اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د كب ۷ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د مرغومي ۲۹ مه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو د بېلا بېلو مواردو اړوند غونډې وکړی.

د کمېسیون د رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون ناسته کې د کار قانون طرح مطالعه او وپتییل شوه چې د سناتورانو لیدلوری دی د عامه هوساینې کمېسیون ته ولیږل شي.

 

د کمېسیون د مرستیالې شاه بی بی کاموي په مشرۍ د قومونو او قبایلو د چارو د کمېسیون ناسته کې کابل ښار کې د دوو ښځیه قاضیانو وژنه په کلکو ټکو وغندل شوه او څرګنده شوه چې طالبان نوری ترهګریزه ډلې هېواد کې د تروریستي اعمالو د زیاتوالي په کوښښ کې دي، اړتیا شته چې ټول هېوادوال د هېواد څخه د دفاع او د کورنیو او بهرنیو دښمنانو د توطیو پر وړاندي یو موټي او امنیتي ځواکونو سره لا زیاتې همکاري وکړي.

همدا راز غونډه کې کابل ښار کې نننیو ترهګریزه پېښو ته په اشارې سره وویل شول چې د کندز ولایت یو شمېر معلولین او د شهیدانو وارثان په خپل وخت سره د حقوقو او امتیازونو د نه ورکړي څخه شکایت لري، باید مسئول بنسټونه دی برخې ته لازمه پاملرنه وکړي.

 

د کمېسیون د رئيس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، مصئونیت او امتیازونو د کمېسیون ناسته کې د اداری اجرااتو قانون اړوند ۲۶۵ ګڼه تقنیني فرمان مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شو.

 

د کمېسیون د مرستیال سید صفی الله هاشمي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډې کابل ښار کې د دوو ښځینه قاضیانو وژنه د اسلامي لارښوونو او فرهنګ لیري عمل وګڼل شو او د یادې پېښې د غندلو ترځنګ ټینګار وشو چې د وژنو او ویرو خپرول حل لار نه ده باید طالبان اوربند ته غاړه کیږدي.

همدا راز غونډه کې د پنځمه او یولسمه ناحیو په ګډون کابل ښار کې د وروستیو ترهګریزو پیښو د زیاتوالي اړوند خبري وشوې او له حکومت او په ځانګړي توګه د شپږ نیمو له ناستو وغوښتل شول چې د امنیت د ټڼیګښت په موخه د شپي په ګرځیدلو قیودات وضع کړي.

دغه راز غونډه کې د نړیوالو چارو کمېسیون د لومړي او دویم اجلاس کړنې مطالعه او وپتییل شوه چې رپوټ دی د مرغومي د دیرشمي نېټې عمومي ناسته کې وړاندي شي.

 

د کمېسیون د رئيس عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون غونډه کې دولتي بنسټونو پراختیا کې د علمي کادر غړو د سوداګرۍ او تخصص څخه د ګټې اخیستنې میکانیزم مطالعه شو.

یاد میکانیزم چې پنځو فصلونو او دیارلسو مادو کې د لوړو زدکړو وزارت لخوا ترتیب شوی دی د کمېسیون د غړو هرکلي سره مخ شو او څرګنده شوه چې د دولتی بنسټونو پرمختګ کې د علمي کادر تجربو څخه ګټه اخیستل یو مهم امر دی.

 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون ناسته کې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کړنلار او سترې محکمې او لویې څارنوالۍ کې د دی د طبقه بندۍ اړوند خبري او وپتییل شوه چې د کمېسیون یاد داشتونه دی لویې څارنوالۍ ته ولیږل شي.

همدا راز غونډه کې پارلماني چارو کې د دولت وزارت معین او سلاکارانو سره د دری ګونو قواو چارواکو ترمنځ د سلوکي اړیکو اړوند بحث وشو، پرېکړه وشوه چې د  کمېسیون یاد داشتونه دی اړوندو ادارو ته ولیږل شي.

د غونډې پاي کې د لومړي نایب د اجراایه مدیر عبدالبصیر سیرت حقوقي عریضه د کابل ولایت د حقوقو رئيس سره مطرح او د دواړو لوریو د څرګندونو د اورېدو وروسته لازمې پرېکړې وشوې.

