د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د کب شلمه نېټه
د آزادۍ افکارو کانون غړو، روڼ آندو ځوانانو سازمان او د
مدني ټولنو یوشمېر غړو نن د مشرانوجرګې اداري پلاوي سره ولیدل او د دوی د انتخاب
له امله یې مبارکي وویله.
یادې ناسته کې د آزادۍ افکارو کانون مسؤل جواد میریان او یوشمېر ځوانانو د
نورو په استازیتوب د لومړي نایب په توګه د محمد علم ایزدیار، د دویم نایب په توګه
د محمد اکبر ستانکزي او د منشي په توګه د مېرمن راحلې دوستم د انتخاب له امله
مبارکي وویله او زیاته یې کړه، مدني ټولنه چې زیاته برخه یې تحصیل کړي او روڼ آندي
ځوانان جوړوي، سره له دې چې د مسئولو بنسټونو له خوا یې ملاتړ نه دی شوی په ملي او
نړیواله کچه ځینو مهمو مسایلو او پرېکړو لکه د سولې خبرو اترو کې هم غاړې ته شوي
دي.

ورپسې د مشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د رڼا او پرمختیا خواته د
ټولنې په لیږد کې د ځوانانو رغوونکې رول او د ځینو لازمو مشورو وړاندې کولو ته په
اشارې سره ډاډ ورکړ چې د ځوانانو څخه د ملاتړ برخه کې هر راز همکاریو ته چمتو دی.
همدا راز د مجلس دویم نایب محمد اکبر ستانکزي خپلو خبروکې ټولنه کې د
ځوانانو د ستونزو په ځانګړې توګه د ځوانانو د بیکارۍ مشکلات هېواد کې د تپل شوې
جګړې دوام یاد کړ چې د پام وړ زیان یې ځوانانو ته راجع کړی دی.
نوموړي د هېواد روان وضعیت ته په اشارې سره وویل، موږ تل هېواد کې د باعزته
او تل پاتې سولې غوښتونکې یو.
دغه راز د مشرانوجرګې منشي مېرمن
راحلې دوستم هم خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې ځوانانو ته د خدمت کولو په لاره کې همکاریو
ته ژمنه ده.
د یوبل خبر له مخې د مشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم
ایزدیار د کابل ښار اوولسمه ناحیه کې میشت د ۹۱ فامیلي پروژوې د اوسېدونکو ستونزې
واوریدې.
دوی وویل چې د څلویښتو کلونو راهیسې د کابل ښاروالۍ کارکوونکو ته چې زیاتره
یې ټیټ رتبه مامورین و د حکومت له خوا پرې بلاکونه وویشل شول او د یادې مودې په
ترڅ کې د قبالې د ترلاسه کولو په موخه اړوندو مراجعو ته عارض شول خو په دې اړه کوم
اجراات ونه شول او دم ګړۍ د بهسازۍ ریاست د یادې پروژې د پرمختیا د بیاځلي طرحې
وړاندیز له دې پرته چې د سیمې خلک باخبره کړي او یا هم د پراختیایی طرحې څخه ملاتړ
وکړي د کابل ښاروالۍ مقام ته لیږلې چې د یادې طرحې په عملي کیدو سره به کورونه
تخریب او تر زرو زیات کسان به بې کوره شي چې تمه کیږي پدې رابطه بیا کتنه وشي.

د مجلس نایب د ۹۱ فامیلي پروژې د اوسېدونکو د غوښتنې د اورېدو ترڅنګ ډاډ
ورکړ چې موضوع به اړوندو ادارو ته راجع کړي
ترڅو یادې برخه کې رسیدګي وشي.
همدا راز لومړي نایب محمدعلم ایزدیار او د مشرانوجرګې
منشي نایب ډاکټر محمدفیصل سمیع د جلا ناستو په لړ کې د آزادو سیالیو اتل فواد آریا
لاسته راوړنې او اتلولۍ وستایلې.

د مشرانوجرګې لومړي نایب خپلو خبرو کې بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د ورزش
برخو کې د ځوانانو لاسته راوړنو څخه په نیکۍ یادونه وکړه او ویې ویل د خوښۍ ځای دی چې د هېواد
لوبغاړي بریالي شوي مختلفوسیالیو کې د هېواد بیرغ و رپوي او خپل ویاړونه لا پسی
زیات کړي، ورپسې د مشرانو جرګې تقدیر لیک او نښان د آزادو سیالیو اتل فواد آریا ته
ډالۍ او ورته په راتلونکو پروګرامونو کې د بریاو هیله وشوه.

د ویلو ده چې فواد آریا په دې وروستیو کې توانیدلي چې د (بی اف سي) سازمان
کې د بلاروس هېواد مینسک ښار کې ورزشي رزمي سیالۍ کې د خپل بلاروسي سیال پر وړاندې
بریا ترلاسه کړي.