اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د غبرګولي ۱۲ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د 139۹ کال د کب شپاړسمه نېټه

 د ملي شورا د تقنيني اوولسمې دورې درېيم کال د کب په شپاړسمه نېټه نن د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئيس محمد اشرف غني په وينا سره رسماًپرانيستل شو.

16-Hot99-GEN1.JPG

16-Hot99-GEN2.JPG

د ملي شورا د پرانيستې مراسمو کې د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئيسانو (د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم يار او د ولسي جرګې رئيس ميررحمان رحماني)د ملي شورا غړو، دجمهور رئيس مرستيالانو،د سترې محکمې رئيس او غړو، د روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټرعبدالله عبدالله، د ملي امنیت شورا سلاکار،يوشمېرسياسي او جهادي مشرانو، د کابینې غړو، د بهرنیو هېوادونو سفيرانو او ډيپلوماتانو او د ملي شورا د دواړو مجلسونو د دارالانشاګانو لویو ريسانو ګډون درلود.

16-Hot99-GEN3.JPG

16-Hot99-GEN4.JPG

دغه غونډه چې د کلام الله د مبارکو ايتونو په تلاوت او د جمهوري ریاست د ګارد موزيک قطعې لخوا د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي سرود په خپرولو سره پيل شوه، جمهور رئيس محمد اشرف غني د تشريفاتو قطعې د معاينې وروسته د ملي شورا د دواړو مجلسونو د ريسانو په ملګرتیا د ولسي جرګې تالار ته تشریف راوړ او د ولسي جرګې رئيس ميررحمان رحماني د جمهور رئيس راتګ څخه د ښه راغلاست ترڅنګ له نوموړي وغوښتل ترڅو خپله افتتاحیه وینا وړاندې کړي.

16-Hot99-GEN5.JPG

16-Hot99-GEN6.JPG

ولسمشرمحمد اشرف غني خپلو څرګندونو کې د تيرو کلونو په اوږدو کې د ملي شورا کړنو څخه په نيکۍ يادونه وکړه او نوي کاري کال کې د ملي شورا د غړو د زياتو برياوو غوښتونکی شو، ولسمشر د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د حاکمیت او د هېواد د اساسي قانون د احکامو تر سيوري لاندې د سياسي، امنيتي، دفاعي، اقتصادي او د تلپاتې او عادلانه سولې د ټينګښت په ګډون د هېواد د مهمو مسايلو په اړه مفصله وینا وکړه چې تفصيل به يې وروسته خپور شي.

16-Hot99-GEN7.JPG