 

د کمېسیون د رئيس ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون ناسته کې کابل کې د افغان ترک لېسې د رئيس دیګوالیف یاالچین او د یادې لیسې مرستیال عبدالمجید عزیزي د کړنو او فعالیتونو څخه د تقدیر لیک په ډالۍ کولو سره ستاینه وشوه او په ورسپارل شویو چارو کې د دوي د لا زیاتو بریاو هیله وښودل شوه.

همدا راز کمېسیون پارلماني چارو کې د دولت وزارت د کارپوهې څانګې پوپل، د مشرانو جرګې د دارالانشا د جندر آمری شهلا رفیق او د ښځو چارو کمېسیون د کارپوهې نجیلاسازګار له هڅو او همکاریو څخه ستاینه وشوه او د کمېسیون تقدیر لیکونه دوي ته ډالۍ شول.

 

د یو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې پرونۍ عمومي ناسته کې د ښځو چارو او مدني ټولنې کمېسیون د تقنینی اوولسمې دوری د دویم کال د دویم اجلاس کاري رپوټ د کمېسیون د مرستیالې سهیلا شریفي لخوا وړاند شو، د نوموړې په وینا په دې موده کې کمېسیون څلویښت غونډې جوړي کړي او د اتلس عنوانه قوانینو او نړیوالو سندونو اړوند یې خپل لید لوری څرګند کړی او ترڅنګ یې دولس عریضې چې کورني تاوتریخوالي پوری یې تړاو درلود څېړل شوي او اړوندو ادارو ته لیږل شوي دي.

نوموړي وویل په دې موده کې څوارلس ځلې حکومتي مسئولان دولتی ادارو کې د ښخو د رول د پياوړتیا او ګډون، د کارموندنې برخه کې د تطبیقي میکانیزم، ښځینه برخې له پاره د ترافیکو د عملي قواعدو د روزنې او موټر چلوونکو ته د برېښنایی جواز د ویش، د ښځو د زورونې د منع کمېټې لخوا د ښخو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیانمنو قضایاو ته د رسیدګۍ، د ملکی خدمتونو ادارو کې د ښځو پالیسۍ میکانیزم د تطبیق، د افغانستان اسلامي جمهوری دولت نظام څخه ملاتړ او د ښځو حقوقو څخه دفاع او هېواد کې د تل پاتي اوربند په ټینګښت، د وسله وال پوځ لیکو کې د ښځو د جذب د زیاتوالي، د ښځو کارځآي کې د وړکتونونو د ستونزو د څېړنو او ښځینه ورزشکارانو اړوند یې حکومتي مسئولان راغوښتي  دي او ترڅنګ یې څو ځلې د جندر واحدونو مسئولانو سره ناستې کړي او د دوي غوښتنې او ستونزې یې اوریدلي دي.

مېرمن شریفي زیاته کړه چې په دی موده کې د کمېسیون پلاوی د کابل ښار د علاوالدین روزنتون څخه د یاد بنسټ د ستونزو د حل او د پولیسو لیکو کې د ښځو د زیاتوالي او جذب په موخه د کورنیو چارو وزارت څخه لیدنه شوی او د دوي ستونزې په پرله پسې ناستو کې د اړوندو بنسټونو سره شریکي شوي دي.

 

د کمېسیون د مرستیال ګل احمد اعظمي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون ناستې ازموینه کې د روڼوالي د نشتوالې اړوند د پنځم او شپږم بستونو د ټولیزه ازموینې د معترضانو شکایت د اداری اصلاحاتو کمېسیون یوه کمیشنر سره مطرح شو.

نوموړي د څرګندونو په وړاندي کولو سره وویل، هر بست د مشخص کود لرونکې دی که چیری ګډونوال معیاري نمری ترلاسه نه کړي، نورو بستونو کې نه ټاکل کیږي او زیاته یې کړه چې یاد کمېۍیون د ریزرف کسانو له پاره د اسانتیاو د برابرولو په موخه په یوې کړنلار کار کوي.

کمېسیون د ګڼو تحصیل کړو ځوانانو د بی برخلیکۍ اړوند د نوموړي څرګندونې د قناعت وړ ونه ګڼلې، پرېکړه وشوه چې یوې فوق العاده ناسته کې به موضوع د یاد کمېسیون سرپرست، د ازموینو ملي ادارې رئيس او د کار او ټولنیزو چارو معین سره مطرح شي.

