د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د مرغومي ۲۴ مه
د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو د بېلا بېلو مواردو
اړوند غونډې او بحثونه وکړل.
د مشرانو جرګې پرونۍ عمومي غونډه کې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د
کمېسیون د تقنیني اوولسمې دوري د دویم کال د دویم
اجلاس کاري رپوټ د کمېسیون رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان وړاندي کړ چې په کې راغلي
دي، یاد کمېسیون دوه دیرش عادي غونډې او دری فوق العاده غونډې جوړي کړي چې په کې د
۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې مسوده څېړل شوی او دمشرانو جرګې مشورتي نظر په کې ځاي
شوی دی او د اوولس عنوانه قوانینو، تقنینی فرمانونو او هوکړه لیکونو اړوند د بحث
او نظریو د وړاندي کولو سربیره د کمېسیون لخوا په دریو ځانګړو قوانینو کار شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، د ملي اقتصاد کمېسیون د خلکو د ستونزو د حل او د اقتصادي
سکتور د څېړنو او کړنو څخه د څارنې په موخه وزیران، معینان او ریسان استجواب کړي
دي او زیاته یې کړه چې یاد کمېسیون د هرات او فراه ولایتونو څخه څارنیز سفرونه
درلودل او د خلکو ستونزې یې څیړلي دي او ترڅنګ یې د نهو عریضو او شکایتونو اړوند
کار شوی او مسئولانو سره د کرونا ویروس د خپریدو اړوند هم غونډې شوي شوي دي. د ملي
اقتصاد کمېسیون د یاد اجلاس په لړ کې خپلې دندې د اساسي قانون د پنځم فصل او د
مشرانو جرګې د کورنیو دندو اصولو په پام کې نیولو سره سم په معیاري توګه ترسره کړي
دي.
د کمېسیون د رئيس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي
شوراګان، مصئونیت او امتیازونو د کمېسیون غونډه کې د کار قانون طرح مطالعه او د کمېسیون د غ ړو له خوا تائید شوه. دغه راز
غونډه کې د اداري اجرااتو قانون اړوند د جمهور رئيس تقنینی فرمان مطالعه او وپتییل
شوه چې د لا زیاتو مطالعاتو په موخه دي په راتلونکې ناسته کې هم پري بحثونه وشي.
د کمېسیون د رئيس ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو،
قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، معلولینو او د شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسیون ناسته کې د اداري اجرااتو قانون اړوند ۲۶۵
ګڼه تقنیني فرمان مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شو.
د غونډې بله برخه د خوړو د ټیټ کیفیت، زده کوونکو له پاره د لا ځواکمنتیا
کورسونو د نشتوالي او نورو مسایلو اړوند د رحمان بابا، خوشحال خان او پیر محمد
کاکړ لېسو ستونزې مطالعه او ټینګار وشو چې د قومونو او قبایلو وزارت دی یادو
ستونزو ته رسیدګي وکړي.
د غونډې پاي کې د بلخ ولایت کې د ملي ځواک پر موټر ځانمرګی برید چې له امله
یې د ملي اردو یو شمېر منسوبین شهیدان او ټپیان شول، غندنه وشوه، د مسئولو بنسټونو
وغوښتل شول چې د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت کې دی د پام وړ هڅې وکړي.
دغه راز د مشرانو جرګې پرونۍ ناسته کې د قومونو او قبایلو چارو د کمېسیون رئیس ښاغلي منګل د یاد کمېسیون د
تقنینی روان کال د دویم اجلاس د کړنو د اجرااتو رپوټ وړاندې او ویې ویل، یادې موده
کې د کوچیانو، قومونو او قبایلو، معلولینو او د شهیدانو وارثانو د ستونزو د حل په
موخه د قومونو او قبایلو، کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارتونو اړوند
مسئولان، د کوچیانو چارو مسئول او نور حکومتي مسئولان استجواب کړي دي او یادې
ستونزې یې له دوي سره مطرح کړي دي او زیاته یې کړه چې یاد کمېسیون د رحمان بابا او
خوشحال خان لېسو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه اړوند مسئولان رابللي دي.
