اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د سلواغې ۸ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د مرغومي ۲۲ مه

د مشرانوجرګې د کمیسیونونو ناستو کې په مختلفو مواردو بحثونه او پرېکړې وشوې.

د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډه د کمېسیون د رئيس ګلالۍ اکبري او د ملکي خدمتونو ادارو د بشري سرچینو د څلویښتو رئیسانو په ګډون سره دمشرانو جرګې د ریسانو کمېټې تالار کې جوړه شوه.

22-Jadi99-GEN1.JPG

د یادې ناستې اساسی موخه ۱۳۹۹ مالي کال کې د یادو مسئولانو د رپوټ او لاسته راوړنو د وړاندې کولو او راتلونکې کال کې دولتي ادارو کې د ښځو جذب کې د زیاتوالي په موخه د ادارو د پلانونو او ځینو نورو مواردو په اړه وه.

ورپسې یوشمېر مسئولانو ادارو کې د ښځو د جذب په ګډون د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په ډاګه کولو ترڅنګ وویل، د ښځو اړوند ګڼ شمېر لوایح او کړنلارې پلي شوي دي او دوی ته د پام وړ اسانتیاوې برابرې شوي او زیاته یې کړه، اړتیا شته چې د ښځو د لازیات پرمختګ په موخه د جندر آمریتونه ریاستونو ته ارتقا وکړي او د یادې برخې د بودجې او تشکیل زیاتوالي له پاره لا پاملرنه وشي. او ترڅنګ یې ټینګار وشو چې باید ادارو کې د ښځو د جذب له پاره یو لړ اسانتیاوی او امتیازونه په پام کې ونیول شي.

دناستې پاي کې د ښځوچارو کمېسیون مشرې ګلالۍ اکبري د تیرو کلونو په پرتله وړاندې شوي رپوټونه مثبت وګڼل او ویې ویل، هیله ده چې راتلونکې کال کلیدي بستونو کې د ښځو د استخدام د پام وړ پرمختګونو شاهدان و اوسو او یاد کمېسیون هوډ لري چې یادې موخې ته د رسیدو لپاره په مسلسله توګه مشورتي ناستې جوړي کړي او مسئولان اړویستل شي ترڅو د ښځو پر وړاندې پرخپلو ژمنو ودریږي.

22-Jadi99-GEN2.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمد نادر بلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون ناسته کې د کار قانون طرحې اړوند بحث او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

همداراز غونډه کې ټاکل شوې وه د کار او ټولنیزو چارو وزیر دمشخصو مواردو اړوند څرګندونې وړاندې کړي خو د نامعلومو دلایلو پربنسټ حاضر نه شو او پرېکړه وشوه ترڅو نوموړي د مرغومي د څلرویشتمې نېټې ناسته کې د کمېسیون د غړو پوښتنو ته ځوابونه و وايي.

دغه راز غونډه کې د ټولګټو وزارت د کارکوونکو را استول شوې عریضه چې انتظار با معاش حالت کې قرار لري، بحث او پرېکړه وشوه چې موضوع دې د رسیدګۍ په موخه یاد وزارت ته ولیږل شي.

22-Jadi99-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټرمحمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، معلولینو اوشهیدانو د پاتې کسانو چارو دکمېسیون ناسته کې د کار قانون طرحې اړوند د بحث سربېره میوندبانک نمایندګۍ کې د ټیټ کیفیت، مراجعینو سره د ناسم چلند او یاد بانک کې د ځینو نورو ستونزو په اړه د هرات ولایت د معلولینو او شهیدانو د وارثینو د شکایتونو او یوه بل بانک کې د دوی د معاشونو د حوالې اړوند غوښتنه، چې موضوع د کمېسیون د غړو بحث لاندې راغله او پرېکړه وشوه ترڅو موضوع په رسمي توګه مالیې وزارت ته د اجرااتو په موخه راجع شي.

 22-Jadi99-Aqwam.JPG

د کمېسیون د مرستیال سیدصفي الله هاشمي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه کې د کمېسیون غړو نیمروز ولایت کې هوایي برید څخه چې د یوشمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو سبب شو اندېښنه څرګنده اوټینګار وشو چې مسئولان باید د دا ډول عملیاتو مخه ونیسي، ځکه دوام یې د خلکو د ناخوښۍ سبب ګرځي.