همدا راز د تحصیلي سند د نه  ویش او یادې برخه کې د کاري موکې د نشتوالي اړوند د ابو علي سینا طبی پوهنتون د انجنیرۍ بایو مدیکل رشتې د سلګونه فارغانو شکایت مطالعه او وپتییل شوه چې موضوع دی د لوړو زدکړو وزیر او د یاد پوهنتون رئيس سره مطرح شي.

 

دغه راز د مشرانو جرګې د شپږ ویشتمې نېټې عمومي غونډه کې د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون مرستیال ګل احمد اعظمي د یاد کمېسیون کاري رپوټ په لنډه توګه وړاندې او ویې ویل، د روان کال د دویم اجلاس په لړ کې نږدي دری سوه پنځوس عریضې څېړل شوي او په یادې موده کې د وزیرانو، معینانو، عمومي ریسانو، والیانو او نورو حکومتي مسئولانو په ګډون ۴۵۲ ځلې حکومتي چارواکي استجواب شوي، ترڅنګ یې د کمېسیون پلاوی د بامیان ولایت څخه څارنیزه لیدنه کړي ده.

نوموړي وویل چې په دې موده کې د اداری فساد او قوانینو د نقض اوولس دوسیې لویې څارنوالۍ ته لیږل شوي دي او ترڅنګ یې مالیزیا هېواد کې د افغان محصلانو په ګډون د لسګونه هېوادوالو ستونزو ته د رسیدګي ترڅنګ د مالیې وزارت د املاکو کارکوونکو، د پژواک تحصیلي موسسې د محصلانو په ګډون د خصوصي پوهنتونونو شکایتونه، د مرکزي بانک د دریو کارکوونکو د شهادت قضیې، د بستونو تنزیل څخه د بشری سرچینو د ریسانو شکایت، د ملي شورا د امنیتي پرسونل د یونیفورم د یو شان کیدو، زابل کې د یوه خیالي ښوونځي د رغاونې له پلوه د څلویښت میلیونه افغانیو اختلاس او لسګونه مورده نور شکایتونه د مسئولانو په حضور کې څېړل شوي دي او هر یوه ته یې رسیدګي شوي ده.

د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه د کمېسیون د رئيس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ او د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې د پالیسۍ د معین، د کام ایر هوایي شرکت د رئيس او د آریانا افغان هوایي شرکت د مرستیال په ګډون جوړه شوه.

غونډه کې یادو مسئولانو د ټکټونو د بیو د لوړوالي، د هندلینګ خدمتونو، باختر شرکت ته د آریانا د انتقال او آریانا افغان او باختر شرکتونو ته د نویو الوتکو د پیر اړوند معلومات وړاندي کړل.

د دوي د څرګندونو د اورېدو وروسته د کمېسیون رئيس وویل چې د هېواد د هوایي ډګرونو د هندلینګ خدمتونه چې په ګډه د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې او د ګاک عربي شرکت له خوا ترسره کیږي دا چې ملکي هوایي چلند اداره یوه پالیسي جوړونکې اداره ده او هم د هندلینګ خدمتونو وړندي کولو کې ځینې بی نظمي رامنځته شوي باید لوړ پوړي بنسټونه د هندلینګ خدمتونه آریانا افغان هوایي شرکت او کاګ شرکت ته وسپاري او هم ټینګار وشو چې د ملکي هوایي چلند اداره باید د سیاحتي شرکتونو څخه جدي څارنه وکړي او د ټکټونو د ګران پلورنې مخه دي ونیسی.

د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون رئيس زیاته کړه دا چې اریانا افغان هوایي شرکت یو ملي شرکت دی خو دم ګړۍ نامطلوب وضعیت سره مخ دی او نه شي کولاي یوې الوتکې سره ښه خدمتونه وړاندي کړي او باید د حکومت له خوا یې ملاتړ وشي ترڅو نوی الوتکي  وپيري او هم دی د حاجیانو د انتقال بهیر د حکومت د مشرتابه د پخوانیو پریکړو له مخي یاد شرکت ته ورکړل شي او ترڅنګ دی هغه ژمنه چې د ملي دفاع وزارت د شلو میلیونو ډارو د انتقال په ا ړه شوی وه باختر شرکت ته انتقال او عملي شي ځکه یاد شرکت د آریانا افغان هوایي شرکت له امکاناتو ګټه اخلي چې یو مناسب او معقول کار دی.

