اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د كب ۷ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د مرغومومي ۳۰

د مشرانوجرګې د رئیس فضل‌هادي مسلم‌یار په مشرۍ ددې جرګې د نن ورځې‌غونډه کې د اداري اجرااتو قانون په اړه د۲۶۵مه ګڼه تقنیني فرمان د تصویب سربېره د سلواغې د لومړۍ نېټې څخه د مجلس ژمني تعطیلات اعلان شول.

یاد تقنیني فرمان چې دجرګې کمېسیونونو کې څېړل شوې وو د تقنیني، عدلي او قضایي چاروکمېسیون د رئیس او مرستیالې له خوا غونډې ته وړاندې او د ځینو تعدیلونو سره تصویب شو.

آزادو بحثونوکې‌سناتورانو دطالبانو ډلې دکړنوڅخه په‌ تندغبرګون سره وویل چې د یادې ډلې د کم کاریو له امله قطر کې د سولې خبري په پڅه توګه پرمخ ځي او اړتیا شته چې دملګروملتونو سازمان او اغیزمن هېوادونه پرطالبانو اوملاتړویې فشار واردکړي ترڅو دواړه لوري د وخت د ضایع کولو پرته په اوربند هوکړه وکړي.

د دې سربېره ټینګار وشو چې دهېواد بېلابېلو برخو کې د جګړو او ناامنیو شدت او وژنو هېوادوال سخت اندېښمن کړي او امنیتي مسئول بنسټونه باید په روان ژمي کې د ویره اچوونکو ډلو په ځپلو کې جدي عمل وکړي.

همداراز سناتورانو د امریکا دمتحده ایالاتو د ولسمشرجوبایدن څخه وغوښتل چې د کابل- واشنګټن ترمنځ د امنیتي دوه اړخیزې هوکړې سره سم عمل وکړي اود امریکا اوطالبانو دسولې دهوکړې په اړه له سره غور وکړي ځکه طالبان د خپلو ژمنو خلاف تاوتریخوالي اوملکي او پوځي وژنې یې ډېرې کړي او نورو ترهګرو ډلو سره یې اړیکې خوندي او لاپیاوړي کړي او دتروریستي اعمالوپه ترسره کولو یې افغانستان کې انساني کرامت او د بشري حقونو ټول ارزښتونه تر پښو لاندې کړي دي.

د ویلو ده چې جوبایډن د جنوري په شلمه ( دسلواغې) په لومړۍ د چهارشنبې په ورځ د امریکا دمتحده ایالاتو دجمهوري ریاست لوړه پرځای کوي او په رسمي توګه به د یاد هېواد د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه قدرت ترلاسه کړي.

دغه راز ځینو سناتورانو د روان اجلاس په جریان کې دمشرانوجرګې د دارالانشاء د لوی رئيس عبدالمقتدر ناصري، د دارالانشاء دمشرتابه او کارکونکو اوهم دخصوصي رسنیو د استازو اجراات اوکړنې وستایلې اوټینګاریې درلودچې د دارالانشاء هغه کارمندان دې چې له ځانه یې وړتیا ښودلې وستایل شي.

د فاریاب ولایت قرمقول ولسوالۍ کې د جګړې د رهبرۍ په غاړه اخیستو په موخه دمارشال عبدالرشید دوستم څخه ستاینه، د امنیتي وضعیت ښه والي پورې کابل ښار کې د شپي له خوا په ګرځیدو د بندیز غوښتنه، غزني او مزار شریف ښارونو کې د وژنو زیاتوالي څخه اندېښنه، د فاریاب ولایت د ولایتي شورا او والي ترمنځ د ستونزو درامنځته کېدو په اړه په یادو چارواکو نیوکه، د جمهوریت نظام په خوندیتوب ټینګار او دموقت حکومت د رد په موخه دخلکو او سیاسیونو په یوموټي کیدو ټینګار،د امنیتي ځواکونو له خوا د کاپيسا اوپروان ولایتونو د یوشمېر علماو د بې موجبه نیولو څخه شکایتونه، دولتي تشکیلاتو کې د ملکي او پوځي افرادو تنقیصاتو څخه اندېښنې او د ملکي او پوځي تنقیص شویو د برخلیک په مشخصیدو ټینګار، تقنیني اوولسمې دوره کې د عمده لاسته راوړنو او ستونزو څخه یادونه هم له هغو مسایلو څخه وو چې د سناتورانو له خوا آزادو بحثونو کې مطرح شول.

د آزادو بحثونوپای کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار کابل اوغزني ښارونو کې د پرونیو چاودنو او بریدونو د غندلو او دیادو خونړیو پېښو دزیانمنو کورنیو سره دخواخوږۍ په څرګندولو سره د دوحې سولې مذاکراتي پلاویو څخه وغوښتل شول چې د یاد مجلس د وړاندیزونو په پام کې نیولو سره دې د سولې مذاکرات چټک او د منلو وړ پایلو ته دې ورسیږي.

د مشرانوجرګې رئيس د امریکا متحده ایالاتو کې د نوی حکومت د رامنځته کیدو په تړاو وویل، که څه هم هر هېواد خپلې ګټې پالي او خپل بهرنی سیاست دمشخصو اهدافو اوستراتیژیو سره سم عیاروي خو هیله ده چې د امریکا نوی ولسمشرجوبایډن د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته تړون پراساس د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ پاتې شي او د افغانستان حکومت دې هم د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره یاد هېواد سره تعامل وکړي.

