د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د کب ۲۶ مه نېټه
د مشرانوجرګې نننۍ غونډه کې د افغانستان د
سولې ناستو په ځانګړې توګه د مسکو کنفرانس اجنډا کې د شکونو او د افغانستان د
اسلامي جمهوري دولت په پام کې نه نیولو باندې
نیوکې و شوې.

دمشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار چې دغونډې ریاست یې کاوه،
د مسکو ناستې د جوړېدو په اړه وویل: سره له دې چې د دې ناستې اجندا معلومه نه ده
خو د افغانستان دولت د سولې د مهم والي په
موخه په کې ګډون کوي او اړینه یې بولي چې راتلونکو کنفرانسونو کې د افغانستان
اسلامي جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزارت په محوریت کې ځای ولري ځکه افغان دولت
ټولو هېوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې لري او د افغانستان د خلکو مشروع استازی، د
ملي ګټو او د دموکراسۍ د وروستیو لسیزو دلاسته راوړنو محافظ او ساتونکی دی.
فضل هادي مسلم یار د سولې خبرو بهیر کې د ټولو قومي
لږکیو په حضور ټینګار وکړ او یاد بهیر کې یې له ښکلیو هېوادونو وغوښتل چې افغانانو
سره د دیپلوماتیکو لارو اړیکې ونیسي او د هېواد په دننه کې سیاسیونو سره د فرعي
اړیکو د جوړښت څخه ډډه وکړي.
د مجلس زیاته کړه د مشرانوجرګې لومړی نایب محمدعلم
ایزدیار چې ټاکل شوې د دې جرګې په استازولۍ د مسکو ناسته کې ګډون وکړي په کې به د مجلس د غړو او هېوادوالو پيغامونه، طرحې
او نظریې منعکس کړي.
دغه راز ځینو سناتورانو چې د مسکو ناستې او په عادلانه
توګه د پلاوي د ترکیب په اړه ټینګار کاوه له سیاسیونو وغوښتل چې کنفرانسونو کې دې
هېواد د برخلیک په وړاندې په همغږۍ عمل وکړي ترڅو مطلوبي پایلې ته چې باعزته سوله
ده لاسرسی پیدا کړو او زیاته یې کړه د ترهګري خطر اوس هم افغانستان ګواښي چې نباید
نړیواله ټولنه د یادې مسلې پر وړاندې سملاسي او د سنجش پرته پرېکړې وکړي.

سناتورانو د کابل پرونۍ ترهګریزه پېښه چې په کې د ښځو او
ماشومانو په ګډون د مخابراتو او اطلاعاتو اوفرهنګ وزارتونو څوتنه کارکوونکي شهیدان
او ټپیان شول یوجنګي جنایت او د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل وګاڼه او د
شهیدانو روح ته د دعا او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا د غوښتنې ترڅنګ یې وویل چې د
ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا باید د ترهګریزو ډلو د جنایتونو د بندېدو په
موخه پر طالبانو او د دوی په ملاتړو جدي فشارونه وارد کړي.
غونډې د هېواد کلیزه کې د اوبو مدیریت د ملي ورځې په
نامه د وري د څلورمې نومولو څخه تود هرکلی وکړ او یادې برخه کې یې د ولسمشر له
پرېکړې قدرداني وکړه خو ټینګار وشو چې د هېواد ملي پانګه اوبه نباید ضایع شي او هم
د نوي کال پسرلي کې د نیالګیو کینولو او چاپیریال ساتنې اړوند د خلکو د همکارۍ
غوښتنه وشوه.
همدا راز د هېواد تاریخي او فرهنګي آثارو څخه ډاډمنې
ساتنې او د قاچاق سره د جدي مبارزې اړوند د هېواد ملي آرشیف کې د تاریخي اثارو د
خطي نسخو نندارتون جوړېدو څخه هرکلی وشو او له وطنوالو وغوښتل شول که له ځانه سره
تاریخي اسناد او خطي نسخې لري د خلکو د لیدو په موخه دې ملي آرشیف ته ډالۍ کړي.
غونډه کې یوشمېر غړو ولسي جرګه کې دغزني ولایت د پښتنو
او تاجکو قومونو د نه حضور څخه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې باید ژر تر ژره غزني
کې د ولسي جرګې ټاکنې جوړې او یاد قومونه د خپلو سیاسي او مدني حقوقو څخه برخمن
شي
د مطرح شویو مواردو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې رئيس فضل
هادي مسلم یار د وخت د کمونیستي رژیم په وړاندې د هرات دخلکو د ۱۳۵۷ کال د کب د ۲۴مې
پاڅون څخه په یادونې، د مخابراتو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د کارکوونکو په
موټر د چاودنې په ګډون وروستۍ پیښې وغندلې او و ویل، د ۱۳۹۹ کال ورستیو ورځو کې
قرار لرو او ځای لري چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له قربانیو څخه ټول
سیاسیون، د رسنیو کارمندان او مدني فعالان یادونه او ستاینه وکړي ځکه چې په دې کال
کې د نورو هېوادوالو ترڅنګ،ګڼ شمېر امنیتي منسوبینو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د مجلس رئيس د هرات ولایت پاشدان بند پر ساتونکو د وسله
والو برید او د بغلان ولایت پوهنتون په استادانو او محصلانو بریدچې له امله یې
یوشمېر شهیدان او ټپیان شول په کلکو ټکو وغنده او د دې پېښو ته رسیدګۍ غوښتنه یې
وکړه.