نننۍ غونډه کې ټاکل شوی وه چې د اوسپنې پټلۍ ادارې رئيس د یادې ادارې د ځینو پروژو اړوند معلومات وړاندي کړي چې حاضر نه شو او نه ګډون یې د کمېسیون د غړو د سختو نیوکو سره مخ شو.

 

دغه راز د مشرانو جرګې پرونۍ عمومي غونډه کې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د روان کال د لومړي او دویم اجلاس کاري رپوټ د کمېسیون د رئیس لطف الله بابا له خوا وړاندې شو، نوموړي وویل چې په دي موده کې کمېسیون شاوخوا پنځوس غونډې جوړي کړي چې لسګونه عریضې یې د بحثونو وروسته اړوندو بنسټونو ته د  اجرااتو په موخه لیږلي دي او زیاته یې کړه چې د کمېسیون  غړو د اختصاصي شپږ عنوانه تقنیني سندونو په اړه د بحث او طی مراحلو سربېره د ټولو قوانینو او نړیوالو سندونو په اړه خپل نظرونه یادو کمېسیونونو ته وړاندي کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه د برېښنا شرکت، د اوبو چارو د تنظیم، اترا او ملکي هوایي چلند ادارې مسئولانو، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ، ښار جوړونې، او ټولګټو وزارتونو، کابل ښاروال او یو شمېر نور حکومتي چارواکي استجواب کړي دي او ترڅنګ یې د آریانا هوایي شرکت د ځواکمنتیا، کورنیو او بهرنیو الوتنو کې د ستونزو د حل په موخه اړوند مسئولان استجواب شوي دي.

سناتور لطف الله بابا همدا چې د آریانا هوایي شرکت په اړه یې معلومات وړاندې کول وویل، یاد شرکت ټولو افغانانو پوري تړاو لري چې څلور الوتکې لري چې یوه یې باختر شرکت ته انتقال شوی او دوه فرونده یې ترمیم ته ضرورت لري، اړتیا شته چې د افغانستان دولت د یاد شرکت وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او نوی الوتکې وپیري ترڅو آریانا افغان هوايي شرکت په کور دننه او بهر کې خپلې الوتنې زیاتي کړي او د نورو هوایی شرکتونو سره سالمه سیالي وکړي.

د کمېسیون رئيس د رپوټ په دوام کې د یو شمېر عمومي سړکونو ساتنې او څارنې او پرمختګ د څرنګوالي اړوند د کمېسیون لاسته راوړنې او فعالیتونه وړاندې او ویې ویل، د کمېسیون غړو په ترسره شویو فعالیتونو قناعت نه دی کړی بلکې د هېوادوالو د ستونزو د حل په برخه کې د حکومتي مسئولانو د ژمنو د عملي کېدو په کوښښ کې دی.

 

دغه راز د پرونۍ عمومي ناستې وروستۍ برخه کې سناتور محمود خاکریزوال د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون د تقنیني روان کال د دویم اجلاس رپوټ وړاندې او ویې ویل، په دې موده کې کمېسیون نهه څلویښت غونډې جوړي کړي او په غونډو کې یې د قوانینو د طرحو، تقنینی فرمانونو، نړیوالو سندونو او د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې سند اړوند بحث او پرېکړي کړي دي او هم یې د بېلا بېلو مسایلو اړوند دوه پنځوس حکومتي لوړپوړي چارواکي استجواب کړي او لسګونه عریضو ته یې رسیدګي کړي ده.

سناتور خاکرېزوال زیاته کړه چې د روان اجلاس موده کې کمېسیون د لغمان، ننګرهار، کندهار، هلمند، هرات او نمیروز ولایتونو ته څارنیزه سفرونه کړي او یادو سفرونو کې یې د خلکو ستونزې او ځینې نور موارد سیمه ییزو مسئولانو سره په بحثونو کې مطرح کړي او په اړه یې نظریې بدلي کړي دي.