نننۍغونډه کې د مشرانوجرګې د تقنیني اوولسمې دورې د دویم کال راپور هم دجرګې د منشیانو صالح محمدلالاګل او ډاکټرمحمد فیصل سمیع لخوا وړاندې شو او په کې یادونه وشوه چې د یوه تیرکال په اوږدو کې نهه پنځوس عمومي غونډې، ۶۱۷ د کمېسیونونو غونډې او ۲۱د رئیسانو دکمېټې ۲۱ غونډې جوړې شوي او۲۴عنوانه قوانین او اته عنوانه معاهدات، نړیوال میثاقونه، پروتوکولونه او هوکړه لیکونه تصویب او تائید شوي دي.

او هم یادې موده کې دوزیرانو په ګډون ۵۳۱ځلې حکومتي مسئولان استجواب او سلګونو عریضو او شکایتونو ته رسیدګې شوې او هم د بېلا بېلو مواردو اړوند لسګونه پيغامونه او اعلامیې صادرې او نهه ځلې دجرګې پلاویو د کابل ښار ادارو او ولایتونو څخه څارنه کړې ده.

د نننۍ غونډې پای سره،د مجلس غړي به د هېواد د اساسي قانون د حکم له مخې دسلواغې د لومړۍ څخه خپلو ژمنیو یونیم میاشتینیو تعطیلاتو ته ولاړ شي او په دې موده کې خپلو ولایتونو او د استوګنې سیمو کې موکلینو سره لیدنې وکړي او د دوي غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې به راټولې او راتلونکې اجلاس کې به یې مجلس سره شریکې کړي.

د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د امنیتي مسئولانو وغوښتل چې د هېواد مرکز او ولایتونو کې د سناتورانو او ټولو هېوادوالو د امنیت ټینګښت ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي.

همدا راز د نړیوالو چارو کمېسیون د تقنینياوولسمې دورې د دویم کال د دویم اجلاس رپوټ دکمېسیون دمرستیال سیدصفی الله هاشمي له خوا وړاندې او وویل شول چې دې موده کې ۲۴ غونډې جوړې او ۲۷ تقنیني سندونه څېړل شوي دي. او نوروهېوادونو سره د بین الپارلماني اړیکو د جوړېدو په موخه د دوستۍ نږدې څلوېښت کمېټو نوملړ ترتیب او د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې کابل کې میشت دوستو هېوادونو سفارت خانو ته لیږلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد اجلاس په ترڅ کې د تقنیني سندونو د تطبیق او څارنې په موخه د بهرنیو چارو وزارت په هوکړې سره د دولتي سکتورونو او بهرنیو اړیکو د معینانو او ریسانو په کچه پرله پسې غونډې شوي دي.

همدا راز په رپوټ کې یادونه شوی چې د نړیوالو چارو کمېسیون واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د دیوال رغاونه کې د اختلاس اسناد چې د امریکا ته د کمېسیون د رئيس د سفر په ترڅ کې ترلاسه شوي د بهرنیو چارو وزارت مسئولانو سره په همغږۍ یې لویې څارنوالۍ ته لیږلي او د ترکیې استانبول کې د افغانستان کنسلګرۍ وداني د پير اړوند چې د اختلاس احتمال په کې هم شتون درلود په اړه یې پلټنې کوي.

اوهم پدې موده کې ۱۹۹ عریضو او اسنادو ته د رسیدګۍ ترڅنګ د یوشمېر افغان محصلانو عریضې د رسیدګۍ په موخه بهرنیو چارو وزارت ته لیږل شوي دي.

ورپسې فوزیې سادات څمکنۍ د مصئونیت او امتیازونو کمېسیون کاري راپور وړاندې او وویل، دروان کال دویم اجلاس کې د کمیسیون ۳۱ غونډې جوړې او په کې د شل عنوانه قوانینو د طرحو، تقنیني فرمانونو او نړیوالو اسنادو په اړه بحثونه شوي دي، د دی سربېره د خلکو شکایتونو او غوښتنو ته د ریسیدګي په موخه یو شمېرحکومتي مسئولان استجواب شوي اوهم نړیوالو کنفرانسونو کې چې په انلاین توګه ترسره شول د ګډون له پاره د مجلس پنځلس غړي معرفي شوي او ۸۰ مکتوبونو او څو مورده شکایتونو ته رسیدګې شوې ده.

په پای کې د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون راپور د سناتورې ګلمرۍ لغمانۍ له خوا وړاندې شو، نوموړې د ۵۴ غونډو د جوړېدو، د شل مورده تقنیني سندونو د مطالعې او څېړنو او د یاد اجلاس په لړ کې د کمېسیون د غړو له خوا د پنځلس مورده شکایتونو ته د رسیدګي څخه یادونه وکړ او زیاته یې کړه چې د دې اجلاس په لړ کې د سترې محکمې، عدلیې وزارت، لویې څارنوالۍ، د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د شهیدانو او معلولینو چارو کې د د ولت وزارت، ښاروالۍ، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په ګډون یو شمېر حکومتي مسئولان غونډې د استجواب په موخه رابلل شوي دي.