اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د غويي ۲۴ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د کب ۲۴ مه نېټه

د مشرانوجرګې د لومړي نایب محمدعلم ایزدیار په مشرۍ د دې جرګې د نن ورځې عمومي غونډه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د اوبو رسولو او کانالیزاسیون لویو رئيسانو د اوبو بندونو د رغاونې او د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو د ضایع کیدو په اړه معلومات ور کړل.

غونډه کې د مواصلاتو او مخابراتو، عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې کمېسیونونو رئیسانو او ځینو سناتورانو د هېواد اوبو د مهار او کنټرول، د آمو سیند د غاړو د ټینګښت د څرنګوالي، د اوبو بندونو پروژو د کار د جریان،د کابل اوبو د وېش مدیریت، د خپلسرو ژورو څاګانو دکیندلومخنیوي، د څښاک اوبو ته د نه لاسرسي څخه د کندهار او نورو ولایتونود خلکوشکایت او ځینو نورو مواردو اړوند پوښتنې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رئیس او د اوبو رسولو او کانالیزاسیون رئیس څخه وپوښتې.

24-Hot99-JAL1.JPG

په پيل کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رئيس انجنیرخان محمدتکل وویل چې دم ګړۍ د ۸۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دولس لوی او متوسط بندونه ترکار لاندې دي او له دې جملې د کمال خان بندکاربشپړ او د شاه او عروس د بند کار هم د پای ته رسیدو په حال کې دی چې یادې ټولې پروژې به په راتلونکې کې د ۲۰۱ میګاواټه برېښنا انرژۍ دتولید ظرفیت او د ۵۰۰زره هکتاره څخه زیاتې ځمکې به خړوبې کړي، د دې سربېره د اوبو رسولو د ۱۳۲ کوچنیو پروژو او د کانالونو او سیندونو د غاړو د ټینګښت په ګډون د ۳۷ سربندونو د پروژو عملي کار دوام لري.

انجنیر تکل زیاته کړه، په پام کې ده چې ۱۴۰۰ کال کې د کابل للندر کې د شاتوت بند پروژې د رغاونې، د پنجشیرـ کابل د اوبو پیپ د انتقال، د لغمان او هلمند د سراج کانالونو او د هېواد په کچه د ۸۸نورو کانالونو عملي کارونه پيل شي، نوموړي وویل چې افغان حکومت د نړیوالو قوانینو سره سم د هېواد د اوبو مهارولو ته ژمن دی له همدې امله یې قانون کې د هېواد اوبو له پاره بیه په پام کې نیولې ترڅو په رڼا کې یې په ملي او نړیواله کچه چلند وشي.

انجنیرخان محمدتکل په داسې حال کې چې نږدې ورځو کې د بغلان ولایت د اجمیر کانال د عملي کار د پیل څخه خبر ورکړ وویل سره له دې چې کافی اندازه بودجه شتون نه لري خو د جوزجان ولایت خمآب او قرقین ولسوالیو کې د آمو سیند د سواحلو د پروژو ټینګښت څېړنه شوې او زیاته یې کړه چې د استملاک موضوع د کندهار ولایت د دهلې بند پر وړاندې اساسي ستونزه ده خو د حل له پاره یې هڅې رواني دي او هم په پام کې ده ترڅو د فاریاب ولایت د دهن درې او المار بندونو حقوقي ستونزې حل شي.

24-Hot99-JAL2.JPG

ورپسې د اوبو رسولو او کانالیزاسیون رئيس انجنیر حمیدالله ایلاني د کابل ښار د ځمکې لاندي اوبو څخه په ظالمانه توګه د ګټې اخیستنې او د اوبو کچې د ټیټیدو په نسبت د جدي اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ د پنجشیر سیند څخه د اوبو د انتقال او کابل ښار کې د اوبو شرکتونو د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي په برخو کې هم معلومات شریک کړل.

همدا راز ویې ویل، یاده اداره توانیدلې چې د کابل ښار څو سیمو باندې د څښاک اوبه وویشي او د احمد شاه بابا مینې سیمه کې د پنځه پنځوس میلیونه ډالرو په ارزښت خصوصي پانګونې سره یوه بله ستره پروژه پيل کړي، همدا راز بله پروژوه تر کار لاندې ده ترڅو تر یوه راتلونکې کال پورې د پلازمینې ځینو سیمو ته د لوګر سیند څخه د څښاک اوبه انتقال شي.

نوموړي زیاته کړه چې د پنجشیر، نورستان او تخار ولایتونو پرته د نورو ټولو ولایتونو د مرکزونو د اوبو رسولو شبکې بشپړې او یا هم د بشپړیدو په حال کې دي.

خو د غونډې آزادو بحثونو کې یوشمیر غړو د افغانستان د سولې ناستو اړوند چې ټاکل شوې روسیې او ترکیې هېوادونو کې جوړې شي وویل، باید له دې فرصت څخه په ښه توګه ګټه واخیستل شي او د نړۍ مطرح هېوادونه او د هېواد سیاسیون د جګړې د پای له پاره جدي هڅې وکړي او ټینګار وشو ترهغه وخته چې پاکستان په رښتینې توګه د افغانستان قضایاو سره مثبت چلند ونه کړي د سولې ناستې به ګټورې پایلې ونه لري.

