اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لړم ۴ مه٬ ۱۴۰۰ ل

 

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال دسلواغې ۸ مه

د مشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار نن دخپل کار په دفتر کې د دولتي لوړپوړو چارواکو د امنیت اوساتنې ریاست د لیرې کړای شویو منسوبینو د استازو شکایت واورېدل.

ناسته کې دوی یاد ریاست کې د سلیقوي، قومي او غیرعادلانه چلند څخه یادونه او وویل د دولتي لوړ پوړو چارواکو د امنیت او ساتنې ریاست شاوخوا شپږ سوه تنه افسران او منسوبین له دندو منفک شوي او پرځای یې د ادارې د مشرتابه خپلوان یادو بستونو کې ګمارل شوي دي.

8-Dalw99-MUL1.JPG

دوی زیاته کړه چې د دولتي لوړپوړو چارواکو د امنیت او ساتنې رئيس سره لیدنه کې نوموړي ژمنه کړې وه چې ستونزې ته به یې رسیدګي وکړي خو تراوسه هیڅ راز پاملرنه نه ده شوې، او وړاندیز یې وکړ چې اړتیا ده ترڅو د دې ریاست نوي تشکیل کې بیا کتنه وشي.

ورپسې دمشرانوجرګې لومړي نایب خپلو خبرو کې یوشمېر حکومتي ادارو کې د بې عدالتیو، قومي او سلیقوي چلندونو څخه خواشیني څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې راتلونکې ناسته کې به د لیرې کړای شویو منسوبینو د استازو، د دولتی لوړپوړو چارواکو د امنیت او ساتنې ریاست او د ملي امنیت شورا اړوندو مسئولینو په حضور کې دمناسبې حل لارې دموندلو په موخه موضوع شریکه شي.

دغه راز د مشرانوجرګې لومړي نایب په جلا جلا ناستوکې د تخار ولایت د ځوانانو د همغږۍ ټولنې او د( روند اعتدال وهمسویی ) بنسټ مشرتابه سره وکتل.

8-Dalw99-MUL2.JPG

کتنه کې د روند اعتدال او همسویۍ بهیر مشرتابه د دې بنسټ د جوړېدو د موخې، پلان او خپلو پروګرامونو اړوند څرګندونې وړاندې او زیاته یې کړه چې د دې بنسټ زیاته برخه تحصیل لرونکي ځوانان جوړوي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د یوشمېر سیاسیونو او پوهو کسانو په حضور سره خپل رسمي فعالیتونه پيل کړي.

همدا راز د تخار ولایت د ځوانانو د همغږۍ ټولنې رئيس د خبرو په ترڅ کې کورنیو او بهرنیو ناستو کې د جرګې د لومړي نایب د ملي دریځ نیولو څخه قدرداني وښوده او زیاته یې کړه چې یاد بنسټ د لسو کلونو راهیسې د ځوانانو د ویښتیا او ظرفیت جوړونې او د یاد ولایت د ځوانانو وضعیت د ښه والي برخو کې فعالیت لري او په کې شاوخوا دولس سوه تنه تحصیل کړي ځوانان غړیتوب لري.

8-Dalw99-MUL3.JPG

ورپسې د مشرانوجرګې لومړي نایب د یادو بهیرنو د جوړېدو او فعالیتونو څخه د خوښۍ په څرګندولو او د هېواد دځوانانوڅخه د هر اړخیز ملاتړ په څرګندولو سره هیله وښوده چې دهغوی مسئولان دې وکولای شي چې د ځوانانو د پيوستون، د ظرفیتونو د جذب، ستونزو ته د رسیدګۍ او د ځوانانو اړوند مواردو برخو کې ګټورپروګرامونه ولري او د لازیات خدمت مصدر دې وګرځي.