د کمېسیون رئيس غونډه کې زیاته کړه چې د کمېسیون ګډ پلاوي د ننګرهار،
لغمان، نیمروز او کندهار ولایتونو ته سفرونه کړي او ترڅنګ یې کابل ښار کې د څو
حکومتي بنسټونو څارنه کړی ده او زیاته یې کړه چې د قومونو او قبایلو کمېسیون همدا
راز د هېوادوالو د راغلیو شکایتونو د څېړنو ترڅنګ د د نړیوالو سندونو او قوانینو
په اړه خپل مشورتي لیدلوری او نظر وړاندی کړی دی.
همدا راز د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو
د کمېسیون د تقنیني روان کال د دویم اجلاس
د کړنو رپوټ د کمېسیون د منشي مینا شیرزاد لخوا په لاندي توګه وړاندي شو.
یادې موده کې کمېسیون د شلو نړیوالو سندونو او قوانینو اړوند خپل لیدلوری
او نظریات وړاندي کړي او ترڅنګ یې د علماي کرامو او ټولو هېوادوالو د غوښتنې سره
سم د پوهنې وزارت چوکاټ کې د اسلامي تعلیماتو معینیت د بیا ځلي پاتي کېدو اړوند د
ولسي جرګې طرح، طۍ مراحل کړی چې د مشرانو جرګې لخوا تصویب شوی ده.
سناتور شیرزاد زیاته کړه، په دې موده کې د کمېسیون پلاویو د بلخ، خوست،
پکتیا، کنړ، ننګرهار، لغمان، کندهار او نورستان ولیاتونو ته ګډ او مستقل سفرونه
کړي او د یادو ولایتونو د بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د یاد کمېسیون کاري
برخه چې تعلیمي او تحصیلی، حج او اوقاف، اطلاعات او فرهنګ برخي دي لیدني کړي او د
دوي ستونزې یې په پرله پسې ناستو کې د اړوندو مسئولانو سره شریکي کړي دي.
د کمېسیون منشي زیاته کړه، یاد کمېسیون د بېلا بېلو مسایلو اړوند د
هېوادوالو د لسګونه عریضو ته د رسیدګۍ سربیره د قوانینو د طرحو او ستونزو ته د
رسیدګۍ په موخه د څلویښتو ځلو زیات حکومتي مسئولان رابللي دي.
د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د
تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون ناسته کې د کار قانون مطالعه او وپتییل شوه چې د سناتورانو نظریې دي په
رسمي توګه کمېسیون ته ولیږل شي.
همدا راز غونډه کې د اداري اجرااتو قانون اړوند د جمهور رئيس ۲۶۵ ګڼه
تقنیني فرمان مطالعه او ټینګار وشو چې راتلونکو ناستو کې دی هم د یادو قوانینو
اړوند بحثونه وشي.
دغه راز د مشرانو جرګې پرونۍ عمومي غونډه کې د عامه هوساینې د کمېسیون د تقنیني اوولسمې دوري د دویم کال د دویم اجلاس
رپوټ د فرحناز پامیري لخوا وړاندي شو چې په کې راغلي دي: یادې موده کې پرله پسې غونډو
کې د قوانینو، هوکړه لیکونو، معاهدو او نړیوالو میثاقونو د طرحو اړوند کار شوی دی
او ترڅنګ یې اووه ځلې راغلیو عریضو او شکایتونو ته رسیدګي شوي ده او د ناروغانو او
په ځانګړې توګه د کرونا د لومړۍ او دویمې څپې ناروغانو ستونزو ته رسیدګي، ولایتونو
او پلازمینه کې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې او بایومتریک بهیر د ترسره کیدو د
څرنګوالي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روزنتونونو او وړکتونونو عمومي ریاستونو
د تشو بستونو د تقرر بهیر کې ستونزو ته رسیدګي، د وروستیو سیلاوونو څخه رامنځته
شویو زیانمنو ستونزو او د عامې روغتیا وزارت کې د تخصص د بشپړه اخیستو مواردو ته
رسیدګي، د حشمت خان کول او د خصوصي روغتیایی مرکزونو د برېښنا لوړي بیې ته رسیدګي،
د مړي د انتقال د اویا موټرو او اویا امبولانسونو د پير د څرنګوالي، د ملک محمد
خان روغتون ودانۍ د عملي کار د نه پیل اړوند د میدان وردکو ولیات د سید آباد
ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته رسیدګي، افغاني سری میاشتې ټولنه کې شته ستونزو او
ځینو نورو مسایلو اړوند مسئولان استجواب او ورسره مشورتي ناستي ترسره شوي دي.
