د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د کب نولسمه نېټه
د ملي شورا دمشرانوجرګې غړو د افغانستان سولې بهیر اړوند
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جنجالي لیک پر وړاندې د ولسمشرد لومړي مرستیال
امرالله صالح سالم دریځ وستایه.

یاده ناسته چې د سه شنبې په ورځ د
مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوړه شوه، ګڼ شمېر سناتورانو ولسمشر
محمد اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر را استول شوی لیک ګواښوونکی،
سپکوونکی، ظالمانه او د دیپلوماتیک عرف خلاف وګاڼه او د جمهوري ریاست د لومړي
مرستیال امرالله صالح د تندې بیانیې په تائید سره چې د مارشال محمد قسیم فهیم د
مړینې د اوومې کلیزي لمانځغونډه کې یې درلوده، دجمهوریت نظام، د تیرو دوو لسیزو د لاسته
راوړنو په خوندیتوب، د هېواد د لوړو ګټو او وجاهت پر وړاندې د سیمه ییزو او
نړیوالو استخباراتي دسیسو په شنډولو تاکید اوټینګار وکړچې امریکا باید د افغانستان
اسلامي جمهوري دولت سره خپل چلند د کابل -واشنګټن امنیتي هوکړې سره سم ترسره کړي او
دافغانستان د دولت د مخالفینو په ګټه د ښکاره کږلیچونو دې ډډه وکړي.
غونډه کې همدا راز اندېښنه څرګنده
شوه چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال، د روغې جوړې د عالي شورا رئيس او د بهرنیو
چارو وزیر په ګډون دحکومتي مسئولانو او سیاسیونو لیدلورو تضاد شتودن لري او د دی
پرځاي چې د افغانستان د جګړې او سولې پر وړاندي یوه موضع او سیاسي دریځ ونیسي،
بېلابېل او حتی مخالف نظرونه څرګندوي چې دا حالت د مشرانوجرګې او د ټول افغان ملت
د اندېښنې سبب ګرځیدلی.
سناتورانو په داسې حال کې چې سرتاسري او باعزته سوله د هېواد جدي او اساسي
اړتیا وګڼله، د ملي اجماع په جوړېدو یې ټینګار وکړ او پرېکړه یې وکړه چې د
مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ او د یولس ګونو کمېسیونونو د استازو
څخه ګډه کمېټه دې جوړه او د سولې بهیر څخه دې څارنه وکړي او مناسبې طرحې او لارې
چارې دې وړاندې کړي.

دغه راز د دښمن په مقابل کې د هېواد د وسله وال پوځ قربانیو او بریاوو څخه
ملاتړ وشو او وویل شول چې دم ګړۍ د هېواد څو ولایتونو کې جګړې روانې دي او یوشمیر
امنیتي منسوبین د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ کې مناسب وضعیت کې قرار نه لري چې
باید د ملاتړ په برخه کې یې سملاسي اقدام وشي اوهم غوښتنه وشوه چې د هېواد دفاعي
او امنیتي ځواکونه دې د هېوادوالو، عامه تاسیساتو، بندرونو او لویو لارو د امنیت د
ټینګښت په موخه د دښمن د ځپلو لپاره چمتو
اوسي.
غونډه کې یوځل بیا د ښځو د ملي پيوستون د نړیوالې ورځې څخه یادونه او
ټینګار وشو چې باید اجرایي برخو کې د دوی د جذب په ګډون ملي بهیرونو کې د ټولو ښځو
رول زیات شي.
غوڼده کې ځینو غړو په یوشمېر خصوصي رسنیو او ملي ټلویزیون نیوکه وکړه او
ویې ویل چې په دې وروستیو کې یې د مشرانوجرګې د اداري پلاوي او کمېسیونونو د اداري
پلاویو ټاکنو څخه او د یاد مجلس د نورو فعالیتونو څخه اطلاع رسونه، نه ده کړې.
او هم وویل شول چې د آریانا افغان هوایي شرکت یوه الوتکه چې مسکو کې ودرول
شوې او د الوتنې اجازه نه لري، چې د مشرانوجرګې رئیس ډاډ ورکړ چې یاده موضوع به د
قانوني لارو چارواکو سره مطرح او څېړنه به یې وکړي.
د ناستې یوې برخه کې پخواني سناتورکامل بیک حسیني سره چې مشرانوجرګه کې یې
غړیتوب پای ته رسیدلی، د تقدیر لیک په ډالۍ کولو سره خدای پاماني وشوه.

د آزادو بحثونو پای کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار سوله یوه جدي
اړتیا یاده کړه او ویې ویل، د افغانستان د
ولت یاد بهیر کې د پام وړ ګامونه اخیستي چې د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کول یې ښه
بیلګه ده خو په خواشیني سره د حکومت ټول ګذشت د مخالفینو لخوا له پامه وغورځول شو او
د سولې پرځای یې جګړو ته شدت ورکړ او د تاوتریخوالي په زیاتیدو یې ملکي او پوځي
تلفات ډېرکړل چې یاد موارد د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو شوم نیت او د خپلو ژمنو
پر وړاندې د دوی ناسمه اراده څرګندوي.
فضل هادي مسلم یار زیاته کړه چې ځینو اشخاصو د مرحوم مارشال محمدقسیم فهیم
د مړینې کلیزه کې د ده د پرونیو ځینو خبرو څخه ناسم تعبیر کړی په داسې حال کې چې
پيغام یې هغو کسانو ته متوجه وو چې بهرنیو هېوادونو ته د تشریفاتي سفرونو په وخت
دعواقبو د سنجش پرته د موقت حکومت د جوړېدو په موخه بحثونه کوي.
د مجلس رئيس زیاته کړه چې د بهرنیو فشارونو په زیاتیدو سره نباید وډار شو
او احساساتي چلند وکړو بلکه وضعیت څخه د وتو په موخه د معقولو طرحو په تطبیق سره اقدام
وکړو او زیاته یې کړه چې د امریکا متحده ایالات نباید د افغان ملت قربانۍ په دې ګډ
او اوږد سفر کې له پامه وغورځوي او د خپلو ځواکونو د وخت وړاندې او بې سنجشه وتلو
لاس پورې کړي له دې پرته به یاد هېواد تاریخ او نړیوالو ته خپل اعتبار له لاسه
ورکړي.

فضل هادي مسلم یار همدا راز د حکومت له مشرتابه وغوښتل ترڅو د خلکو حقه
نیوکو ته درناوی وکړي او له دوی سره نږدې همکارۍ کې ملي اجماع جوړه کړي او له خلکو
یې هیله وکړه چې د حکومت کړنو کې د ستونزو سره سره د شته نظام ترڅنګ پاتې شي ځکه د
تیرو بې نظمیو ترخو تجربو خلکو ته لازم درس ورکړی.
د مجلس رئيس څرګنده کړه چې د مشرانوجرګې له آدرسه به د اروپا اتحادیې ته
لیک ولیږل شي او غوښتنه به وشي ترڅو همکاري وکړي چې د هېواد پر نظام او د خلکو په
لاسته راوړنو چې د ترلاسه کولو له پاره یې بې شمېره قربانۍ ورکړل شوي، معامله ونه
شي.