اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د كب ۷ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د مرغومي ۲۳ مه

د مشرانوجرګې د نن ورځې عمومي غونډه چې په دوو برخو کې دجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار او دویم نایب محمد اکبر ستانکزي په مشرۍ ترسره شوه، په کې د ځینو کمېسیونونو کاري راپورونه وړاندې شول.

خو د غونډې آزادو بحثونو کې سناتورانو یوځل بیا د قطر مذاکراتو د سولې بهیرڅخه په ملاتړ سره د دواړو مذاکراتي ټیمونو وغوښتل چې د سولې خبرو کې دې انعطاف وښايي او په اوربند دې موافقه وکړي او زیاته یې کړه افغانستان یو اسلامي او خپلواک دولت دی او موقت حکومت د رامنځته کېدو له پاره هڅې نه د خلکو غوښتنه ده او نه هم اساسي قانون کې تسجیل شوې ده او دغیرضروري او موقت حکومت د رامنځته کیدو په صورت کې به د دوو وروستیو لسیزو ارزښتونه او لاسته راوړنې خطر سره مخ او دهېواد سیاسي او ټولنیزو برخو کې به کړکیچونه جوړشي.

ناسته کې د نیمروز ولایت سناتور محمدنادربلوچ د یاد ولایت د خاشرود ولسوالۍکې د ملکي خلکو د تلفاتو په اړه وویل: د خاشرود ولسوالۍ منزوي کلي کې دهوایی بریدله امله د یوې کورنۍ دیارلس غړي شهیدان او دوه نور ټپیان شوي چې یادې بدې پېښې د خلکو غبرګون را پارولی او د څېړنو او  پېښې د عاملینو د مجازاتو غوښتونکي دي.

 غونډه کې هرات ولایت کې په غلاو، تښتونو، ناامنیو او اداري فساد هم نیوکې وې او وویل شول چې د یاد ولایت د امنیه قوماندان د کمزوري مدیریت په اساس د ولایت بندرونو او ګمرک کې د پيسو اخیستل او هم ښارکې جنایی جرمونه ډېرشوي چې مرکزي حکومت باید پدې رابطه اقدام وکړي.

او هم څرګنده شوه چې فاریاب ولایت کې هم بې نظمۍ او بې عدالتۍ اوج ته رسیدلي او د فاریاب والي د ولایت ټولو چارو کې بېځایه لاسوهنه کوي او حتی د ولایتي شورا د څارنې مخه نیسي چې د سیمه ییزو ارګانونو اداره بایددې برخې ته رسیدګي وکړي.

بدخشان ته کابل څخه د الوتکو د ټکټونو د بیو د لوړېدو په موخه په کام ایرهوایی شرکت نیوکه، د جګړو د شدت له امله د ارزګان ولایت د مواصلاتي لارو بندښت او د یاد ولایت د بیځایه شویو د ستونزو دزیاتوالي څخه اندېښنه، د پکتیا ولایت په ځانګړې توګه د زرمت ولسوالۍ اړتیاو ته د مرکزي حکومت دنه پاملرنې څخه یادونه اود یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو غوښتنو ته په جدي رسیدګۍ ټینګار، د اړوندو بنسټونو دنه رسیدګۍ په نسبت کابل ښار کې د هوا د ککړتیا زیاتوالي او ورڅخه د ناروغیو د پيدا کېدو څخه یادونه هم له هغو مواردو وو چې د سناتورانو له خوا مطرح شول.

نننۍ غونډه کې د اداري اجرااتو قانون اړوند د ولسمشر۲۶۵ ګڼه تقنیني فرمان هم معرفي او د څېړنو په موخه اړوندو کمېسیونونو ته راجع شو.

د یادو مواردو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې دویم نایب محمد اکبر ستانکزي په هغو کسانو چې د موقت حکومت د رامنځته کیدو غږ یې پورته کړی نیوکه وکړه او وویل دا دهغو کسانو غوښتنه ده چې د نظام څخه غاړې ته شوي او غواړي له دې لارې ځانته موقف ترلاسه کړي په داسی حال کې چې دا ډول غوښتنه دعملي کیدو وړ نه ده او د هېواد په ګټه هم نه ده او دوی باید د انصاف له مخې دا ومني چې د نظام د تخریب په موخه نه بلکې د پياوړتیا له پاره دې عمومي ګټو ته فکر او هڅې وکړي.

د مجلس دویم نایب طالبانو ډلې ته په خطاب کې وویل چې د ملکي او پوځي افرادو د وژنو پرځای د جوړ شوي فرصت څخه ګټه واخلي او خپلې غوښتنې دې د مذاکراتو میز کې مطرح کړي چې دا کار د ټولو خواوو په ګټه دی.

محمد اکبرستانکزي د کورنیو چارو وزارت له خوا دهرات او ارزګان ولایتونو د خلکو غوښتنو ته په رسیدګۍ دټینګار ترڅنګ د کام ایر د ټکټونو د بیو د لوړوالي، د هوا ککړتیا او د زرمت ولسوالۍ د اوسېدونکو غوښتنې اړوندو کمېسیونونو ته راجع او ټینګاریې وکړ چې د فاریاب والي دې نافذو قوانینو سره سم ولایتي شورا سره چلند وکړي.

همداراز ناسته کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د ضیاء ودان او ملګرو یې چاودنه او بېلابېلو برخوکې د وروستیو پېښو په غندلو سره وویل: ملکي تلفات چې له هرې خوا وي د غندلو دي او د اعلی سر قوماندان په توګه له ولسمشره غوښتنه کوم چې دنیمروز ولایت دخاشرود ولسوالۍ پېښه دی وڅیړي او عاملین دي د نافذو قوانینو سره سم مجازات کړي او زیانمنو ته دي ډاډ ورکړي، او زیاته یې کړه چې مشرانوجرګه تل د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړې ده خو ترڅنګ یې تمه لري چې د یادو ځواکونو تیروتنې د عسکري قانون سره سم وڅېړل شي.

د غونډې بله برخه کې د میدان وردګو ولایت ښاروالې مېرمن ظریفي غفاري او د افغان ترک ښوونځي د څو ممتازو زده کوونکو له کړنو څخه د ښوونځي د مشرتابه پلاوي په حضور کې چې خپلو روزنیزو بهیرونو کې د پام وړ لاسته راوړني لري د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار، اداري پلاوي او نورو سناتورانو له خوا د تقدیر لیک په ډالۍ کولو سره وستایل شول او ورته د لای زیاتو بریاو غوښتنه وشوه.

د ناستې وروستۍ برخه کې د قومونو او قبایلو چارو دکمېسیون د تقنیني روان کال دویم اجلاس د کړنو او اجرااتو راپور د ډاکټر محمداجان منګل له خوا، د دیني او فرهنګي کمېسیون راپور د مینا شیرزاد، دعامه هوساینې د کمېسیون راپور د فرحناز پامیري، د ملي اقتصاد کمېسیون راپور دمولوي عبدالوهاب عرفان او دشکایتونو د اورېدو کمېسیون رپوټ د ګل احمد اعظمي لخوا مجلس ته وړاندې شول چې جزئیات به یې دمشرانوجرګې دکمېسیونونو د خبرونو ردیف کې خپاره شي.