نوموړې د کمېسیون غونډو ته د ځینو حکومتي چارواکو د نه راتګ څخه نیوکه
وکړه، د اداي پلاوی یې وغوښتل ترڅو راتلونکو ناستو کې یاد امر ته پاملرنه وشي،
آغلې پامیري د فاسده وارداتي غوښو او بی کیفیته خوراکي توکو راتګ څخه د مخنیوي،
کابل ښار او نورو ښارونو کې د څښاک اوبو ستونزو د رسیدګۍ، ځوانانو ته د کارموندنې،
د روږدو د درملنې او په بشپړه توګه د نشه یی توکو د لمنځه وړ، کورنیو جګړو څخه د
رامنځته شویو پېښو زیانمنو او بیځایه شویو ستونزو ته د رسیدګۍ اړوند د کمېسیون
وړاندیزونه غونډې ته وړاندي او د شته ستونزو د حل غوښتونکې شوه.
د کمېسیون د مرستیال ګل احمد اعظمي په مشرۍ د شکایتونو د
اورېدو دکمېسیون ناسته کې د ښار جوړونې او ځمکوالۍ وزیر او د
پوهنې وزارت معین سره د ښار جوړونې وزارت د یو شمېر مسئولانو له خوا زابل ولایت کې
د یوه خیالي ښوونځي رغاونه کې د څلویښت میلیونه افغانیو د اختلاس موضوع مطرح شوه.
د ښار جوړونې وزیر د یادې موضوع په تائید سره وویل، د ښار جوړونې وزارت کې
یوه فاسد ټیم سره په ملګرتیا د جعلي اسنادو په جوړولو سره یاد غیر قانوني او ناسم
کار ترسره شوی چې موضوع د څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته لیږل شوې ده.
همدا راز د پوهنې وزارت معین په دې برخه کې وویل، یاده خیالي پروژه نه د
ښار جوړونې وزارت لخوا معرفي شوي او نه هم د پوهنې وزارت د پروژو نوملړ کې شتون
لري چې باید په جدي توګه یې څېړنه وشي.
کمېسیون د ښار جوړونې چارو وزارت اجرااتو څخه د تقدیر په څرګندولو سره
پرېکړه وکړه چې د اختلاس د یادې دوسیې د جدي څېړنو په موخه دی د لویې څارنوالۍ
مرستیال د کمېسیون یوې ناستې ته راوبلل شي.
د غونډې بله برخه کې د ټولګټو وزارت د اووه نیم سوه تنقیص شویو کارکوونکو
اړوند د یاد وزارت د معین او بشری سرچینو د رئیس څرګندونې د قناعت وړ ونه ګڼلې،
پرېکړه وشوه چې د ټولګټو وزیر دي د اداری اصلاحاتو کمېسیون سرپرست سره یوځاي
راتلونکې غونډه کې څرګندونې وړاندي کړي.
د غونډې پاي کې مسافرینو سره د ناسم چلند او د الوتنو د ټکټونو د بیو د
لوړوالي برخه کې د هوایی شرکتونو د مسافرینو شکایتونه د ملکی هوایی چلند ادارې
معین سره مطرح شو.