غونډه کې یوشمېر سناتورانو د افغانستان قومونو اړوند نوملړ ته په اشارې سره چې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې لخوا خپور شوی، وویل، افغانستان د قومي، ژبني او مذهبي کثرت ګرایۍ او تنوع باندې باور مند دی او دا د هېواد له ښکلاو څخه دي، خو د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې خپل وروستي اقدام کې ځینې قومونه په خاښونو او طوایفو ویشلي چې حساسیتونه یې راپارولي او زیاته شوه چې اوسنیو شرایطو کې موږ یووالي او یو دبل منلو ته اړتیا لرو  او باید د احصائیې ملي اداره په خپلې پرېکړه کې له سره غور وکړي. خو ځینې نور په دې باور وو چې د ټولو قومونو ذکر کول د دوی د مشرانو د غوښتنې پر بنسټ ترسره شوي او اوس هم د قرغز، قزاق، مغل، بیات او ځینې نور قومونه هېواد کې ژوند کوي چې نومونه یې اساسي قانون کې ذکر شوي او نباید دوی په جبري توګه نورو قومونو ته منسوب شي.

همداراز غونډه کې د برېښنایي پيژندپاڼو د ویش بهیر سراسري کیدو پورې د کاغذي تذکرو د ویش د دوام غوښتنه وشوه او وویل شول چې د کاغذي تذکرو نه ویشل به ډېرې ستونزې جوړې کړي، او هم څرګنده شوه چې غزني ولایت کې د برېښنایي پیژندپاڼو د ویش ټول کارکوونکي د یوې ژبې خلک دي له دې پلوه د یاد ولایت پښتانه له ستونزو سره مخ دي او باید یاده برخه کې له سره غور وشي.

24-Hot99-JAL3.JPG

ځینوسناتورانوهرات ښار کې د پولیسو یوې ادارې ترڅنګ د موټر بم چاودنې په ګډون د وروستیو پيښو اړوند چې په کې لسګونه تنه چې زیات شمېر یې ملکي وګړي وو شهیدان او ټپیان شوي دي، غندنه وکړه او یاد عمل یې بشري ضد جنایت یاد کړ او ویې ویل، د ملکي خلکو وژل او ناامنۍ زیاتې شوي او اړینه ده چې د ملګرو ملتونو سازمان په خاص ډول د یاد سازمان د امنیت شورا د جګړې د پای او د افغان ولسونو د وژلو مخنیوي ته پاملرنه وکړي او پرېنږدي چې د ځینوګاونډیو هېوادونو په ملاتړ ترهګرې ډلې له دې زیات خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي.

د کمونستي رژیم پر وړاندي د هراتیانو د کب د ۲۴ پاڅون، ولسي جرګه کې د کندز خلکو د استازې فاطمه عزیز د مړینې په نسبت د ډاډګېرنې څرګندول، د زده کوونکو د ترانې ویلو د څرنګوالي اړوند د پوهنې وزارت پرېکړې څخه هرکلی، د فاریاب ولایت ځینو ولسوالیو کې ناسم امنیتي وضعیت، د غور ولایت په ګډون د ملي امنیت د رئيس او امنیه قوماندان په توګه ځینو ولایتونو کې د کار فهمه کسانو د نه ګمارنې په موخه د امنیتي ستکور مشرانو باندی نیوکه، کاپیسا ولایت کې د قهرجنو خلکو لخوا د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ د جرایمو دکشف آمر د قاتلینو وژلو څخه یادونه او ځینې نور مسایل هم آزادو بحثونو کې مطرح شول.

د بحثونوجمع بندۍ کې دغونډې رئيس محمدعلم ایزدیار د کب د څلرویشتمې پاڅون او د وخت د کمونیستي رژیم پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت د ویاړلو ورځو څخه یوه ورځ وګڼله او د یاد پاڅون او هرات  ولایت کې د تېرې جمعې دماښام پېښې شهیدانو ته دعا وکړه.

 همدا راز یې ولسي جرګه کې د کندز خلکو استازې مېرمن فاطمه عزیز روح ته دعا وکړه اوکاپیسا ولایت کې وروستۍ پېښې ته په اشارې سره وویل، مشرانوجرګه د تورنو د قانوني محکمې پلوي ده او د خلکو غصه هغه وخت زیاته شوه چې د فرشتې کوهستاني د وژنې په ګډون د څو وژنو قاتلین عدالت ته ونه سپارل شول نو ځکه یې په صحرایی محکمې لاس پورې کړ.

د مشرانوجرګې لومړي نایب د مسکو او استانبول ناستو ته په اشارې سره وویل چې د سیاسیونو او سیاسي جریانونو یووالی یو ضروري امر دی او باید د یادې مسلې د تحقق له پاره باید د هېواد داخل کې ملي او  له هېواده  بهر سیمه ییزه اجماع جوړه شي او هم یې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې بهیر د بریالي کېدو له پاره دې په ترهګرو ډلو او د دوی په ملاتړو لازم فشار وارد کړي.

محمدعلم ایزدیار زیاته کړه: د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې لخوا قومونو ته د منسوب نوملړ خپرول یو غیر واقعي، غیرعلمي او دجلا والي اقدام دی او اړتیا ده چې ولسمشرپه دې برخه کې مداخله وکړي او یاد بهیر وځنډوي.

24-Hot99-JAL4.JPG

ایزدیار په داسې حال کې چې قومونو ته د منسوب نوملړ خپرولو اړوند غبرګون ښوده زیاته کړه اوسنیو حساسو شرایطو کې افغانستان یووالي او یو ملت کیدو ته اړتیا لري او کوم څه چې د یادې ادارې لخوا خپاره شوي ګڼ شمېر یې طوایف، عشایر او قبیلې دي او یا اصلا شتون نه لري او د افغانستان خلک ورسره آشنا نه دي.

 په پای کې یې ټینګار وکړ چې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې رئيس دې د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون ته استجواب شي ترڅو د یادې موضوع، کاغذي تذکرو د ویش د منع او ځینو نورو مواردو په اړه توضیحات ورکړي.