دغه راز غونډه کې د ترکیې هېواد وان ولایت کې د یوې بیړۍ د ډوبیدو څخه چې ټوله امله یې د افغانستان، ایران او بنګله دېش کډوال وو، اندېښنه وښوده او همداراز د کمېسیون غړو د دوه هوکړه لیکونو د لاسلیک او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د هوکړې یادداشت څخه خوښي وښوده او یاده کړنه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا کې ګټوره یاده کړه.

دغه راز ترکیې هېواد کې د افغانستان کنسلګرۍ له پاره د ودانۍ د پير په موخه د بهرنیو چارو وزارت راستول شوي رپوټ او د کمېسیون د د روان اجلاس رپوټ مطالعه او په اړه یې پرېکړه وشوه.

22-Jadi99-Bio.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کړنلار او لویې څارنوالۍ او قضائیه قوه کې د دې د طبقه بندۍ مطالعه او پرېکړه وشوه چې د یادې کړنلارې د ځینو مواردو د وضاحت په موخه دې د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ استازي یوې غونډې ته حضور راوړي.

دغه راز غونډه کې د اصلي او اساسي رسالتونو د کاري ماهیت سند اړوند بحثونه وشول او د بحث پاتي برخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه.

22-Jadi99-Adli.JPG 

د کمېسیون د رئيس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون غونډه کې د کار قانون طرحې اړوند بحث او موضوع د لازیاتو بحثونو په موخه د کمېسیون راتلونکې ناستې ته وځنډول شوه.

د غونډې بله برخه کې د راغلیوعریضو د څېړنوسربېره د لغمان ولایت د ځوانانو ستونزې واوریدل شوې او د راتلونکو اجرااتو په موخه ځانګړی کمېسیون ته ولیږل شوې.

22-Jadi99-Emtizat.JPG 

د کمېسیون دمرستیال ګل احمد اعظمي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو لوي معینیت رئيس ارکان او د ملي شورا د امنیتي چارو رئيس سره د کورنیو چارو وزارت د ځآنګړو قطعاتو سره د ملي شورا د امنیتي پرسونل د یونیفورم د یوشان کېدو موضوع او د یادې ادارې پرسونل سره د ځانګړو قطعاتو یو شمېر پرسونل د بی احترامۍ څخه راغلی شکایت په بحث کې مطرح شو.

د یاد معینیت رئيس ارکان ډګر جنرال عبدالفتاح فروغ ناسم چلند د خواشینۍ وړ وګڼه او د بخښنې غوښتو ترڅنګ یې ډاډ ورکړ چې موضوع به وڅيړي او د پایلو څخه به یې رپوټ وړاندي کړي.

د کمېسیون غړو د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره وویل، د ملي شورا د امنیتي منسوبینو اوسنی یونیفورم د کورنیو چارووزارت په همغږۍ سره له مخکې مشخص شوی دی.

همدا راز غونډه کې د فاریاب ولایت د اوسېدونکو شکایت د عامې روغتیا وزارت د دوایي چارو رئيس سره مطرح چې د نوموړي څرګندونې د قناعت وړ ونه ګڼل شوی او پرېکړه وشوه چې د یاد وزارت معین دی راتلونکې ناسته کې حضور راوړي.

ویل کیږي چې د فاریاب ولایت یوشمېر اوسېدونکې د یاد ولایت د نوی روغتون ترڅنګ د درملو د یو ډیپو د نه رغاونې څخه شکایت کړی وو.

دغه راز غونډه کې د دریو میاشتنیو حقوقو د نه ورکړې څخه د کابل ولایت د حق الزحمه یی ښوونکو شکایت د پوهنې وزارت مالي رئيس او د کابل د پوهنې رئيس سره او د کورنیو چارو وزارت د قراردادیانو هر یو حسیب رضایي او آل سید شرکتونو شکایتونه د یاد وزارت مالي رئيس سره او د برېښنا د نه نښلولو څخه د واصل اباد د اوسېدونکو شکایت د کابل برېښنا رئيس سره مطرح او په اړوند یې جلا جلا پرېکړې وشوې.

