اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د تلې ۱۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د کب ۱۹مه

د مشرانوجرګې دویم نایب محمد اکبرستانکزي د میدان وردګو ولایت یوشمېر مشرانو او اوسېدونکو سره وکتل.

19-Hot99-MUL2.jpg

کتنه کې څو تنو د نورو په استازولۍ د دې ترڅنګ چې د مشرانوجرګې د دوېم نایب په توګه د محمد اکبرستانکزي د بیاځلې ټاکل کېدول له امله مبارکي وویله، هېواد کې یې د جګړې د پای او د سولې د ټینګښت په اړه هم خبرې وکړې او هیله یې وښوده چې د سولې په لاره کې روانې هڅې مثبتې پایلې ولري، هغوی همداراز خپلې سیمه ییزې ستونزې د سنامجلس دویم نایب سره شریکې او ورڅخه یې د مرستې غوښتنه وکړه.

د مشرانوجرګې دویم نایب د هغوی ستونزو ته د رسیدګۍ په برخه کې د همکارۍ او پاملرنې ژمنه ورکړه او وویل : روانې تحمیلې جګړې د دې سربېره چې په مختلفو برخو کې د هېواد د وروسته پاتې کېدو سبب شوي هېوادوالو ته یې نه جبرانېدونکي ځاني او مالي تلفات هم اړولي دي او تمه ده چې دواړه لوري یو د بل په منلو د باعزته او سرتاسري سولې د تامین په موخه هڅې وکړي.