وبلل شول خو ټینګار وشو چې باید په یادې سیمه او نورو ناامنو سیمو کې د مخالفینو د شتون څخه د سیمې د پاکولو په موخه د پولیسو ځواکونو مهماتو، وسایلو، اعاشې او اباتې ته پاملرنه وشي او وګړنیز ځواکونه په منظم ډول سوق شي او زیاته شوه چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د شهیدانو او وارثانو د حقوقو او امتیازونو په وخت نه ورکول او یادې برخې ته د سرپناه نه ویش نوري ستونزې دي چې باید ورته رسیدګي وشي.

د کاپيسا سناتور سره له دی چې د ښوونکو ډله ییزه ازموینه کې ستونزې په ډاګه کولې د پوهنې د ټولو اړتیاو او تشکیل د کمښت د حل غوښتونکې شو او ټینګار یې وکړ چې د دارالمعلمینونو الحاقیې او حمایوي مرکزونه د موثریت څخه برخمن دي او باید بیاځلې یې فعالیت پيل شي.

مولوي منصف په رپوټ کې د البیروني پوهنتون کې د محصلانو له پاره د بدل اعاشې ورکړه کمه یاده کړه او نجراب ولسوالۍ ته د یاد بنسټ د ښوونې او روزنې د یوې برخې د انقال غوښتونکې شو، او ټینګار یې وکړ چې د شرعیاتو په ګډون ټولو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرام ته جدي اړتیا ده چې باید مسئولان یادې برخې ته پاملرنه وکړي.

کروندګرو ته د کیمیاوي سرو او کرنیزو اصلاح شویو تخمونو په وخت ویش د کاپیسا کروندګرو نورې غوښتنې دي او اړتیا ده چې د څآرویو کلینیکونه پراختیا ومومي اوترڅنګ یې دکاپيسا اوسېدونکوپه ځانګړې توګه کروندګرو ته ثمر لرونکې بوټي ورکړل شي.

مولوي منصف د خپل راپور پای کې دجوماتونو تشکیل د زیاتوالي غوښتونکې شو او ویې ویل هیله ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دې برخه کې او وقفي ځایونو خوندیتوب کې لازمه پاملرنه وکړي.