 22-Jadi99-Shikayat.JPG

د کمېسیون د رئيس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د ښاروالۍ د عوایدو آمار د یاد بنسټ د قراردادونو او نورو مسایلو اړوند معلومات وړاندې کړل.

غونډه کې د کمېسیون رئيس یوشمېر قراردادونو کې د اختلاس، د کثافاتو راټولولو کې د پاتي راتلو، د خپلسرو او بی جوازه ودانیو د جوړېدو او یاد ولایت کې د ځینو نورو مسایلو څخه یادونه وکړه.

د جلال آباد ښاروالۍ د عوایدو آمر په خپلو خبرو کې د قراردادونو د فسخې څخه یادونه وکړه او ویې ویل، ټاکل شوې د جلال آباد ښاروالۍ د تیلو او روغنیاتو قرارداد بیاځلي داوطلبۍ ته وړاندې شي ځکه په بیو کې توپیر شتون لري او زیاته یې کړه چې یاد بنسټ ۱۴۰۰ لمریز کال کې دري دیرش پروژې په پلان کې لري چې په پلي کېدو سره به یې د ښار وضعیت بدلون وکړي.

کمېسیون په داسی حال کې چې د نوموړي څرګندونې د قناعت وړ وګڼلې د چارو د لا ښه والي په موخه یې یو لړ وړاندیزونه و کړل خو نننۍ ناسته کې د جلال آباد ښاروال په نه راتګ سخته نیوکه وشوه او ټینګار وشو چې یاد بنسټ دی د خپلو فعالیتونو او پلانونو رپوټ په لیکلي توګه کمېسیون ته راولیږي.

22-Jadi99-Mukhabirat.JPG 

د کمېسیون د رئيس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دینی، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړچارو د کمېسیون ناسته د پوهنې وزارت د تشکیلاتي برخې د مسئولانو او د ښوونې او روزنې د معین په ګډون او د یاد وزارت د ساینس مرکز د عمومي ریاست د استادانو د استازو په حضور سره جوړه شوه.

په پيل کې د روزنې او تعلیمي سیستم د کلي وضعیت، پوهنې وزارت کې د تبدیلیو، د ساینس مرکز استادانو د بی برخلیکۍ، د دارالمعلمینونو د ستونزو او ځینو نورو مواردو اړوند پوښتنې مطرح شوې.

ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین ډاکټرعطاالله واحدیار یاد وزارت کې د ځینو نیمګړتیاو څخه په یادونې سره وویل، د نصاب او ښوونکې روزې معینیت، د عمومي تعلیماتو او سواد زدکړه چې د جلا معینیتونو چوکاټ کې فعالیت کوي اوس د ښوونې او روزنې معینیت ترنامه لاندي فعالیت کوي او د اسلامي تعلیماتو معینیت د دی وزارت په چوکات کې بیاځلی فعال شوی دی او زیاته یې کړه، مخکې د ساینس مرکز ریاست، د ښوونکې د روزنې عمومي ریاست او د څارنې ریاست په جلا توګه خدمتونه وړاندي کول او دری کاله وړاندی د پوهنې مشرتابه د لوړو زدکړو او مالیې وزیرانو د لید لورو په توحید سره یوه طرح د جمهوری ریاست مقام ته د یوه واحد ریاست په نوم د دوي د ادغام څخه ولیږله چې تر ټولو ستره ګټه یې د پارچه کېدو څخه مخنیوی او یو سیستم سره د دوی یوځای کیدل وو چې هیڅ کارکوونکی به دیوځای کېدو له امله خپله دنده له لاسه نه وي ورکړي. 

نوموړي همداراز د پلان، ارزونې او پروګرامونو ریاستونو د یوځای کېدو څخه خبر ورکړ او ویې ویل چې یاد ګام به په تشکیلاتو اغیز ونه لري، اوهم یې یادې اداره کې د بودجې له کمښت څخه په یادونې سره زیاته کړه چې د تشکیل اړوند کار جریان لري او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې وزارت د سیستم د بدلون د رامنځته کولو له پاره کادر ته اړتیا لري او د پوهنې وزارت هیڅ کادر به زیانمن نه شي.

22-Jadi99-Farhangi.JPG