د یادې ادارې معین د ستونزو په تائید سره وویل، په دې وروستیو کې د ټولګډونه
طرحې اړوند کار جریان لري چې په بشپړېدو سره به یې ګڼ شمېر ستونزې حل شي. کمېسیون
د نوموړي د څرګندونو په اورېدو سره د هوایي شرکتونو د فعالیتونو او په ځانګړې توګه
د زیاتونو برخو کې نیوکه وکړه، ټینګار وشو چې باید مطرح شوی ستونزې حل شي.
د کمېسیون د رئيس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د
مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د اوسپنې پټلۍ
ادارې د رئيس او د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې د رئيس په نه ګډون سخته نیوکه
وشوه او یو ځل بیا ټینګار وشو چې دوي دی د کمېسیون په راتلونکې ناسته کې د خپلو
کاري چارو اړوند د کمېسیون د غړو پوښتنو ته ځوابونه وړاندي کړي.
د غونډې بله برخه کې کمېسیون یوځل بیا د جلال آباد ښار کې د نهمې ناحیې
رامنځته کول غیر قانوني کار وګڼه او د مسئولانو د یاد خپلسري او غیر مسئولانه کړنو
څخه د سیمې د اوسېدونکو د نه رضایت څخه د یادونې ترڅنګ ټینګار وشو چې د سیمه ییزو
ارګانونو خپلواکه اداره مکلفه ده چې تر وروستۍ پرېکړې دی د ناحیې د غیر قانوني
فعالیتونړ مخه ونیسی ځکه داسی اطلاعات شتون لري چې د عوایدو راټولولو کې روڼوالي
شتون نه لري او کارونه یې غیر قانوني پرمخ وړل کیږي.
د کمېسیون د رئيس محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو
او کورني امنیت د کمېسیون غونډه کې د ملي دفاع وزارت د
ښوونې او روزنې قوماندان، د اوپراسیون مرستیال، د افسرانو اکاډمۍ قوماندان، د
پیژنتون مرستیال او د کورنیو چارو وزارت د افسرانو عمومي مدیر په ګډون سره جوړه
شوه.
د یادې ناسته اصلي محور د کورنیو چارو وزارت پیژنتون کې د کاري چارو ځنډ
څخه د رامنځته شویو ستونزو، د دفاعي او امنیتي منسوبینو د ترفیع او تبدیلیو، د
منسوبانو اعاشې او اباتې ته رسیدګي، د پرسونل د کمښت ستونزو د حل او ځینو نورو
مسایلو څخه پرله پسې شکایتونه جوړوه.
په سر کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې قوماندان د ملي اردو منسوبینو
د جلب او جذب د څرنګوالي، د مسلکي روزنو ځانګړتیا او ځینو نورو مسایلو اړوند
معلومات وړاندي او ډاډ یې ورکړ چې د ملي اردو اړوند د سناتورانو وړاندیزونه به د
مسئولانو سره شریک کړي.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت مسئولانو خپلو کاری برخو اړوند سناتورانو ته
معلومات وړاندي او ویې ویل، د کورنیو چارو وزارت د منسوبینو تعینات او تقرر د
لوایحو او کړنلار سره سم ترسره کیږي او زیاته یې کړه چې د افسرانو اکاډمۍ کې د
ټولو هېواد څخه محصلان په زدکړو بوخت دی او هڅه کیږي ترڅو د هغه ولایتونو چې شمېر
یې کم وی محصلان به یې زیات شي او ترڅنګ یې دوي د پولیسو ځواکونو د اکمالاتو د
څرنګوالي، د ټپیانو د درملنې او انتقال او نورو اړوندو مواردو په اړه څرګندونې
وړاندی کړی.
کمېسیون د ملي دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت د منسوبینو د څرګندونو په
اورېدو سره ټینګار وکړ چې باید د سناتورانو وړاندیزونو او پوښتنو ته چې ټولې یې
یادو وزاتونو کې د چارو د ښه والي په موخه وړاندي شوي دي، پاملرنه وشي ترڅو د وسله
وال ځواک منسوبین په آرام فکر سره د هېواد څخه د دفاع او امنیت ټینګښت کې هڅه
وکړي.