اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د غويي ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۹ کال د کب ۳ مه

دپخواني شوروي اتحاد دسره پوځ پرخلاف دکابل ښاريانو د ١٣٥٨ کال دکب دمياشتې ددرېمې نيټې د پاڅون په مناسبت دملي شورا دمشرانوجرګې پيغام:

بسم الله الرحمن الرحیم

دملي شورا مشرانوجرګه دپخواني شوروي اتحاد دسره پوځ او د وخت د کمونیستي حکومت پرخلاف د ١٣٥۸ کال دکب دمياشتې په درېمه نېټه دکابل ښار دمجاهدينو دپاڅون په درناوي ددغه تاريخي قیام دشهيدانو او مبارزينو دخاطرو درناوى کوي او دهېواد دټولو شهيدانو پاکو روحونو ته دعا کوي.

زموږ خلک په ياد لري چې په افغانستان دروسي پوځيانو له تيري څو محدودې مياشتې تيرې شوې وې او دشوروي قطعاتو دشتون پرخلاف دهېواد د پلازمېنې داوسيدونکو بې سارى پاڅون دکابل ښار له چنداول سیمې پيل او دښار نورو سيمو ته وغځید او خلکو د الله اکبر په نارو او د ډبرو، لرګيو او سپکو وسلو په کارولو سره دپرديو پوځيانو او دهغوی د ګوډاګي رژيم پرخلاف پاڅون وکړ او دخپل هېواد دآزادۍ او خپلواکۍ څخه یې دفاع وکړه چې په دې خونړۍ پيښه کې له بده مرغه د ځواک د نه برابرښت پربنسټ يوشمېر کابل ښاريان دواکمن رژيم دوسله والو کمونستي ځوکونو لخوا شهيدان او يوشمير نور ونيول شول خو ددغه پاڅون تلپاتې حماسې په هېواد کې دجهاد ددوام لپاره بېلګه شوه او زموږ دهېواد په تاريخ کې د هېواد دننني او راتلوونکي نسل لپاره په يادګار پاتې شو .

دملي شورامشرانو جرګه ددغه پاڅون دشهيدانو او مجاهدينو دخاطرو درناوى کوي او يوځل بيا ددغې جګړې د شهيدانو او دنورو درنو شهيدانو پاکو روحونو ته دعا او دلوى رب (ج) له درباره ورته دفردوس جنت هيله مندي کوي او باور لري چې د هېواد خلک دغه راز دهر پردي يرغلګر په وړاندې دآزادۍ غوښتنې بيرغ رپانده ساتي او دخپلو نيکونو په څېر دهېواد دګټو دفاع او ساتنه کوي.و من الله توفیق.

فضل هادي مسلم يار

د ملي شورا د مشرانوجرګې رئيس