اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د كب ۷ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د مرغومي ۲۸ مه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ ددې جرګې د یکشنبې ورځې غونډه کې د ملي شورا تقنیني اوولسمې دورې د روان کال د دویم اجلا بهيرکې دځینو کمېسیونونو د کاري راپورونو د وړاندې کېدو سربیره د هېواد د روانو مسایلو په اړه بحثونه وشول.

خو د غونډې پیل کې د مېرمن راحلې دوستم د تحلیف مراسم چې په دې وروستیو کې د ولسمشر لخوا د مشرانوجرګې د غړې په توګه انتصاب شوې ده، د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار لخوا په داسي حال کې چې د ملي روغې جوړې دعالي شورا مرستیال، دکابینې او ولسي جرګې ځینوغړو او د نوموړې یوشمېر پلویانو حضور درلود، اجرا شول.

همداراز ناسته کې پخوانۍ سناتورې مېرمن سارا سرخابی سره د تقدیر لیک او ګلو ګیډۍ په ډالۍ کولو سره مخه ښه او مشرانوجرګه کې د پنځلسو کلونو په اوږدو کې د نوموړې کارونو څخه قدرداني څرګنده شوه.

آزادو بحثونو کې ځینو سناتورانو په هغو کسانو چې د لنډمهاله حکومت د جوړېدو غږ پورته کوي نیوکه وکړه او وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام او د اساسي قانون شتون سره د لنډمهاله حکومت دجوړېدو هیله خواشینوونکې ده او باید ټول نافذو قوانیو ته درناوی ولري ترڅو هېواد کې نه مهاریدونکي کړکیچونه رامنځته نه شي.

سناتوران د قطر خبرو او سولې بهیر څخه په ملاتړ سره د یاد بهیر د چټکتیا، د ښکېلو لورو د نرمښت او اوربند د ټینګښت غوښتونکي شول او د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د ملاتړو څخه یې وغوښتل چې په یادې ډلې لازم فشار راوړي ترڅو اوربند ته غاړه کیږدي اود خلکو وژنو څخه لاس واخلي.

 دغه راز ناسته کې یوځل بیا کابل او نورو ولایتونو کې د ترهګریزو پېښو د زیاتوالي څخه اندېښنه څرګنده او وویل شول چې یواځې تیرو څلرویشتو ساعتونو کې کابل کې دوه ترهګریزې پېښې شوي چې په خواشینۍ سره په کې دوه تنه پولیس او دوه تنه قاضایانې شهیدان او یوشمېر نور ټپیان شول چې باید د مهار له پاره یې اړینې هڅې وشي.

د جرګې ځینو غړو د جنایي جرمونو کمښت کې د ولسمشرد لومړي مرستیال په مشرۍ د سهار د شپږنیمو بجو ناستې ګټورې وبللې او له هغو کسانو څخه چې په یادو ناستو د شخصي او سلیقه وي مسایلو له امله نیوکې کوي د بدیلو طرحو د وړاندې کولو غوښتنه یې وکړه ترڅو د مجرمانو سره د مبارزې له پاره ښه پایله ولري.

غونډه کې ځینو غړو د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو سره نښته کې د غور ولایت د ولایتي شورا د یوه غړي عزت الله بیک د وژنې علت د پوښتنې وړ وګڼه او وویل چې په دی نښته کې د ملي امنیت یو سرتیری هم شهید شوی او هیله یې وښوده چې د ملي امنیت شورا لیږل شوی پلاوی دې یاده پېښه په جدي او بې پري توګه وڅیړي او پایلې یې خلکو سره شریکي کړي.

ناسته کې سناتورانو د آقینې- اندخوی، نوري فایبر او ترکمنستان- شبرغان برېښنا پروژو پرانیسته د دواړو هېوادونو اقتصادي پرمختیا کې ګټورې وبللې او په ازمایښتي توګه د نیمروز ولایت دکمال خان بند د آبګیرۍ  څخه یې هرکلی وکړ.

د ترافیکي ګڼې ګوڼې څخه د مخنیوي په موخه د ماهیپر سیمه کې د ترافیکو مامورینو په زیاتوالي ټینګار، د فاریاب د والي لخوا د یاد ولایت زندان مشرتابه کې د بدلون په نسبت زندان کې د رامنځته شویو بی نظمیو په څیړنو ټینګار، د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې سند څخه د ټولګټو پروژو په ایستلونیوکه، د ملکي کارکوونکو او پوځي منسوبینو د معاشونو په زیاتېدو ټینګار، د ارزګان ولایت امنیتي وضعیت او یاد ولایت کې کورنیو بیځایه شویو ته پاملرنه، بمباریو کې په ملکي تلفاتو نیوکه او د کریړ شویو سړکونو د ورانولو په ګډون د ټولګټو تاسیساتو د تخریب په موخه د طالبانو د کړنو غندل او ځینې نور مسایل هم بحثونو کې مطرح شول.

د بحثونو جمعبندۍ کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د هېواد بېلابېلو سیمو کې د ترهرګریزو پېښو په نسبت د زیانمنو کورنیو سره د غم شریکۍ د څرګندولو ترڅنګ یې وویل تلفات چې د هر لوري وي دمنلو ندي او باید مخنیوی یې و شي. او د اړوندو بنسټونو یې وغوښتل شول چې د ارزګان ولایت په ګډون دې د نورو سیمو کورنیو بیځایه شویو وضعیت ته هم  رسیدګي وکړي.

د مجلس رئيس د غور د ولایتي شورا د وکیل د ژولو په تړاو وویل، د حکومت د ګمارل شوي پلاوي د جزئیاتو او څېړنو د بشپړېدو وروسته به د سنامجلس د موضوع په تړاو پرېکړه وکړي خو ترڅنګ یې ټینګار درلود چې قضیه کې دې عدالت او انصاف پلی شي.

د مشرانوجرګې رئيس په داسی حال کې چې هېواد کې یې د اوربند په پلي کېدو ټینګار کاوه څرګنده کړه چې د لنډمهاله حکومت په تړاو د مشرانوجرګې دریځ روښانه دی او موقت حکومت د هېواد په خیر او دمنلو وړنه ګڼي ځکه افغانستان د منتخب حکومت لرونکی دی او د قدرت انتقال باید د قانوني او مشروعو لارو ترسره شي او اوسنيو شرایطو کې اړتیا ده چې د افغانستان د یووالي له پاره لا زیات کارونه وشي.

د غونډې و روستۍ برخه کې د مشرانوجرګې د دفاعي چارو او کورني امنیت، مواصلاتو او مخابرات او ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیونونو د تقنیني روان کال د دویم اجلاس کاري راپورونه په ترتیب سره د سناتورانومحمود خان خاکریزوال، لطف الله بابا او مېرمن سهیلا شریفي لخوا وړاندې شول چې بشپړ راپورونه به یې د مشرانوجرګې د کمېسیونونو د خبرونو ردیف کې خپاره شي.