د غونډې بله برخه کې د
ملي اقتصاد او عامه هوساینې د کمېسیونونو رئیسانو او یوشمېر سناتورانو د احتمالي
وچکالۍ سره مبارزه کې د حکومت د تدابیرو، کروندګرو ته د نویو کرهڼیزه وسایلو د
برابرولو، د کرهڼیزو درملو او بذري تخمونو د وېش، په معیاري توګه د محصولاتو د
بسته بندیو، کروندګرو ته د پور د ورکړو، ځینو سیمو کې د نشه یی توکو له پاره د
بدیل د رامنځته کیدو، سمنګانو کې په خپلسري توګه د پستې د راټولولو د مخنیوي، د
بامیانو کچالو ته د بازار موندنې، کلیو کې د بیکارۍ ستونزوته درسیدګۍ، د ولسي تړون
او ملي دسترخان پروګرامونو د پرمختګ او ځینو نورو مواردو اړوند پوښتنې د کرنې،
اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزیر او د کلیو د پراختیا وزارت سرپرست څخه مطرح کړې.
د کرنې، اوبولګولو او
مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي خپلو خبرو کې وویل، هطواد کې د احتمالي وچکالۍ
زیانونو څخه دقیقه مطالعه شوی چې په کې ۸۴زیانمنې ولسوالۍ نښه شوي او په اړه یې جمهوري
ریاست ته مشخص وړاندیزونه شوي ترڅو شاوخوا۲۵۰ زره میتریک ټنه غنم وپیرل شي او د
غلې او وړو پر وارداتو اسانتیاوې برابرې شي او هم نړیوالو موسسو سره بحثونه جریان
لري ترڅو د غذایي توکو د برابرولو برخو کې خپلې مرستې زیاتي کړي.
ډاکټر احدي زیاته کړه چې
۱۳۹۹ کال کې د غنمو حاصلات ښه وو او شاوخوا پنځه میلیونه متریک ټنه غنم راټول شوي
وو او څوارلس زره کروندګرو له پاره هم کرڼیز تخمونه وویشل شول، ترڅنګ یې د بڼوالۍ
برخه کې د اصلاحاتو په رامنځته کولو سره د بڼوالۍ محصولات زیات شوي چې لسګونه زره
هکتاره ځمکه د میوو په بڼوڼو پوښل شوی، همدا راز د کرهڼیزو محصولاتو د پروسس څو
فابریکې پرانیستل شوي او د زیاتیدو په موخه اقدامات روان دي او اړمنو کرونګرو ته هم
اسانه پورونه پام کې نیول شوي دي.
نوموړي وویل زعفران،
ترکاري او د ګلخانو زیاتوالی هغو سیمو ته چې په کې کوکنار کرل کیږي د بدیل په توګه
په پام کې نیول شوي او هم د اوبولګولو، د
کانالونو کیندلو او اصلاح شویو تخمونو برخه کې د نړیوال بانک په مرسته به دوه
اعشاره پنځه میلیارده افغانۍ مصرف شي او په خپل سري توګه د پستې حاصلاتو راټولول
او د ځنګلونو د پریکون د مخنیوي په موخه هم کارونه شوي دي.
همداراز د کلیو د
پراختیا او بیا رغاونې وزارت سرپرست مجیب الرحمن کریمي د مطرح شویو پوښتنو اړوند
څرګندونې وړاندې او وویل چې تیر کال کې توانیدلي چې د دوه زرو سلو پروژو څخه زیاتې
چې ټوله بودجه یې ۵۷ میلیونو ډالرو ته رسیږي د هېواد په کچه د ترانسپورت، څښاک
اوبو او اوبولګو برخو کې تکمیل کړي چې په بشپړیدو به یې شاوخوا دوه میلیونه تنه
ورڅخه برخمن شي او زیاته یې کړه چې د ولسي تړون پروګرامونو په ګډون د اته زره او
سلو پروژو کار جریان لري چې په بشپړیدو سره به یې لس میلیونه هېوادوال ورڅخه برخمن
شي .
مجیب الرحمن کریمي وویل سږکال د اوبو مدیریت برخه کې د یولس میلیاردو
افغانیو په ارزښت د لسو زرو او درې سوو پروژو د ډیزاین مراحل تکمیل شوي چې په
بشپړیدو سره به یې نږدې شپږ میلیونه هېوادوال ګټه واخلي.

نوموړي د ملي دسترخان
پروګرام ته په اشارې سره وویل: د جمهور رئیس د لارښوونې پر بنسټ د یاد پروګرام د
پلي کېدو مسئولیت د کلیو د پراختیا وزارت ته سپارل شوی چې تراوسه ۴۶۹ زرو کورنیو
باندی د غذایي توکو کڅوړې ویشل شوي، نوموړي ډاډ ورکړ چې په ۱۴۰۰ کال کې به د هېواد
په کچه نوي سلنه کورنۍ د دی پروګرام څخه برخمني شي.
کریمي د وچکالۍ اود دې وزارت
د پروګرامونو اړوند وویل: د اړوندو ادارو په همکارۍ نړیوال بانک ته وړاندی شوی
ترڅو د وچکالۍ د رامنځته کېدو په صورت کې چې د دوو سوو میلیونو ډالرو ژمنه هم ورکړل
شوی، د هېواد په کچه د ولسي تړون پروګرام په شان د انعطاف تر نامه لاندې پروګرام
پلی شی.
همداراز غونډه کې د
اجنډا سره سم د ملي شورا د ژمنیو تعطیلاتو جریان څخه د کاپیسا ولایت سناتور مولوي غلام محی الدین منصف خپل کاري
راپور وړاندې کړچې بشپړ جزئیات به یې د کمېسیونونو د خبرونو ردیف کې خپور شي.